اصلي جزاګانې



سريزه
معمولاً ټولې جزاګانې يو د بل سره ارتباط لري ، نو مونږ ټولې جزاګانې دخپل ذات البيني ارتباط له حيثه په درېوو برخو باندې ويشلاى شو اصلي جزاګانې ، تبعي جزاګانې او تکميلي جزاګانې دا چې دلته زمونږ د بحث وړ موضوع اصلي جزاګانې دي، نو د دوه نورو ډولونو څخه يې صرف نظر  کوو او خپلې ارې موضوع ( اصلي جزاګانو ) ته راګرځو:
اصلي جزاګانې
اصلي جزاګانې هغه جزاګانې دي چې په مستقل او ځانګړي ډول تطبيق کېږي او دهغې د نورو جزاګانو دتطبيق پورې اړه نه لري چې د جزا قانون د اووه نوي يمې مادې له مخې اصلي جزاګانې په شپږ ډوله دي:
اعدام
دوام لرونکي حبس
اوږد حبس
متوسط حبس
لنډ حبس
نقدي جزاء
لومړی اعدام
 اعدام د محکوم د حيات د سقوط څخه عبارت دي د محکمي د حکم د قاطيعت او د دولت درئـس جمهور د تائيد او د امضا څخه ورسته .
 او د افغانستان د جزا د قانون په ٩٨ مه ماده کې اعدام دا ډول تعريف شوي دي اعدام د محکوم په دار ځوړندول دي د مرګ تروخته پوري .
د اعدام جزا چې يو ډول اصلي بدني جزا ده او په طول د تاريخ کې موجوده وه او د اجتماعي موقيعت په نظرکې نيولو سره په مختلفو طريقو سره لکه په منځ غوڅول ، ژوندي تر خاورو  لاندې کول ،د منارنه غورځول ،وحشي حيواناتو ته غورځول ،مسموم کول اويا هم ورسته له زجراو شکنجي څخه د محکوم په دار ځوړندول او يا هم د بدن د عضوې په قطع کېدو سره تطبيق کېده، ولې د اجتماعي تحولاتو په رامنځته کېدو او د تمدن په پرمختګ سره بعضې علماؤ او ليکونکو د عدام جزا په شدت سره تر انتقاد لاندې ونيوله او د هغه د لغوې غوښتنه يي وکړه او ځني نورو علماؤ د ټولنيزو ګټو د خوندي ساتلو په منظور د اعدام د جزا لزوم په جزايي قوانينو کې ضروري وګاڼه .
دوهم دوام لرونکی حبس:
د جزا قانون د اته نوي يمې (۹۸) مادې له مخې دوام لرونکی حبس عبارت دی د محکوم عليه د بندي کولو څخه په يوه محبس کې چې ددولت له خوا ددې منظور دپاره تخصيص شوی وي.
د دوام لرونکي حبس موده:
د جزا قانون د ۹۸ مادې د دويمې فقرې له مخې  د دوام لرونکي حبس موده د شپاړسو څخه تر شلو کلونو پوري ده.يانې د ( ۱۶-۲۰ ) کلونو ترمنځ ده.
درېم اوږد حبس :
د اصلي جزاګانو درېم ډول اوږد حبس دی چې د جزا قانون په خپله سلمه ماده کې ورته په لاندې ډول اشاه رکړې ده:
اوږد حبس عبارت دی د محکوم عليه د بندي کولو څخه په يوه محبس کې چې د دولت له خوا ددې منظور لپاه تخصيص شوی وي.
د اوږد حبس موده:
د جزا قانون په د سلمې مادې په دوهم بند کې د اوږد حبس موده له پنځه کلونو څخه کمه او له پنځه لسو کلونو څخه زياته نه وي يانې د ( ۵ او ۱۵ ) کلونو ترمنځ وي. له دې سره په څنګ کې د اوږد حبس او دوام لرونکي حبس پرمهال محکوم عليه په دې مکلف وي چې هغه اصلاحي کارونه هم سرته ورسوي چې د محابسو په قانون کې ټاکل شوي وي، خو استثناءً هغه څوک پرې مکلف نه دی چې د شپېته کلنۍ عمر يې پوره کړی وي.
څلورم متوسط حبس:
د جزا قانون د يو سلويومې مادې له مخې  متوسط حبس عبارت دي د محکوم عليه د بندي کولو څخه په يوه محبس کي چي د دولت له خوا ددي منظور لپاره تخصيص شوي وي .
د متوسط حبس موده:
د متوسط حبس موده د يوه کال څخه کمه او د پنځو کلونو څخه زياته نه وي .يانې د ( ۱ او ۵ ) کلونو ترمنځ وي. په همدې ډول د حبس د جزا ترڅنګ محکوم عليه د هغه اصلاحي کارونو په کولو مکلف دی چې د محبسونو پورې په مربوط قانون کې ټاکل شوې وي .
پنځم لنډ حبس :
د اصلي جزا ګانو پنځم ډول لنډ حبس دی چې د جزا قانون ۰ ۱۰۲ ) مادې له مخې:
