بين المللي سازمانونه


بسم الله الرحمن الرحيم
بين المللي سازمانونه
څرنګه چې په نننۍ نړۍ کې انسانانو په خورا پرمختللي او مترقي ډول خپل ژوند ته د سوکالۍ، اسوده ګۍ او ارامتيا يو نوى رنګ وربخښلى دى. په ننۍ متمدني او مترقي نړۍ کي انسانان نشي کولاى چې په يواځي ډول ژوند وکړي او د خپل هيواد د قلمرو د سرحداتو په داخل کي محدود پاتي شي بلکي انسانان مجبور دي چې د خپلو ټولنيزو، اقتصادي، سياسي، فرهنګي چارو د سمون او پرمختګ لپاره د مختلفو ملتونو، قومونو او پرګنو سره هر اړخيزه مراودې او روابط ولري همدا علت دى جې د هيوادونو او ملتونو تر منځ بين المللي روابطو په دومره کچه پرمختګ کړى دى چې بې ساري پراخي نړۍ د يو کلي حيثيت غوره کړى دى همدا پراخه او هر اړخيزه روابط او مراودات د ملتونو تر منځ د بين المللي ټولنو د ايجاد باعث ګرځيدلي چې بالمقابل دا بين المللي سازمانونه د دولتونو تر منځ د مستحکمو اړينو روابطو په تحکيم کې يو بارز او عمده رول لوبوي او همدارنګه د بېلابېلو ملتونو او ولسونو تر منځ د معاونت، همکارۍ او ورورګلوۍ يو اساس جوړوي چې د نړۍ دملتونو لپاره د سوکالۍ او پرمختګ پيغام ته نوي ساه ورکوي.
څرنګه چې بين المللي سازمانونه د بين المللي روابطو په غښتلتيا کي يو اساسي رول لوبوي نو بين المللي سازمانونه د دولتونو او هيوادونو هغه اجتماع او ټولني ته وايې چې د مشخصو او معينو سياسي، اقتصادي، کلتوري، اجتماعي او نورو اهدافو د لاس ته راوړلو په خاطر يو د بل سره همکاري کوي.
دا چې بين المللي سازمانونه د هيوادونو تر منځ د همکارۍ په موخه د بين المللي معاهداتو په اساس منځ ته راځي نو په بين المللي مستوى د دولتونو تر منځ د سولې او جوړجاړي د ټينګښت لپاره مهم حيثيت لري او زمونږ د بحث يوه مهمه موضوع تشکيلوي چې د هغې د ښه څېړلو په موخه په لاندي موضوعاتو رڼا اچوو.


لمړى مبحث:
د بين المللي سازمانونو ټولنيز خصوصيات:
څرنګه چې بين المللي سازمانونه د بين المللي معاهداتو په اساس د مشخصو او معينو اهدافو لکه سياسي، اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او نورو د لاس ته راوړلو په خاطر د مرستې او ملتيا په موخه رامنځ ته کيږي تر څو په کامل استقلال او ازادۍ سره خپلو کړنو او فعاليتونو ته په مستمر او دوامداره شکل سره دوام ورکړي چې ددې هدف د سرته رسولو په خاطر بايد د منظمو اداري تشکيلاتو باوجود د بين المللي حقوقي شخصيت لرونکي هم وي ددې لپاره چې د بين المللي سازمانونو په ټوليزو خصوصياتو ښه پوه شو لاندي موضوعات څېړو.[1]
١- جز: د بين المللي سازمانونو تعريفات:
بين المللي سازمانونه د هيوادونو د اجتماع او ټولني څخه عبارت دي چې د مشخصو اهدافو د لاس ته راوړلو په خاطر يودبل سره همکاري کوي او دمنظمو تشکيلاتو او خاص چارتر او منشور لرونکي وي ، يا بين المللي سازمانونه عبارت دهغه اورګانونو څخه دي چې د بين المللي معاهداتو په اساس چې هغه د دولتونو له خوا لاسليک شوي او يا غير د دولتي مراجعو له خوا لاسليک شوي وي، منځ ته راغلي دي.
د پورتنيو تعريفاتو څخه داسي معلوميږي چې بين المللي سازمانونه په دوو برخو ويشل شوي چې هغه عبارت دي د دولتي بين المللي سازمانونو او غير دولتي بين المللي سازمانونو څخه چې د ښه بحث په منظور هر يو څېړو.
