ناخبري جمله او ډولونه يې


د پيل خبرې
    د ماسټرۍ د کړنلارې او لايحې سره سم هر محصل دې ته اړ وي چې د ماسټرۍ په روان بهير کې بېلابېلو موضوعاتو باندې شننې او څېړنې وکړي او يو څه وليکي او يا په هر اړوند مضمون کې پر يوې ټاکلې تحقيقي او څېړنيزې موضوع باندې کار وکړي او هغه بيا د خپل لارښود استاد او ټولګيوالو پر وړاندې ارايه کړي، ما هم د ننګرهار پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د ماسټرۍ پروګرام د پرېکړې او کړنلارې له مخې په اړوند مضمون کې [  ناخبري  جمله او ډولونه يې ] سرليک لاندې موضوع خوښه کړه او د خپل لارښود استاد سره مې مشوره وکړه او هغې پرې د ليکلو اجازه راکړه، لومړی مې د دې موضوع اړوند ټول کتابونه او اثار راټول کړل او بيا مې وروسته د خپلې موضوع اړوند عنوانونه او سرليکونه په ځير سره تر لوستنې لاندې ونيول او يو څه يادښتونه مې ترې واخيستل او بيا مې خپله موضوع د خپلې لږې پوهې په مرسته وڅېړله، هيله ده چې تېروتنې راته وبښئ.
په درنښت
محمد نعيم کشاف









سريزه
     هره ژبه د رغښت او جوړښت يو ځانګړی نظام لري، نو د ژبې ګرامر د رغښت او جوړښت همدغه نظامونه تشرېح او توضېح کوي، ګرامر د تشريحي ژبپوهنې هغه لويه غوره څانګه ده چې د يوې ژبې د جوړښت نظام او سيستم د تاريخ په يو ټاکلي پړاو کې تر څېړنې لاندې نيسي، د پښتو ګرامر هم د رغښت او جوړښت يو ځانګړی نظام لري چې ګرامر يې درې اړينې او لويې څانګې لري، لکه غږ پوهنه ( فونولوژي ) ، ګړ پوهنه ( مورفولوژي ) او جمله پوهنه ( سنټکس ) څخه عبارت دي، په غږ پوهنه کې غږونه او د هغو د پيدايښت ډولونه او نورې ځانګړتياوې په علمي ډول څېړل کيږي، په ګړ پوهنه کې د يوې ژبې ټاکلي مورفيمونه د هغوی جوړښت، ترکيب، ګردان او ډولونه تشرېح کيږي، په جمله پوهنه کې د کلمو په مطابقت، اړيکو، ترتيب او ترکيب باندې رڼا اچول کيږي، په هر حال ما دلته د جمله پوهنې په پر يوې کوچنۍ برخې رڼا اچولې يعنې  ناخبري  جمله او ډولونه سرليک لاندې موضوع باندې د خپلې وسې پر اندازه کار کړی، په دې موضوع کې مې هڅه کړې چې لومړی جمله او د هغې بنسټيزه توکي در وپېژنم، له دې وروسته مې د مانا له مخې يې پر ډولونو لنډ بحث کړی او بيا مې ناخبري جمله د بېلګو سره در پېژندلې، ورپسې مې د دې ډولونه په خپل خپل ځای راوړي دي، خو د څو څو بېلګو سره سره د موضوع پايله او لنډيز هم راوړی دی او په پای کې مې ماخذونه په کرونولوژيکه بڼه اوډلي دي.
    په پای کې د خپل لارښود استاد ډاکټر زرغونې رښتين زېور لارښوونو نه ډېره ډېره مننه کوم چې د موضوع د ليکلو او څېړلو جوګه يې کړم.
په درنښت
محمد نعيم کشاف



