تابه د خپل شريک په توګه څنګه ومني!



يو ځل ابليس فرعون ته لاړ او ورته يې وويل چې ته د خدايۍ دعوه کوې؟
هغه وويل هو
ورته يې وويل په کوم دليل ؟
هغه وويل د زرو جادوګرانو په دليل
ابليس ورته وويل ښه ده هغوی ټول ماته راجمع کړه
فرعون هغه ټول راجمع کړل او هغوی د خپل جادو سامان خطا کړ
شيطان چې پر هغې يو پوکی وکړ ، نو ټول جادو يې بې اثره شو
کله چې يې دوهم پوکی وکړ، نو فرعون ته له هغې نه زيات جادو ښکاره شو
بيا يې فرعون ته وويل چې ستا د جادوګرانو جادو ډېر زورور دی که زما جادو ؟
فرعون ورته وويل چې ستا جادو ډېر زورور او قوي دی
د دې خبرې په ځواب کې ابليس وويل سره له دې چې زه ډېر قوي يم خو خدای جل جلاله زه خپل بنده و نه ګرځولم، دا چې ته دومره کمزوری يې ، نو تا به د خپل شريک په توګه څنګه ومني؟

کتاب : احسن الحکايات يعنې ښکلې قصّې
ليکوال : مولانا مفتی عاسم عبدالله صاحب
ژباړن : محمد خليل صاحب

که چېرته د پورته ليکنې په اړه کومه تبصره لرئ نو په Comment  کې وليکئ ترڅو نور لوستونکي هم ستاسې له نظره برخمن شي مننه

Post a Comment

0 Comments