I- غير دولتي بين المللي سازمانونه:
 غير دولتي بين المللي سازمانونه عبارت د هغه سازمانونو څخه دي چې د خصوصي اشخاصو په واسطه د بين المللي معاهداتو په اساس را منځته کيږي يا غير دولتي بين المللي سازمانونه هغه سازمانونه دي چې خصوصي افراد يې د نړيوالو معاهداتو په ترڅ کې چې په خپلو منځو کي يې ايجادوي را منځته کيږي.[2]
همدارنګه د ملګروملتونو د سازمان د اقتصادي او اجتماعي شورى د قطعنامې د ٢٨٨ نمبر شمارې له مخي غير دولتي بين المللي سازمانونه داسي تعريف شوي:
 هر هغه بين المللي سازمان چې د داسي معاهدو پر اساس چې په هغې کي دولتونو برخه نه وي اخستي، رامنځه شوى وي، د غير دولتي بين المللي سازمانونو په نوم ياديږي.
دا تعريف اګر که ساده او بسيط معلوميږي او ددې تعريف له مخي هر څوک کولاى شي چې په اسانۍ سره غير دولتي بين المللي سازمانونه وپيژني مګر بياهم دغه تعريف د حقوق بين الملل د علماوو د انتقاد څخه خالي نه دى او هغوى وايې چې دا يو جامع تعريف نه دى، نو ځکه دوى غير دولتي بين المللي سازمانونه داسي تعريفوي:
غير دولتي بين المللي سازمانونه هغه سازمانونه دي چې څو خصوصي افرادو په مشترک ډول پا په مختلط ډول بيدون له هر نوع بين الدول معاهدو په اساس تاسيس کړي وي او په هغې کي خصوصي اشخاص که حقيقي وي او که حقوقي او يا هم عمومي اشخاص چې د مختلفو تابعيتونو درلودونکي وي، په خپلو منځو کي سره راټول شوي وي.[3]
د ارنګه بين المللي سازمانونه په مختلفو ساحو کي مختلف فعاليتونه تر سره کوي،مثلاً د بشري همکاريو په برخه کي د سره صليب ادارې څخه يادونه کولى شو. همدارنګه په علمي او فرهنګي ساحه کي د حقوقي بين المللي موسسې، مذهبي ساحه کي د کليساو نړيواله شورى، په فني ساحه کي ياتا، په ورزشي ساحه کي د المپيک بين المللي کمېټې او په سياسي ساحه کي د بين المجالس اتحاديې څخه يادونه کولاى شو.
حقوق پوهان وايې چې د دا ډول سازمانونو شمېر ډير زيات دى چې تقريباً ١٠٠٠٠ څخه يې تجاوز کړى. ددې ټولو په نمايندګۍ دا به ښه وي چې د نړيوال سره صليب يا Red Cross  څخه يادونه وکړو.خو ددې څخه مخکي د غير دولتي سازمانونو خصوصيات ذکر کوو. يعني داچې کوم غير دولتي بين المللي سازمان کولاى شي چې د بين المللي حقوقو په چوکاټ کي مطالعه شي.[4]
نو ددې سوال د ځواب لپاره بايد ووايو چې يو غير دولتي بين المللي سازمان بايد دا لاندنۍ ځانګړتياوي ولري تر څو د بين المللي حقوقو په چوکاټ کي مطالعه شي:
١- د عام المنفعه (عامه خير او مصلحت) ځانګړتيا درلودل: ددولتي بين المللي سازمانونو برخلاف د غير دولتي بين المللي سازمانونو هدف او موخه د ګټي او مفاد لاسته راوړل نه وي، بلکي د دوى کارونه د عامه منفعت، خير او مصلحت په منظور ترسره کيږي.
٢- د بين المللي حقوقي شخصيت درلودلو ځانګړتيا: يو مهم سوال په دې هکله راپيدا کيږي چې آيا غير دولتي بين المللي سازمانونه د بين المللي حقوقي شخصيت په توګه ګڼلاى شو او که نه؟
ددې سوال په ځواب کې د بين الملل حقوقو د علماوو تر منځ اختلاف موجود دى مګر کولاى شو چې په مجموع کي د دوى تر منځ تفکيک وکړو. او دا تفکيک د دوى د کړنو (فعاليتونو) څخه څرګنديږي. ځکه بعضي د دوى له جملې د هغه فعاليتونو له مخي چې دوى يې اجراء کوي عيناً د دولتي سازمانونو په شان ګڼل کيږي. لکه دسره صليب  بين المللي کمېټه، همدارنګه د هوايې حمل ونقل بين المللي اتحاديه (ياټا) لکه چې په دې هکله د عدالت د بين المللي محکمې مشورتي ديوان داسي صراحت لري: "سازمانونو ته نړيوال حقوقي شخصيت د عضوه هيوادو په وجه نه، بلکي د دوى د اعمالو او فعاليتونو په اساس چې په بين المللي سطحه يې اجراء کوي، ورکول کيږي."
مګر بعضي نور سازمانونه ولوکه په بين المللي سطحه حقوق او وجايب لري، مګر دا چې دارنګه سازمانونه د دولتونو د داخلي قوانينو مطابق تاسيس کيږي نو ځکه د بين المللي حقوقي شخصيت د درلودلو څخه عاجز دي لکه بي  مرزه ډاکټران[5].