ناخبري جمله او ډولونه يې
      مخکې له دې چې ناخبري جملې راڅرګندې کړو يو څه رڼا به پرې واچوو، نو اړ يو چې لومړی په خپله جمله در وپېژنو، چې څه ته وايي او يا څه څرګندوي :
  جمله يا ( Sentence ) : يو عربي کلمه ده لغوي مانا يې مجموعه او ټولګه ده او په اصطلاح کې د الفاظو او کلمو يو داسې ترکيب دی چې يو بشپړ مفهوم څرګندوي، د پښتو ژبې لنډ ګرامر اثر ليکوال يې داسې راپېژني : (( جمله د يوې ژبې هغه خپلواکه ګرامري بڼه ده چې هم د جوړښت او هم د مانا له مخې پوره او بشپړه وي .))
                                                                                                                                       ( ۴ : ۸۱ مخ )
    په خپله جمله مو يو څه در وپېژندله، اوس به يې په لنډه توګه بنسټيزې برخې در څرګندې کړو. هره بشپړه جمله دوه بنسټيزې برخې لري : مبتدا او خبر چې د جملې زړي يا هسته جوړوي لکه په دې بېلګو کې ورځ تېره شوه، ټولنه وده کوي، په دغو جملو کې مبتدا ( مسند اليه ) او خبر ( مسند ) برخې په خپلواکه توګه راغلې دي ‎.
    دلته مونږ د موضوع د اوږدوالي له امله نشو کولای چې د جملې ټولې اجزاوې، توکي ، ځانګړنې، جوړښتي او رغنده توکونو او هم يې په بېلابېلو ډولونو باندې وغږېږو او نه يې ترڅېړنې لاندې نيولای شو، ځکه چې موضوع به رانه وشړيږي، په هر حال خپله اصلي موضوع ( ناخبري جمله او ډولونه يې ) څېړو او خپله رڼا پرې اچوو ، د پښتو ژبې لنډ ګرامر اثر ليکوال د مانا له مخې جملې داسې راپېژني : (( په پښتو ژبه کې جمله د مانا له مخې په دوو سترو ډلو بېلېږي، خبري او ناخبري.))
                                                                                                                             ( ۴ : ۹۰ مخ )
    دلته مونږ يوازې ناخبري جمله او ډولونه يې در پېژنو، ارواښاد پوهاند رښتين صيب يې داسې راپېژني : (( ناخبري يا انشايه جمله هغه ده چې د درواغو يا څه غلطۍ احتمال پکې نه وي او د يو کار او حالت په منځته راتلو دلالت کوي لکه : هلکه! دلته راشه!، دا سړی څوک دی؟ )) ( ۱ : ۴۳۸ مخ )
    دا يادونه اړينه بولم هغه دا چې ناخبري ته انشايه او التزامي جمله هم وايي، د پښتو جملو يوه مهمه برخه انشايه جملې دي، په انشايي جملو کې زياتې فعلي جملې راځي او اسمي هم پکې راتلی شي، اوس به يې دلته په بېلابېلو ډولونو باندې وغږېږو، په پښتو ژبه کې د ناخبري او انشايي جملې دا لاندې ډولونه لري :
 ۱ د پوښتنې جمله : هغه جمله ده چې ويونکی پوښتنه کوي، په دې جمله کې د يو شخص ځای، موضوع او وخت په باره کې پوښتنه کيږي او د ځواب غوښتونکي وي، ښاغلې پوهندوی ډاکتر زرغونه رښتين زېور يې په خپل مشهور اثر ( پښتو نحوه ) کې د پوښتنې جمله داسې راپېژني : (( د ويونکي مطلب او مقصد سوال او پوښتنه وي، د يو شخص يا يوې موضوع يا يو ځای او وخت په باره کې پوښتنه کيږي او دغه ډول جملې د ځواب غوښتونکي هم دي، د دغه جملو مهمه ځانګړنه د ويلو خاص اهنګ او فشار دی، د غږ په لوړ والي پورې اړه لري او په ليک کې د پوښتنې نښه ( ؟ ) ايښودل کيږي.)) ( ۲ : ۱۳۷ مخ )
     د پوښتنې جملې بېلګې وګورئ :
·       چېرته ځې؟
·       څه وخت راغلې ؟
·       دا کوم ځای دی؟
·       ښه ګلونه يې وکرل؟ ( سواليه )
·       څوک راغی؟ ( شخص لپاره )
·       چا کتاب راوړی و؟ ( شخص لپاره )
·       څه شی کوې ؟  ( د څيز لپاره )
·       چېرته ځې ؟ ( ځای لپاره )
او نور.
 ۲ امريه جمله : په دې جملو کې د وينا وال مطلب او موخه د يوه کار غوښتنه، امر، حکم، غوښتنې، هيلې، بلنې، مشورې او اخطار په بڼه وي، ښاغلې پوهندوی ډاکټر زرغونه رښتين زېور صيب يې په خپل اثر ( پښتو نحوه ) کې د امريه جملې لپاره دا لاندې بېلګې وړاندې کړي دي :
·       کار وکړه!
·       ته نوره مه ژاړه!
·       راځه چې ولاړ شو!
·       ګوره رانه شې!
·       خدای دې خير کړي!
او نور.
 ۳ تعجبي جمله : دا جمله د حيرانتيا په حالت کې ويل کيږي، يا د حيرانۍ څرګندونه کوي، د پښتو ژبه او ادبيات اثر ليکوال يې داسې راپېژني : (( تعجبي جمله هغه جمله ده چې د تعجب او حيرانتيا د څرګندولو لپاره استعماليږي لکه : څه ښکلې منظره ده !، څه رنګ رنګ غرونه دي ! )) ( ۳ : ۵۲ مخ )
 ۴ تمنايي جمله : په دې جملو کې د غوښتنې او هيلې مفهوم نغښتی وي لکه :
·       کاشکې ور شم .
·       ارمان چې تللی وای.
·       ارمان وسه مو نه رسيږي .
 ۵ شکي احتمالي جمله : چې مقصد او مطلب پکې ثابت نه وي او شخص په يو دوو کې حيران او دوه زړی وي، لکه :
·       ښايي ورور يې هم ورسره راشي .
·       ګوندې راشي.
·       اڅک به لاړ شي که نه.
او نور
 ۶ ټينګاري جمله : چې د تاکيد او ټينګار په موخه او مقصد راځي لکه :
·       خامخا ورځم .
·       حتمي راشه !
·       هرومرو به تللی وې .
·       ضرور به راځي .
 ۷ قسميه جمله : چې يو کار باندې د باور کولو لپاره په يو سپېڅلي، لوړ، محترم ذات باندې لوړه ( قسم او سوګند ) کول څرګندوي لکه :
·       خدايږو درځم .
·       د وطن په پاکه مينه زه قسم خورم .
·       په خدای رښتيا وايم.
 ۸ دعايه جمله : دا هغه جمله ده چې د خير ښېګڼې د غوښتلو او څرګندولو لپاره ويل کيږي لکه :
·       الله جل جلاله دې مرستندوی شه !
·       خدای دې مل شه !
 ۹ ندايي جمله : چې د ندايي ترکيب او فعل څخه جوړه وي په خپله ندايي ترکيب هم د جملې مطلب لري البته په ځانګړي نحوي واحد کې، مګر که د کومې جملې د يوې برخې په توګه وي، نو بيا د هماغه جملې د يو غړي په توګه ندايي جمله جوړوي لکه :
·       ای خدايه !
·       ای خدايه خير کړې!
·       بختورې!
·       ای زلمو خبر واورئ!
                                  ( ۲ : ۱۴۰ مخ )




