د پښتو غزل راتلونکی


د پښتو غزل راتلونکی
          په داسې حال کې چې دنيا د يو بدلون او انقلاب په درشل کې ولاړه ده او دغه بدلون له ځان سره شايد مثبتې پايلې و نه لري ، دا پوښتنه کول چې دپښتو غزل راتلونکی به څنګه وي ؟  ددې نه زيات مناسبه داده چې ووايو د پښتو ادب راتلونکی به څنګه وي ؟ ځکه دغه يوازې پښتو غزل ته نه ، بلکې هر صنف او په بشپړه توګه ادب ته راپېښه ده .
         ولې چې ځمکنيو بحرانونو انسان تر ډېره حده په ذهني توګه اغېزمن کړی په داسې حال کې چې پښتون قام په مستقيمه او غير مستقيمه توګه استحصاليږي ،نړۍ وال قوتونه پښتانه د مختلفو دسيسو په وسيله اشغالوي او غواړي په يوه محدوده دايره کې يې ګېر کړي ،نو په داسې حال کې په رښتيا هم د خپلو تهذيبي اقدارو ساتنه او پالنه او د هغې په اړه سوچ کول يو مهم او اړين کار دی .
       که ساينسي پرمختګونه او ماشيني ايجاداتو انسان ته اسانتياوې برابرې کړې ،نو له ځان سره يې يو څه نوې کشالې هم راوړې دي  چې د هغې له کبله ډېرې اندېښنې هم راولاړې شوي دي  او دې اندېښنو ته ځواب پيداکول د هر ليکوال مسؤليت دی .
      د ساينس او ادب ترمنځ که هرڅو ظاهري واټن ليدل کيږي او يو د بل ضد ښکاري ولې چې ساينس په تجروبه ولاړ دی او د ادب ماڼۍ په تخيل ودانه ده .
      تجربه د واقعيتونو په وجود کې راځي او تخيل د ځان سره د نوي واقعيتونو نوي امکانات راوړي ،خو په حقيقت کې دا دواړه يو تر بله مرستندويه دي ، ساينسي پرمختګ په فکري توګه ادب پياوړی کوي او ادب د ځان سره د ساينسي تجربې لپاره نوي مواد راټولوي .
       خو د دې دومره نژدې تړون باوجود ساينسي پرمختګ يو څه خنډ د ادب په لاره کې پيدا کړی دی ، کمپيوټر ، انټر نيټ ، مبايل او داسې نور و ايجاداتو د کتاب او انسان ترمنځ ډېر واټن پيداکړی ، دا ټول هغه پرمختګونه دي چې د ځان سره د ملکي او قامي بقا په اړه اندېښنې او وسوسې زېږوي ، چې د ذهني بحران لامل ګرځي  ، نو په داسې حال کې چې يو انسان د دومره ذهني ستونزو سره مخ وي ، نو د هغې نه به د ادب دابندې په اړه څه تمه وشي ؟ خو له نېکه مرغه پښتو ادب تر اوسه په ټوليزه توګه د دې پرمختګ له منفي اثراتو نه دی اغېزمن شوی ، چې مونږ يې د اينده په اړه اندېښمن شو ، بلکې پښتو ادب لکه د نورو ژبو د ادبياتو سره اوږه په اوږه دغې بدلونونو سره مزل کړی او ټول هغه امکانات يې په خپله ځولۍ کې د ځان سره رانغاړلي دي ، چې وخت يې غوښتنه کوي او بيا پښتو شاعرۍ خو په دغه لاره کې خپل مقام لومړی کړی دی  .
      چې په شعري اصنافو کې غزل هم دغه بدلونونه په پام کې نيولی او له عصري ضروريتونو يې لمن نه ده راټوله کړې ، تر اوسه پښتو غزل په دغه سفر کې ټول هغه څه له ځان سره راوړي ، په کوم چې يو صنف ژوندی پاتې کېدی شي.
      غزل د پښتو شاعرۍ هغه صنف دی چې زمونږ ډېر خيالات او افکار ، د جذباتو او احساساتو ، د ماضي او حال ، د خلکو ذهني رجحاناتو او تهذيبي اقدارو زياته برخه په دې صنف خوندي ده .
      غزل د پښتون قام په زړه کې داسې ځای پيداکړی چې کله به هم ورک نشي ، ځکه د مختلفو اصنافو لکه : ازاد نظم ، هايکو اونورو صنفونو مشهورېدو تر اوسه هيڅ قسم بده اغېزه په پښتو غزل نه ده کړې او نه پښتو غزل په خپل سفر کې له دوی وروسته پاتې شوی دی ، بلکې د شاعرۍ په لومړي صف کې  د خلکو د ذهن د هوساينې او فکري بلوغيت لپاره يې د ځان د اثبات جواز راوړی دی، نو ځکه په ډاډه زړه دا ويلی شو چې د پښتو غزل راتلونکی ډېر روښانه دی او د هوساينې پرمختګونو سره به نوره هم په پښتو غزل راتلونکی ډېر روښانه دی او د ساينسي پرمختګونو سره به نوره هم په پښتو غزل کې پوخوالی راشي . په دې برخه کې د هغو نکتو يادونه لازمه ګڼم چې د کلاسيک دور په ښو غزل ليکونکو کې ليدل شوی او محسوس شوی او د راتلونکی دور غزل ليکونکو لپاره يې عملي کول اړين او ضروري دي چې په نظر کې نيولو سره به يې په پښتو غزل کې نور نوښت او پوخوالی هم راشي :