٣- د منظمو تشکيلاتو د درلودلو ځانګړتيا: غيردولتي بين المللي سازمانونه بايد يو منظم او منسجم اداري تشکيلات ولري ځکه نن سبا مونږ ګورو چې د دارنګه سازمانونو شمېر ډېر زيات دى نو ددې لپاره چې دوى خپل امور په ښه او احسنه طريقه سره اجراء کړي وي، نو لازمه ده چې په خپلو اداري جوړښتونو کي منظم تشکيلات ولري. د سازمانونو د فعاليتونو په انسجام او منظموالي کي يوه بين المللي اتحاديه چې د بين المللي انجمنونو اتحاديه په نوم ياديږي موجوده ده تر څو د سازمانونو په منځ کي يو غږي او هماهنګي راوستلى شي چې دا اتحاديه په بروکسل کي قرار لري.
٤- د کړنو او فعاليتونو د بين المللي والي ځانګړتيا: د غير دولتي بين المللي سازمانونو يوه بله ځانګړتيا د هغوى د فعاليتونو د بين المللي والي ځانګړتيا ده. دا معنا چې د يو غير دولتي سازمان فعاليتونه بايد د يو هيواد د قلمرو او سرحداتو پوري محدود نه وي، بلکي د دوى فعاليتونه بايد د څو هيوادو سرحدات په بر کي ونيسي. لکه چې په دې هکله د بين المللي انجمنونو اتحاديه په ١٩٨٣ز   کي داسي اعلام کړى: "يو غير دولتي بين المللي سازمان بايد حد اقل په درې هيوادو کي فعاليت ولري او حد اقل د درې دولتونو اتباع په دې سازمان کي شامل وي".
دا هغه خصوصيات او ځانګړتياوي وې چې له مخي يې مونږ ويلاى شو چې کوم سازمانونه د بين المللي حقوقو په چوکاټ کي مطالعه کيداى شي.
II- دولتي بين المللي سازمانونه:
دولتي بين المللي سازمانونه عبارت د هغه سازمانونو څخه دي چې د دولتونو له خوا د بين المللي معاهداتو پر اساس رامنځته شوي وي. يا دولتي بين المللي سازمانونه هغه سازمانونه دي چې يو څو دولتونه په خپلو منځو کي سره کښيني او د خپلو اهدافو د برآورده کولو لپاره د بين المللي معاهدو په اساس سازمانونه رامنځته کوي[6].
اولين دولتي بين المللي سازمان (چې هغه هم په کامل شکل نه وو) په ١٨١٥ز   کال د وين د تړون په اساس تاسيس شوى چې ويل کيږي د سازمانونو په تاريخ کي لومړنى بين المللي سازمان دى[7]. له دې وروسته په تدريج سره بين المللي سازمانونو انکشاف وکړ او په نتيجه کي يې اوسنى شکل اختيار کړ.
د دولتي بين المللي سازمانونو د جملې څخه د Nato، Eu  او داسي نورو  يادونه کولاى شو چې په خپل وخت کي به يې انشاء الله تشريح کړو.


٢- جز: په بين المللي سازمانونو کي د ګډون او ملتيا خصوصيت:
ددې جز په ضمن کي به مونږ دا مطالعه کړو چې د کومو شرايطو او خواصو په درلودلو سره يو دولت کولاى چې په بين المللي سازمان کي ګدون وکړي؟
ددې سوال د ځواب لپاره ويلاى شو چې ځيني شرايط او ځانګړتياوي شته چې له مخي يې يو دولت کولاى شي چې په يو بين المللي سازمان کي غړيتوب  واخلي، دا شرايط په لاندي ډول دي[8]:
الف: ددولتونو ازادانه ګډون او همکاري:
په دې معنا او مفهوم چې دولتونه بايد سياسي حاکميت او استقلال ولري، کوم چې د بين المللي حقوقو له نګاه نه دوى ته ورکړل شوي دي. ځکه که چيري مونږ دا اصل ونه منو نو بيا به يو څو ډلګي خلک سره راټوليږي او ددولت په نوم به ځان د بين المللي سازمانونو په غړيتوب مني چې دا کار ددولتونو د حاکميت او استقلال څخه خلاف کار دى. دا چې صرف مستقل هيوادونه کولاى شي په بين المللي سازمانونو کي عضويت واخلي، نو ددوى عضويت اخستل او يا نه اخستل بيا هم ددوى په اختيار کي دي، نو ځکه مونږ ويلاى شو چې په بين المللي سازمانونو کي مشارکت او همکاري په مختلفو شکلونو صورت نيسي چې ځيني يې دادي:
اول: سازمان ته د ورګډيدو څخه امتناع کول: آزاد او مستقل هيوادونه مجبور نه دي چې حتماً په يو سازمان کي غړيتوب ولري بلکي کولاى شي چې باوجود دنورو هيوادو د غړيتوب څخه په يو بين المللي سازمان کي هيڅ عضويت وانخلي. لکه د امريکا نه ورګډيدل په جامعه ملل سازمان کي. سره ددې چې دا سازمان امريکا رامنځته کړى هم وو.
