صدرخان خټک


صدرخان خټک
         صدرخان د خوشحال خان خټک زوی او د پښتو ژبې يو ځلانده ستوری دی چې په خپله خوشحال خان دده د مېړانې توره ، د ډودې د جنګ (۱۰۹۱سپوږميز) په قصيده کې ستايلې ده :
صدرخان لا چېــــرې جنــګ ليــــــدلی نه و
په دا جنګ کې يې نېزه سره کړه په حصام
        خوشحال خان په خپلو زامنو کې د اشرف خان او عبدالقادر په نسبت کشرانو زامنو ته په درنه سترګه ګوري :
ښه لايق زويه مې نور دي
ولې خدای کړله کشـران
         صدر خان د اشعارو يو بشپړ دېوان لري چې د لومړي ځل لپاره پادري هيوز په کليد افغاني کې خوښونې ورځنې کړې دي . هيوز په دې خيال دی او وايي چې ((د خوشحال په ادبي مکتب کې  له هجري او عبدالقادر نه وروسته محترم مقام لري.))
      صدرخان په (۱۰۷۰سپوږميز)کال په اکوړه کې زېږېدلی دی او د خوشحال خان د کورنۍ تر سيورې لاندې يې ښوونه او روزنه اخيستې ده لکه چې په خپله وايي:
تربيت يې ډېـــــر زمــــــــــا کړ          هر تعليم يې د مـــــا راکړ
په تعليم يې سخنــــــــدان کړم        په ويل يې سخنــــــدا کړم
چې يې درست په دافنون کړم       په ويل يې نورما زون کړم
       صدرخان له خوږو اشعارو پر دېوان چې هر ډول مضامين لري په داستان ليکنه کې هم د داستان ليکونکو شاعران په لومړي قطار کې ځای لري ، هغه په خپلو اشعارو کې کله د ((صدرخوشحال )) او کله يوازې د ((صدر)) نوم يادوي.
د صدرخان خټک اثار:
     د صدر خان کوم اثار چې تر اوسه څرګند شوي دي په لاندې ډول دي :
۱-دېوان  ۲ دلی او شهۍ
ادم خان او درخانۍ :
صدر خان دغه کيسه په (۱۱۱۸سپوږميز) کال کې په نظم کړې ده .
خسرو او شيرين :
   ويل کيږي چې صدرخان د (خسرو او شيرين ) داستان هم په پښتو شعر ترجمه کړی دی مګر کميافت دی ، د صدرخان بل منظوم اثر ((معجزات )) نوميږي دا اثر (۱۴۰۰)بيتونه لري چې د سر بيتونه يې په دې ډول دي :
حمد ثنا به د احمـــــــد کړم        چې په نعمت يې د احمد کړم
چې کثرت خواهش احد کړ      له احـــــــــــده يــــې احمــــد کړ

  د صدرخان د کلام نمونه :
ستا تر لبو لعل ګوهر هيڅ        ستا تر زلفو مشک عنبر هيڅ
حجاب واچوه لـــــــه مخــــه           افتاب محوه  کړه قمر هيڅ
خريدار چې يې بې نياز وي           د چشمانو در ګوهـــــر هيڅ
چې د عشق بد رقه نــــه وي         په خونخواره لار سفـــــر هيڅ
ستا تر قده   ترقــــامتــــــــه           صنوبر چنار عرعــــــــر هيڅ
سنګين زړه دې نرم نه شو           په ژړا زما احقـــــــــــــــر هيڅ
د عشق يو سبق کافي دی           د تمام جهان دفتــــــــر هيڅ
ستا ګفتار صدر خوشحاله
کان دکان کړه د شکـــر هيڅ


Post a Comment

0 Comments