له جرمي ساحې ( سيمې ) د مجرم د پښې پل راپورته کول




سريزه
کله چې په يوه ساحه کې يوه جرمي پېښه رامنځته کيږي ، نو هلته له مجرم څخه ډېری وخت ځينې نښې ، اثار او علايم پاتې کيږي چې دا نښې او علايم بيا له جنايي کارکوونکو سره د مجرم په پلټنه ، موندنه او نيونه کې تر ډېره حده مرسته کيږي چې دغه نښې ، علامې او اثار په بېلابېلو ډولونو وي لکه د ګوتو نښې ، وينه ، يا وسايل چې له مجرم څخه په وارخطايۍ پاتې وي يا يې قصدا پرېښودي وي او ډېرې داسې نورې نښې او اثار چې يو د هغوی له جملې څخه د پښو پلونه دي چې ډېری وخت په مختلفو شکلونو د جرم په ساحه کې له مجرم څخه پاتې کيږي، دا چې د پښو پل د جرم او مجرم په موندنه  او پېژندنه کې له مونږ سره څه مرسته کولای شي زمونږ د بحث موضوع نه ده، مونږ دلته يوازې دا تر څېړنې لاندې نيسو چې په څه ډول د پښې اثار د جرم د وقوع له ځايه راپورته او حفظ کړل شي، نو راځو خپلې ارې موضوع ته:
د پښو د اثارو د حفظولو کړنلارې:
کله چې په يوځای کې جرم رامنځته شي ،نو جنايي کارکوونکي بايد ډېر ژر ځان د پېښې ځای ته ورسوي، ترڅو هلته موجود اثار او علايم له منځه يونه وړل شي، وروسته له رسېدو بايد د پېښې ځای په دقيق ډول بررسي او په نښه شي ترڅو د پېښې په ځای کې ګډوډي رامنځته نشي ، مثلا ددې ګډوډۍ د مخنيوي په خاطر خپل بوټونه په نښه کړي لکه يو تار يا ټوټه ورپورې وتړل شي يا له هغه جرابو څخه ګټه واخيستل شي چې خاص د همدې لپاره تيارې شوي دي، وروسته له دې کله چې د پېښې په ځای کې د اشخاصو پل يا پلونه پيدا شي، نو تر ټولو ډېر روښانه پل دې نښه کړي او لاندې ټکي بايد په پام کې ونيسي:
1.    پيدا شوی پل بايد په نښه کړي.
2.   که د پل د نښې د له منځه تللو وېره وي، نو له داسې وسايلو دې استفاده وشي چې پل خرابېدو او له منځه تللو ته نه پرېږدي لکه پل د پلاستيک ، کاسې يا لګن لاندې شي.
يو جنايي محقق چې کله د پېښې په ځای کې د پښې اثار او پلونه پيدا کړي، نو دغه اثار په دوه پړاوونو کې خوندي کوي :
لومړی : د ثبت يا ياداښت پړاو چې لاندې پړاوونه پکې په پام کې نيول کيږي:
1.    عکاسي
2.    کروکی
3.    اندازه ګيري او په پروتوکول کې حفظ شي.
دوهم : د پښو د اثارو د پورته کولو او حفظ کړنلاره:
دا چې لوڅې پښې د پاپيلري ليکو لرونکي دي او له دې لارې مونږ کولای شو چې د مجرم د پښې پل د شکمن شخص سره مقايسه او مجرم ومومو ، نو د پښې اثار د جرم او مجرم په کشف کې  ډېر عمده رول لري ،چې مونږ دلته د  پېښې ځايونه د پښو د اثار د پاتې کېدو له مخې په دوه برخو وېشو:
لومړی پاسته سطحه : لکه اوړه ، پاسته خاوره ، خټه ، شګه ، واوره او دې ته ورته په نورو سطحو که د پښو اثار پاتې وي لومړی عکاسي کيږي او له هغې وروسته د قالب اخيستلو په واسطه اثار خوندي کيږي.
دوهم کلکه سطحه : که په کلکه سطحه لکه مېز ، تخته ، څوکۍ ، تيږې او دې ته ورته په نورو سطحو د پښې اثار د جرم په ساحه کې پاتې وي يوازې د عکاسۍ په بڼه ترې ګټه اخيستلای او خوندي کولای شو.
د پښو د پل په پورته کولو يا حفظولو کې د ګټې اخيستنې وړ مواد:
مونږ له بېلابېلو موادو څخه کولای شو چې د پښې د اثار د خوندي کولو لپاره ګټه پورته کړو لکه جامد پاراپين ،د مجسمې جوړولواوړه او نور ، خو له دوه څيزونو ډېره زياته استفاده کيږي:
لومړی ګچ پوډر: له ګچو څخه په لاندې ډول د پښې د پل په پورته کولو کې ګټه اخيستل کيږي:
1.    ګچ ښه ميده او غلبېل شوي وي.
2.    ګچ په مايع ډول چې نه ډېر نرم او نه ډېر کلک وي کارول کيږي.
3.    ټول ګچ په يو وار په قالب نه اچول کيږي.
4.   له هرې وقفې سره په څنګ کې په قالب کې د ګچ د پاسه ميده ريښه لرونکې مواد لکه د لرګي ميده ګي اچول کيږي.
5.   د قالب اندازه په ګچ سره ډېره نه پلنوي بلکې يوازې يو يا يو نيم انچ د قالب سطحه بايد جګه شي.
دوهم موم : له موم څخه هم د ګچ په ډول استفاده کيږي:
1.    موم ته حرارت ورکوي او نرموي يې.
2.   موم په تنظيم شوي قالب کې د نورو موادو لکه د ونې کنډ په علاوه کولو اچول کيږي.
3.    همدارنګه له موم سره ريښه لرونکي مواد او پاراپين ور علاوه کيږي.
البته دغه طريقه د هوا د ګرمښت سره سمه نتيجه نه ورکوي، ځکه موم بېرته ويلي کيږي او اثار به دقيق ډول نه پاتې کيږي.
له نرمې سطحې د پل پورته کولو کړنلاره :
لومړی له شګې او خاورې د پل پورته کول: له شګو او خاورو څخه د پل پورته کولو لپاره بايد له ډېر دقت څخه کار واخيستل شي او اندازه ګيري او ثبت شي لکه که چېرته په اثر خځلې پرتې وي د نوسي په وسيله لرې کړل شي، ترڅو اثار خراب نشي او د اثر د ټينګولو لپاره له ۹۶سلنې الکولو او شيلاک څخه استفاده وشي او د پمپ په وسيله په اثر وپاشل شي که دا نه وي نو له ۷۵سلنې ډيزل او پنځه ويشت سلنه خاورې تېل سره ګډ کړل شي او د پمپ په وسيله وپاشل شي، ترڅو اثر ښه کلک شي وروسته له هغې پورته کړل شي.


