فنا يا بقا د تصوف په رڼا کې


سريزه
    دا په عرفاني او تصوفي کړنلارې او تګلارې کې منل شوی حقيقت دی چې تصوف يو خميري او وجداني حالت دی چې سرښندونکي، خاکسار او خاشع خلک يې په دغه لار کې د تګ او راتګ پر وخت د خدای جل جلاله د واجب الوجود ذات او خالق پروردګار سره د روحي وصال او نژدې والي په خاطر تېروي او خوند ور نه اخلي او دا هغه حالت دی چې د تصوف او طريقت د سالکينو پر زړونو د رباني هدايت د لمبو او وړانګو رڼا وريږي او زړونه يې يقين پيدا کوي، دا جوته ده چې داسې يو حالت په منطقي صفتونو او په ژبه نشي بيانېدلای، تصوف بېلابېل پړاوونه او مقامونه لري، نو په همدې اساس ما ته هم د خپل پياوړي استاد سر محقق زلمي هېوادمل له خوا نه د ( فنا او بقا د تصوف په رڼا کې ) سرليک لاندې موضوع يانې د تصوف يو مقام راکړل شو.
    په دې موضوع مې هڅه کړې ده چې لومړی د فنا او بقا لغوي ماناوې جوتې کړم، له دې وروسته فنا او بقا د تصوف په رڼا کې څېړلې او بيا مې په دې اړه د ځينو صوفيانو نظرونه راوړې دي، بيا مې پايله او ماخذونه په ترتيب سره راوړې دي.
    په پای کې بايد دا ووايم چې الله جل جلاله دې وکړي، چې ياد تصوفي مقام مې ښه څېړلی وي، دلته غواړم چې د خپل لارښود استاد سرمحقق زلمي هېوادمل صيب له لارښوونې او سپارښتنې مننه وکړم چې د موضوع د ليکلو او څېړلو جوګه يې کړم، که تېروتنې رانه شوې وي، هيله ده چې په بښنې مې ونازوئ.
په درنښت
عبيدالله اغېز



