پښتونه تاته وايم!



ليکوال : پټان افغان
پاڅه ! ويښ شه !
څو به د جهالت په دې تورتم کې ژوند تېروې ؟
 ترڅو به د جهالت په خوب ويده يې ؟
او تر کومې به په دې ناپوهۍ وياړې؟
پښتونه پاڅه ! نړۍ په خوځښت کې ده ، هسې په قرار مه کېنه . د کيسو او نکلونو دوران پای ته رسيدلی دی ، اوس د عمل وخت رارسېدلی دی.پاڅه ! هڅه او زيار پيل کړه ، د نړۍ سره ګام پر ګام د برياليتوب منزلونه طی کړه.دا د قرارې ناستې وخت نه دی اوس د ساينس زمانه ده ، اوس د تورو د جنګونو دوران ډېر زوړ شوی نړۍ وال اوس په رسنيو خپله جګړه پرمخ بيايي  چې له بده بخته ته ترې ډېر لرې پاتې شوی يې .پاڅه ! ستا د نيکونو تاريخ له خلکو هېر شوی دی اوس په دې نـوي پېر کې د تاريخ يوه نوې پاڼه ورزياته کړه،د پرمختګ ، پوهې او ابادۍ پاڼه او په دې سره د خپلو نيکونو تاريخ يو ځل بيا روښانه کړه او د افغانيت د عزت او سر لوړۍ جنډه هسکه وساته ، ياده کړه هغه وخت چې خلکو به ستا له نيکونو څخه د خپلې خپلواکۍ لپاره د ملاتړ غوښتنه کوله ته اوس ولې دومره کمځواکی شوې چې خپله خپلواکي اوس د نورو په مټ ساتل غواړې ، پخوا به نړۍ تاته د پرتمين ، ښاغلي ، پياوړي ، توريالي ، وياړلي ، وفادار ، ميړني ، سپېڅلي او عزتمن قوم خطاب کاوه ، خو نن نړۍ تاته د يو جاهل ، ناپوه او له تمدنه د يو لري وګړي او وحشي قوم خطاب کوي . پاڅه ! ويښ شه او نړۍ والو ته دا وښيه چې ته اوس هم د نړۍ د سالارۍ وړتيا لرې او د تېر په څېر اوس هم په خپلو مټو د خپل قوم ، ملت او هېواد ساتنه کولی شې او خپل قوم د پرمختګ او بريا په لوري رهي کولی شې ، خو دا هر څه به هله ممکن وي چې ته يو څو خويونه په ځان کې ولرې او يو څه کړنلارې عملي کړې چې عبارت دي له :
۱ پوهنه او زده کړه بايد په ټوله پښتني ټولنه کې دود کړل شي.
۲ د بښنې ، عاطفې او ځان ځارونې روحيه پياوړې شي.
۳ سوچ بايد ځاني نه بلکې ټولنيز وي.
۴ خپلې ګټې د ملت له ګټو غوره ونه ګڼل شي .
۵ هغه دودونه چې د پښتني ټولنې د وروسته پاتې والي سبب ګرځي بايد سم او په نوي بڼه وړاندې کړل شي ( لکه ښوونځيو ته د انجونو نه پرېښودل ).
۶ خپله ژبه تر نورو ټولو ژبو سپېڅلې وګڼل شي او په ويلو او ليکلو يې هيڅ ډول د شرم احساس ونکړل شي.
۷ د هرکار له پيل دمخه بايد ټولنيز او اسلامي ارزښتونه او ګټې په پام کې ونيول شي.
۸ قومونه او خېلونه د لوړوالي ، کبر ، غرور او بهترۍ پاړکي نه بلکې د پېژندنې يو معيار وګڼل شي.
۹ -  د خپل قوم ، ژبې ، هېواد او ملت ته د خدمت پرمهال د هر ډول ستونزو په وړاندې کلکه مبارزه وکړل شي او په هيڅ حالت کې ناهيلې نشو.
۱۰ عزت او سر لوړي په پيسه کې نه بلکې په انسانيت کې ولټول شي.

Post a Comment

0 Comments