پايله
   جمله پوهنه د جملې د جوړښت او ډولونو په اړه بحث او څېړنه کوي، جمله عربي کلمه ده چې مانا يې مجموعه او ټولګه ده، په اصطلاح کې د کلمو يو داسې ترکيب دی چې يو بشپړ مفهوم څرګند کړي لکه : ورځ تېره شوه.
    جمله له دوو برخو څخه جوړه ده چې لومړۍ برخې ته يې ( مبتدا ) او دوهمې ته يې ( خبر ) وايي لکه : دغه هلک ډوډۍ وخوړه . په دغه بېلګه کې هلک مبتدا او ډوډۍ وخوړه خبر راغلی دی.
    مونږ وويل چې جمله د مانا له مخې په خبري او ناخبري جملو وېشل کيږي چې هره ډله بېلابېل ډولونه لري، چې مو يوازې ناخبري جمله در پېژندلې او هم مو د دې په ډولونو خبرې کړي او هر ډول ته مو بېلګې هم راوړي، په هر حال جمله پوهنه يوه ډېره پراخه موضوع ده چې څېړل او سپړل يې لوی زغم غواړي، خو ما يې يوازې ناخبري جمله او ډولونه څېړلي دي، لومړی مې ناخبري جمله تعريف کړې، بيا مو د دې بېلابېل ډولونه تشرېح او توضېح کړي او هم مو ورته بېلابېلې بېلګې راوړي دي، پوښتنې جمله، امريه جمله، تعجبي جمله، تمنايي جمله، شکي او احتمالي جمله ټينګاري جمله، قسميه جمله، دعايه جمله، ندايه جمله بس په دې پورته ناخبري جملو مو د خپلې پوهې او مطالعې له مخې لنډه څېړنه کړې ده.








ماخذونه
1.   رښتين، صديق الله ( پوهاند ) ليکوال : ( ۱۳۷۲ ل ) کال، د سيد محی الدين هاشمي ژباړه، پښتو ګرامر، پېښور، يونيورسټي بک ايجنسي ( خپرندوی ) .
2.   زېور رښتين، زرغونه ( پوهندوی ډاکټر ) : ( ۱۳۸۲ ل ) کال، پښتو نحوه، پېښور، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز ( خپرندوی ).
3.   شېرزاد، محمد اقا ( پوهنمل ) او رشيدي، جمشېد ( پوهنمل ) : ( ۱۳۹۰ ل ) کال، پښتو ژبه او ادبيات، درېم چاپ، کابل، د ښوونې او روزنې پوهنتون، ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګه ( خپرندوی ).
4.   هاشمي، سيد محی الدين ( محقق ) : ( ۱۳۸۳ ل ) کال، پښتو ژبې لنډ ګرامر، پېښور، د اريک ګرځنده کتابتونونو اداره ( خپرندوی ).




Post a Comment

0 Comments