فنا يا بقا د تصوف په رڼا کې
   کله چې اسلامي تصوف په دولسمه پېړۍ کې نور هم پياوړی او ځواکمن شو او هر اړخيزې شننې يې وشوې، نو دلته ورته نور اصطلاحات او نومونې ځانګړې شوې، مونږ هم دلته د يو تصوفي او عرفاني اصطلاح فنا يا بقا تر خپلې څېړنې او شننې لاندې نيولې، لومړی به نوموړې تصوفي او عرفاني اصطلاح لنډه توګه در وپېژنو :
   د فنا او بقا لغوي ماناوې بېلابېلو سيندونو او فرهنګونو په دې لاندې بڼـــــــه ښوولـــــې دي :
فنا : ورک، زوال، زايل، هلاک، مړ.
بقا: دوام، همېشه ګي، پايښت، د زيات عمر لپاره پاتې کېدنه، خو د تصوف په رڼا کې يو ځانګړې اصطلاح ده چې سالک به دغه پړاو او مرحله خامخا تېروي، په تصوف کې فنا او بقا داسې څېړل شوي :
    فنا او بقا : فنا له ناوړه صفاتې پاکېدو او بقا د غوره صفاتو ترلاسي ته وايي، همداراز فنا فی الله د حق په ذات کې ځان فنا کولو ته وايي يا انساني خويونو پرېښودلو ته وايي، چې په دې سره سالک د څښتن له ذات سره تلپاتې ( باقي ) شي چې دې ته بيا بقا باالله وايي . فنا د خپل وجود نشت ګڼل او له حق سره داسې يو ځای کېدل چې ترمنځ يې درېم څوک نه وي، ځينې صوفيان بيا د وحدة الشهود په پيروۍ د انساني وجود فنا نه مني، په هر حال فنا او بقا دوه داسې سمندرونه دي چې ساحل نه لري، د دغه سمندرونو په ژورو کې داسې درجې شته چې يوازې او يوازې د تصوف رجالو هغه پېژندلي دي او د هغوی په اړه يې خبرې کړې دي، د دغه سمندرونو ژوروتيا پای نه لري.
     فنا په دوه ډوله ده: لومړی دا چې په سلوک کې بنده نفس ته متوجه کيږي او په پای کې بيا د نفس له سرکشۍ څخه مخنيوی او د نفس تزکيه، له ناپاکۍنه د نفس پاکول او له ګناه څخه ځان ساتل چې سلوک په روش کې په روح او جسم کې راځليږي يا په بل عبارت يوه يې د الله جل جلاله د فضل، احسان او بښنې له برکته ده چې هر چا ته يې وغواړي ور کوي يې، خو دوهمه يې د بنده د مجاهدت، رياضت او خواريو په پايله کې ترلاسه کېدای شي، چې بنده غواړي دغه مقام ته ورسيږي او د ا د حميده اوصافو په سينګار او له ټولو بدو مزمومه ځانګړتياوو نه په پاکوالي سره ترلاسه کيږي، په دې سره بنده لکه د يوه مېلمه په شان د فنا تم ځای ته ورسيږي او بيا يې د پروردګار هغه د بقا د استقرار حالت ته ورسوي او په دې توګه د خدای جل جلاله د اولياوو په هغه شمېر کې يې راولي چې نه کومه وېره لري او نه ډار.
     د بقا مقام د ستايل شويو او نېکو صفتونو په ترلاسه کولو او د فنا د دونيايي غوښتنو په پرېښودلو ترلاسه کوي او يو بشپړ قناعت ته چې هغه د حرص فنا کول او د قناعت بقا ده ترلاسه کوي، که سالک يوه مړۍ ډوډۍ د ژوند د دوام لپاره پيدا کړي، ورته بس ده، د هغې  په دوام هيڅ فکر نه کوي. د فنا دوهم ډول  يو معنوي مقام دی، چې هغه يوه الهي بښنه  او عطيه ده، چې د زيات ذکر کولو او روحي رياضت په واسطه په يوه اوږده موده کې، نه ترلاسه کيږي، بلکې ډېرو کسانو د خپل ژوند څو کلونه په دغه لار کې تېر کړي دي، خو دغه مقام ته نه وي رسېدلي.
    د فنا او بقا په اړه صوفيانو ځينې خبرې او څرګندونې کړې دي، په دې اړه ابن عربي وايي : (( د بقا مفهوم له ابديت سره نژدې مانا لرلای شي.))، خو له دې ابديت نه موخه د ازليت بالمقابل مانا نه ده، بلکې هغه د ( نفاد ) يا فانې کېدو له کلمې سره محال مانا ده چې د پای ته رسېدلو څخه عبارت ده.
    ويل کيږي چې يو څوک بايزيد بسطـامي ته ورغی، بايزيد ور نـــــــــه وپوښتل څوک غواړې؟ هغه ورته وويل: بايزيد مې په کار دی، بايزيد بيا وپوښتل : بايزيد!، بايزيد څوک دی؟زه هغه لټوم. د دې مانا داده چې بايزيدبسطامي د فناپه حال کې و.
     حقيقت دا دی چې فنا يو پړاو دی، منزل نه دی ( يانې تېرېدونکی حالت دی، نه پايېدونکی ) د دې موضوع په اړه صوفي شاعر کردي مولوي خپل شيخ سراج الدين ته په خطاب کې داسې ويلي : (( ته چې د فنا له تېرېدونکي حالت نه تېر شوې او د استقرار او مقام خوا ته ولاړې هغه تا ته  بقا ځمکې کې دی.)).
    شيخ نقشبند وايي : (( ويل شوي چې فنا د ( سير الله جل جلاله ) د لارې وروستی پړاو دی، يانې حق ته په رسېدو تګ دی، خو بقا په ( سير فی الله ) کې لومړی پړاو دی او هغه د قرب ( قربت ) د کمالاتو خوند او لمس کول دي او دې موخې ته رسېدل دي.))
   همدارنګه ابراهيم شيباني وايي : (( فنا او بقا علم خاص د وحدانيت په اخلاص او د عبوديت په صحت باندې څرخيږي چې پرته له همدغو دوو څخه مغالطه او زندقه بلل کيږي ( منافقت په دين کې او په باطن کې کفر). ))
     ځينې خلک د فنا فنا خبرې کوي، له دې نه منظور دا دی چې سالک خپل معنوي رغبت او ميل فنا کوي، لکه هماغسې چې جسمي رغبت فنا کوي، نو له دې پلوه په معنوي مقام کې اخروي برخو ته کوم پام نه ساتي، خو يوازې او يوازې په الهي مينه او محبت ډوب وي، عقل او نفس يې فنا کيږي او فنا يې فنا کيږي.
    په دې اړه ابوسعيد ويلي دي : (( د فاني نښې د ټولو شيانو د هرې هيلې پرېښودل دي چې پرته د الله جل جلاله له ذات نه په دونيا او اخرت کې شته.
    د پايلې په توګه ويلای شو چې د بقا عصر په سالک کې د بدو او مذمومو صفاتو پرځای په ډېر قوت سره د ستاينې وړ اخلاق او صفات راولي او د رزايلو پرځای د فضايلو او محسناتو په توګه راښکاره کيږي، بقا له زړه نه تيارې لرې کوي، خو پر ځای رڼا راولي او د شيطان پر ځای رحمان او د دونيا د خواهشاتو پرځای د حق مينه او محبت راولي چې سالک پرته د خپل پروردګار له مينې نور له هيڅ شي سره بوخت نه وي، نو کله چې يو څوک دې حد ته ورسېږي او له هرې بدۍ نه پاک شي، نو په رېښتيا سره چې د فنا مقام ور په برخه کيږي او هغه تقوا او صلاح چې مومي، نو په هغې سره د بقا مقام ته هم رسيږي.


