اسره ( لنډه کيسه )



هم په دغه ورځ چې زه د کوره راووتم، نو په دغه خيال کې بېرته ستون شوم چې مور ته په پښو کې پرېوځم او اښنه بښنه ترې وغواړم ، بچو سره مې ډېر په مينه محبت خبرې اترې وکړې ، ځکه چې د ملک حالات دومره خراب شوي دي چې په لارو، کوڅو، ښوونځيو، بازارونو او حتی په جوماتونو کې هم ځای په ځای د بمونو چاودنې کيږي، بلها خلک پکې مړه، ژوبل او بې درکه شو، ښځې کونډې، ماشومان يتيمان در په در خاورې په سر، پېغلې بې پلاره او بې وروره او ميندې بورې شوې خدای خبر چې د دې ځان وژونکو په زړونو کې به څه مقصد وي، په دې چاودنو کې که يو خوا د وطن بلها پوځيان پوليس ووژل شول، نو بل خوا د دې په رد عمل کې څومره بلها خلک شهيدان شول، د نړۍ په مخ د مسلمان او زيات تر د پښتون قام د ورکېدو سازشونه تياريږي او بيا په تېره خو غريبانان په جلسو، جلوسونو او لاريونونو کې ښه په ګڼ شمېر ګډون کوي او چې چېرته هم چاودنه شوې ده، نو د دې غريب ولس د تن غوښې پکې لکه د قربانۍ د څاروو اندام اندام او ټوټې ټوټې شوي دي، خو نه پوهېږم چې دې غريبانانو ته د دې زنده باد او مرده باد په چيغو څه په لاس ورځي
زه هم په دغو سوچونو او فکرونو کې بوخت نننۍ دندې ته روان ووم ځکه چې دنده مې نن بيا د ملک د لوی واکمن په غونډه کې ټاکل شوې وه.
مونږ چې د غونډې ميدان ته راورسېدو، نو ګېرچاپېره علاقه مو د بم معلومېدو په الې ولټوله، د جلسې ميدان ته د رادننه کېدو په ځايونو مو برېښنايي ګېټونه ولګول چې کوم سړی به د جلسې ميدان ته رادننه کېدو د هغه به پوره پوره تالاشي کېدله، خو د دغې علاقې معزز کسانو او ناظمانو دغه تالاشي خپل سپکاوی وګڼلو او لوی واکمن ته يې خبره ورسوله چې کوم خلک مونږ دلته ډېر په عزت او درناوي رابللي دي دا تالاشي د هغوی بې عزتي او سپکاوی دی، د ملک لوی واکمن حکم وکړ چې په ګېټونو دې تالاشي اخيستل بند شي.
د غونډې د ختمېدو نه لږه شېبه وړاندې دومره زوروره چاودنه وشوه چې خلکو ته يې د غوږونو پردې وشلولې، انساني غوښې داسې هوا ته والوتې لکه ډانډس چې مالوچ هوا ته شيندي، د غونډې له ميدان نه د محشر ميدان جوړ شو، وينې، زوې، فريادونه، زګېروي، چېغي سورې شوې ، چېرته انساني سر او چېرته انساني تنه پرته وه، هر سړي ځان تېښتې ته جوړاوه، کمزوري او بوډاګان اکثره د خلکو تر پښو لاندې شول او ژوبل شول، لوی واکمن خو خپلو واکدارانو محفوظ او خوندي ځای ته ورسولو، د روغتونونو، پوليسو او پوځيانو موټرې راورسېدې، د غونډې شاوخوا دېوالونه په انساني وينو سره و، سرکاري عمله لګيا وو، ژوبل کسان يې روغتون ته رسول او زمونږ ملګرو هم زخميان تر ګاډو رسول چې د دغه ژوبل کسانو په لټون کې مې يو لاس په نظر راغی، چې يو کاغذ يې په موټي کې کلک نيولی و، د لاس نه دا اندازه لګېدلی چې سړی بوډا وو، ځکه چې يو خو ډېر چيچړ و او بل دا چې وېښته هم پرې سپين شوي وو، ما چې ددغه لاس ګوتې په مزه مزه، پرانيستې او ګونجې ګونجې کاغذ مې هوار کړو، نو پکې يې د ملک دغه لوی واکمن ته د رحم درخواست ليکلی و، چې زما په کور کې شپږ پېغلې لوڼې دي او يوه بوډۍ ښځه مې ده خدای پاک راته يو ډکی زوی راکړی دی چې ظالمانو د دروغو د قتل په الزام کې څوارلس کاله د تورو تمبو په شا نظر بند کړی دی زه د دياړۍ مزدورۍ نه وتی يم او لوڼې مې پردي خدمتونه کوي،تاسو د واک او اختيار خاوندان يئ که زما زوی مو د دې بندي خانې نه ازاد کړو، نو زمونږ دا ساندې ستغ او سپور ژوند به لږه په ساه شي، خدای پاک به ددې اجر او ثواب تاسو له په دواړه جهانه در کړي
له اړخه ............... ما ډېر کوښښ وکړ چې د چشمو شيشې مې ورته ښې صفا کړې خو کوم ځای چې بوډا خپل او د خپل زوی نوم او درک ليکلی و، د بدقسمتۍ نه د کاغذ هغه ځای د بوډا په سرو وينو داسې وران شوی و، چې بيخي د لوستلو نه و.

کتاب : اولس او پولس
ليکوال : مهر اندېش

که چېرته د پورته ليکنې په اړه کومه تبصره لرئ نو په Comment  کې وليکئ ترڅو نور لوستونکي هم ستاسې له نظره برخمن شي مننه

Post a Comment

0 Comments