لنډ حبس عبارت دی د يو شخص د بندي کولو څخه په يوه محبس کې چې د دولت له خوا ددي منظور لپاره تخصيص شوی وي .
په لنډ حبس محکوم عليه په هيڅ نوع کار کولو مکلف نه دی.
د لنډ حبس موده:
د لنډ حبس موده د ٢٤ ساعتونو څخه کمه او د يوه کال څخه زياته نه وي .يانې د ( ۲۴ ساعتونو او يو کال ترمنځ وي).
شپږم نقدي جزاء:
د اصلي جزا ګانو شپږم ډول نقدي جزا ده چې د جزا قانون يې په خپله يو سلو څلورمه ماده کې په لاندې ډول تعريفوي:
نقدي جزا عبارت ده د محکوم عليه د مکلف کولو څخه د محکوم بها د پيسو په ور کولو سره د دولت خزاني ته .
د نقدي جزا خصوصيات:
نقدي جزاء په افغاني پيسو ټاکل کيږي.(۱۰۵ ماده).
نقدي جزاء له پنځوس افغانيو څخه نشي کمېدلای.(۱۰۶ ماده.)
د نقدي جزا کمه اندازه او زياته اندازه د قانون په حکم ټاکل کيږي . مګر دا چي په قانون کي بل ډول تصريح شوي وي.( ۱۰۶ ماده )
 په جنايتونو کې د نقدي جزا ټاکل جوازنه لري ( ۱۱۱ ماده).
نقدي جزا ګانو اندازې د جزايي اجراتو د قانون له مخې ټاکل کيږي.
محکمه د نقدي جزا د ټاکلو په صورت کې د جزا قانون د ( ۱۰۸ ) مادې له مخې  لاندې حالت په پام کې نيسي او يا هم په پام کې نيولې باندې يې محکمه مکلفه ګڼل کيږي:
١:د جزايي هدف تاْمين يانې محکمه به ګوري د نقدي جريمې په صورت کې جزايي هدف په ښه شکل تامين کېدلای شي يانه مثلاً يو شخص د يو جرم مرتکب ګرځېدلی چې دغه جرم لپاره قانون د حد اکثر او حد اقل اندازه ټاکلې يا دا چې نقدي جزا او حبس دواړه يې پېش بيني کړي، نو دلته به محکمه ګوري چې په کوم حالت کې جزايي عدالت ښه تامينيږي هماغه حالت دې پرې تطبيق کړي.
٢:د ارتکاب کوونکي شخص ،اقتصادي او اجتماعي حالونه يانې محکمه به د شخص اقتصادي او اجتماعي حالت ته ګوري بيا به پر هغې د نقدي جزا حکم کوي، مثلاً که چېرته يو شخص غريب وي او د غريبۍ له کبله يې دغه جرم ته مخه کړي او په دې حالت کې د نقدي جزا حد اقل او حد اکثر شتون ولري، نو محکمه دې په دې حالت کې په حد اقل حکم وکړي، نه په حد اکثر ځکه دغه شخص له غريبۍ نه دې جرم ته مخه کړي وي، که چېرته په ده باندې حد اکثر تطبيق شي، نو دا به د ده لپاره ډېره درنه تمامه شي او د جزا هغه اصلي هدف چې د مجرم اصلاح او د ټولنې د عدالت تامين دی هغه به په ښه شکل نه وي ترسره شوي.
٣:د هغي ګټي اندازه چي د جرم د ارتکاب څخه حاصل شوي يا يي د حاصلولو هيله کيږي  يانې محکمه دې ته وګوري چې جرم په کومه اندازه وخيم ثابتېدلای شو يا ثابت شوی دی وروسته له هغې پرې د نقدي جزاء حکم تطبيق کړي داسې نه شي چې يو شخص د يو پوړۍ پوډر خرڅوي، د هغه سزا د هغه قاچاقبر سره چې د لس کيلو ګرامه هيرويينو سره نيول کيږي يو شان او يو اندازه وټاکي.
٤. د هغه حق ښيګڼي نوعيت چې پرې تيری شوی دی. يانې محکمه به دې ته ګوري چې کوم زيان نوموړي بل شخص ته اړولی هغه ترې څومره زيانمن شوی يا يې ټولنې ته څومره زيان رسېدلای داسې نه شي چې د يوې عادي ښيښې ماتول چې نورو خلکو ته يې زيان نه وي رسېدلای څو زرو افغانيو ته ورسيږي. او نه داسې شي چې محکمه د خپل صلاحيت له مخې چې لري د نقدي جزا اندازه تر دوه چنده په داسې حالت کې بوځي چې د محکوم عليه د ټولې شتمنۍ د له منځه تللو سبب وګرځي، ځکه په محکوم عليه د نقدي جزا تطبيقول يوازې په هغه د دې جزا تطبيق نه دی بلکې تر ډېره حده د هغې په کورنۍ هم دغه جزا تطبيقيږي ځکه د ده سرمايه د ده د کورنۍ د تمويل يوازېنۍ منبع وي او که چېرته دا له منځه ولاړ شي، نو کورنۍ به يې له ستونزو سره مخ شي.



Post a Comment

0 Comments