دوهم له واورې د پل پورته کول :
له واورې څخه د پل پورته کول په دوه موادو سره کولای شو:
لومړی د ګچ په وسيله چې وچ ګچ په قرار قرار د واورې پرمخ اچول کيږي او ورسره ريښه لرونکي موادو اچول کيږي ترڅو ګچ مات نشي او په وقفه وار ډول قالب ډکول کيږي.
دوهم د لاک سپری په وسيله چې لاک سپری د اثر د قالب په برخه شيندل کيږي چې د واورې پرمخ يوه محافظتي طبقه جوړوي وروسته له هغې يې د قالب په وسيله حفظوي.
دوهم لکه کلکې سطحې د پل پورته کول:
له کلکې سطحې څخه پل پورته کول د فوليې په وسيله او يا هم يوازې د عکاسۍ په وسيله ترسره کېدای شي.
لنډيز او نچوړ د موضوع:
له نرمې سطحې څخه چې پل پکې د نقش په ډول پاتې وي مونږ کولای شو د قالب په وسيله پل پورته او خوندي کړو، خود کلکې سطحې څخه چې پل پکې د چاپ په بڼه پاتې وي يوازې د عکاسۍ او ځينې وختونه د فوليې په وسيله پورته او خوندي کولای شو.

Post a Comment

0 Comments