پايله
    اوس د پايلې په توګه ويلای شو چې فنا له ناوړه صفاتو او کړنو پاکېدو او بقا غوره صفاتو او کړنو ترلاسي ته وايي، همداراز فنافی الله د حق په ذات کې ځان فنا کولو ته وايي يا د انساني خويونو پرېښودلو ته وايي چې په دې سره سالک د څښتن تعالی له ذات سره تلپاتې شي چې دې ته بيا بقاباالله وايي . فنا د خپل وجود نشت ګنل او له حق سره داسې يو ځای کېدل دي چې ترمنځ يې درېم څوک نه وي، فنا او بقا دوه داسې سمندرونه دي چې ساحل نه لري، د دغه سمندرونو په ژورو کې داسې درجې شته چې يوازې او يوازې د تصوف رجالو هغه پېژندلې دي او د هغو په اړه يې خبرې کړې دي، د دغه سمندرونو ژورتيا پای نه لري.


ماخذونه
1)   ښکلی، اجمل : ( ۱۳۹۴ ل ) کال، تصوف او ادب، جلال اباد، مومند خپرندوی ټولنې تخنيکي څانګه ( خپرندوی ) .
2)   رفيق، محمد رفيق ( پوهنوال ) : ( ۱۳۹۰ ل ) کال، عرفاني ادبيات، کابل پوهنتون، لکچر نوټ.
3)   نقشبندي، امين علاء الدين ( شيخ ) : ( ۱۳۸۹ ل ) کال، د تصوف حقيقت او د نقشبنديه طريقې يو بحث، پښتو ژباړه : پوهاند محمد بشير دوديال، جلال اباد، ميوند خپرندوی ټولنې تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).

     

Post a Comment

0 Comments