1.   هر غزل ليکونکي ته په کار ده چې لومړی د خپلې شعري سرمايي څخه ځان خبر وساتي د هغې په ژور نظر مطالعه وکړي . د مضمون او منځپانګې د بيانولو انداز ته دې هم ښه فکر وکړي ، شعري صنعتونه ، استعارې ، کنايې ، تشبېهات ، ترکيبونه او سمبولونه دي په داسې انداز استعمال کړي چې د ورځني ژوند سره نزديکت ولري .
2.   هر غزل ليکونکي ته په کار ده چې ځان د خپلې ژبې په صوتي اهنګونو او صوري جوړښتونو پوه کړي ، د ژبې په ګرامري اصولو پوه وي او د خپلې ژبې د لغوي پانګې ذخيره هم ولري ،ځکه چې دا کار به ورسره په تخليقي  سفرکې ډېره مرسته وکړي.
3.   بايد زمونږ نوي غزل ليکونکي د ژبې د کره والي لپاره داسې الفاظ او لغتونه رانه وړي کوم چې سوونه کلونه مخکې متروک شوي وي، ځکه چې هغه لفظونه د نن ورځې د ذهني رويې سره جوړښت نه خوري ، ډېر ځله داسې کيږي چې په داسې لفظونو دغزل تغزل او شعريت ته زيان رسيږي ، که نن هم د خپلو ښو غزل ليکونکو غزلونه ولولو، نو د هغوی غزلونه به د همدې ځانګړنې برخمن وي ،چې بېلګه يې د صديق پسرلي او پيرمحمد کاروان شاعري ده چې د نورو خوبيو ترڅنګ يې يوه خوبي دا ده چې د ژبې د مصنوعي کره والي کوښښ يې ندی کړی .
4.   بايد زمونږ د راتلونکي دور غزل ليکونکي د غزل ژبه عامه او ولسي وي . د ډېرې پيچيده ګۍ دې لاس په سر شي او کوښښ دې وکړي چې په خپل غزل کې ساده ګي راولي لکه حمزه بابا چې وايي:                                                                                                                 ((ستا به کمال د سخن داوي چې ساده کړې ژبه ))
5.   د راتلونکي دور غزل ليکونکی بايد دې خبرې ته پوره پاملرنه وکړي چې هغه په شعر کې څه وايي؟ هغه د طبيعت سره څومره نزديکت لري؟ ايا هغ د شعري منطق له رويه درست دی؟ نو بايد له غيرې طبيعي ترکيبونو او تجربو تېر شي ،ځکه راتلونکی دور د عقل او ساينسي منطق دور دی ،نو بايد دې اصل ته هم پام وشي.
6.   د راتلونکي دور غزل ليکونکی بايد د شعري صنعتونو نه خبر وي او د هغې په سم او صحيح استعمال پوه وي چې په دې کار د پوهېدلو لپاره د کلاسيک دور شاعري لوستل يو ضروري کار دی او بغير د استادانو د شاعرۍ له مطالعې ناشوني دی.
7.   د راتلونکي دور غزل ليکونکي بايد د حقيقت پسندۍ له داسې اظهاره ډډه وکړي چې په هغې سره د غزل هنري ارزښت راکميږي ، بلکې د اظهار داسې پيرايه دې خپله کړي چې د يوځانګړي وخت پورې ونه تړل شي او د وخت په تېرېدو سره خپل ارزښت له لاسه ور نه کړي.
8.   د راتلونکي دور غزل ليکونکي بايد د غزل منځپانګې ته هم پوره پاملرنه وکړي ، بايد غزل يوازې د سرو شونډو او غټو سترګو د توصيف او ستاينې لپاره ځانګړی نکړي ، بلکې د ژوند سره تړلي ټول موضوعات دې د خپل غزل برخه کړي ، هغه که ځمکني وي او که خيالي ، فلسفيانه وي او که نور موشوعات ، خو بايد د غزل معنوي خوا په دې سره درنه کړي.
9.   بايد دراتلونکي دور غزل ليکونکي په خپل غزل کې  اخلاقي قدرونه مراعت کړي ،خپل جذبات او احساسات په داسې پيرايه کې بيان نه کړي چې هغه د د بداخلاقۍ په زمره کې راځي ،ځکه داسې شاعران هيڅکله په ټولنه کې مقبوليت نه شي تر لاسه کولی
10.د راتلونکي دور غزل ليکونکي بايد  د خپلې ژبې د شعري پانګې ترڅنګ بايد د نورو ژبو مطالعه هم وکړي او په ځانګړې توګه د هغه ژبو شاعري ولولي چې کومو سره چې مونږ نژدې اړيکې لرو ، چې په هغې کې فارسي ، عربي او اردو په لومړي قدم کې راځي ، دا هغه ټکي دي چې زه يې د راتلونکي غزل لپاره يو پوخ تهداب په حيث ګڼم کوم چې په مراعت  کولو سره به يې پښتو غزل روښانه او کاميابه راتلونکی ولري او له هر قسم زواله به يې په امان وساتي.




Post a Comment

0 Comments