دوهم: د سازمان په اموراتو او کړنو کي د برخه اخستو څخه امتناع: يو هيواد کامله ازادي لري چې د يو داسي سازمان په چارو کي چې غړيتوب هم پکي لري، برخه وانخلي لکه په ١٩٥٠ز   کال کي د شوروي اتحاد برخه نه اخستل د امنيت شورا په غونډو کي.
دريم: د سازمان څخه د اخراج ازادي: څرنګه چې هيوادونه په يو سازمان کي د عضويت په اخستلو کي ازادي لري په هماغه اندازه ازادي د يو سازمان څخه د اخراج په هکله هم لري. لکه المان او شوروي چې په خپل وخت کي يې د جامعه ملل د عضويت څخه ځان اخراج کړ. همدارنګه په دې هکله د اندونيزيا   يادونه کولاى شو چې په ١٩٦٥ کي يې د يو څه وخت لپاره د ملل متحد څخه خپل عضويت ترک کړ. همدارنګه ايران او پاکستان هم په ترتيب سره په ١٩٧٩   او   ١٩٧٦   کلونو کي د سنټو د سازمان څخه اخراج اعلان کړ.
ب: په بين المللي سازمانونو کي د ثالثو هيوادونو د ګډون ازادي:
زياتره بين المللي سازمانونه په خپلو اساسنامو کې ددې يادونه کوي چې نور هيوادونه هم کولاى شي چې دې سازمان کي برخه واخلي، يعني د سازمانونو دروازې اکثراً د نورو هيوادو پر مخ خلاصي وي خو متقابلاً يو سازمان دا هم کولاى شي چې د يو هيواد د عضويت څخه خود داري وکړي. لکه تر ١٩٧٠ز   کال پوري ملل متحد د کمونستي چين د عضويت څخه خود داري کوله.
ج: د هيوادونو د عضويت د اخراج او يا دعضويت  په تعليق اچولو ازادي:
يوه بله نوع ازادي چې سازمانونه د هغې څخه برخورداره دي هغه د هيوادونو د عضويت په تعليق اچولو او يا اخراجولو څخه عبارت ده. لکه د امريکايي هيوادونو د سازمان له خوا په ١٩٦١ز   کال کي کيوبا  له دې سازمان څخه اخراج کړه اويا هم د تايوان اخراج د ملل متحد د سازمان څخه په ١٩٧١ز   کال کي[9].  



[1] احمدزى ميرويس بين المللي سازمانونه     ننګرهار پوهنتون حقوقو او سياسي علومو پوهنځى١٣٨٣هــ ش.
[2]  دانش پوهاند حفيظ الله حقوق بين المللي عمومي    ننګرهار اسلامي پوهنتون حقوق او سياسي علومو پوهنځى١٣٨٥هـ ش
[3]  بيگدلي داکتر محمد رضا ضيايي      حقوق بين المللي عمومي چاپ بيست و يکم کتابخانه گنج دانش ١٣٨٤هـ ش.
[4]  بيگدلي داکتر محمد رضا ضيايي      حقوق بين المللي عمومي چاپ بيست و يکم کتابخانه گنج دانش ١٣٨٤هـ ش.
[5]  بيگدلي داکتر محمد رضا ضيايي      حقوق بين المللي عمومي چاپ بيست و يکم کتابخانه گنج دانش صفحه ٢٦٧ ١٣٨٤هـ ش 
[6]  دانش پوهاند حفيظ الله حقوق بين المللي عمومي    ننګرهار اسلامي پوهنتون حقوق او سياسي علومو پوهنځى  ليکچر نوټ  ١٣٨٥هـ ش
[7]   بيگدلي داکتر محمد رضا ضيايي      حقوق بين المللي عمومي چاپ بيست و يکم کتابخانه گنج دانش صفحه  ٢٠٩ کال  ١٣٨٤ هـ ش
[8]   بيگدلي داکتر محمد رضا ضيايي      حقوق بين المللي عمومي چاپ بيست و يکم کتابخانه گنج دانش صفحه  ٢١٠کال  ١٣٨٤            
[9]   بيگدلي داکتر محمد رضا ضيايي      حقوق بين المللي عمومي چاپ بيست و يکم کتابخانه گنج دانش صفحه ٢١٠     کال ١٣٨٤ه‌‌ـ ش    

Post a Comment

0 Comments