ټولنيز احساس که ځاني فکر



د نوي کال دوهمه ورځ وه، سهارني باران خپل زړه ښه يخ کړی وو، نور نو تم و، وريځو خپل ځای ورو ورو لمر ته پرېښوده، خو بيا هم ځای ځای خړې تورې ورېځې وې اسمان لا په پوره توګه شين نه، د مازيګر زېړ لمر خپل زرينې وړانګې لکه د سهار څرک په څېر ښوولې او د ورېځو له تورو تيارو سره لاس او ګرېوان و، ته به وايې د پټ پټوني لوبه کوي.
زه د تعمير له سره په ننداره ووم، نننۍ ورځ د ښاريانو ګڼه ګوڼه هم کمه وه، شايد چې ځينې ښاريان به کليوالي سيمو او نورو ځايونو ته په مېلو تللي او کاروباريانو بيا اکثره د نوي کال په مناسبت پيل کړې رخصتي لا پای ته نه و رسولې
د ورېدلي باران له کبله نن د ښار هوا پاکه ښکارېده، خو بيا د ښار په هره کوڅه کې ډنډ اوبه د دې ښار د يو بد کلتور او د ښاروالۍ د بې کفايتۍ يو ښه ثبوت و، ځای ځای په هره کوڅه او سړ ک اوبه ډنډ ولاړې وې چې د تېرېدونکو موټرو له ټايرونو سره به وړاندې وروسته تيت شوې او څو لحظې وروسته بېرته په هماغه پخواني حالت راټولې شوې، ما هم ننداره کوله شاوخوا مې کتل او د خپل دولت په کمزورۍ او د ملت په بې غورۍ مې افسوس راته له ځانه سره مې ويل چې دولت خو ځه ځينې ستونزې او مشکلات شايد ولري، خو ملت ولې په خپله خپل ځان له ستونزو سره مخ کوي، دومره خو د هر چا وس رسيږي چې دومره جګ بلند منزلونه جوړوي، نو تر مخ يې يو لښتۍ هم وباسي ايا شتمنه پوړۍ د خپل ملت لپاره دومره هم نشي کولای؟
لا په همدې خوبونو کې غرق ووم، چې ناڅاپه مې د يو سړک په منځ کې په يوه کراچي وان ولګېدې چې په خپلو لپو کې د سرک د منخ اوبه رااخلي او په خپله کراچۍ کې يې اچوي، يوه شېبه له ځان سره فکر واخيستم په زړه کې مې سل بلاګانې دده په نورو شتمنو پوړيو واچولې له ځانه سره مې وويل چې له هغوی خو دا هم ښه دی هم دومره وس يې چې رسيږي، خپل مسئوليت اداء کوي زړه مې غوښتل چې له هغه سره ملګرتيا وکړم او زه هم ورسره مرسته وکړم، ترڅو په ګډه د سړک منځ اوبه په يوه لښتي کې چپه کړو، خو دا ناشونې وه، ځکه زه له هغه ځايه ډېر لرې او په څوم منزل کې ووم چې يوازې په کښته کېدو مې لس دقيقې لګېدلې، لا هم په همدې يوه دوه کې ووم چې ورشم که ورنشم په دې حالت کې مې پام شو چې د سړک له غاړې يې يو څه راپورته کړ، څو ځله يې په لاس ګاډي کې وګرځاوه، فکر کوم لرګی يا کوم بل تېره څيز به و، بيا په سړک ور ټيټ شو څو لپې اوبه يې بيا لاس ګاډي ته ورواچولې بيا يې هم هماغه څيز راواخيست د لاس ګاډي دننه يې څو څو ځله خپل لاس وګرځاوه له هغې وروسته يې لاس ګاډۍ روان کړ، څو قدمه چې وړاندې ولاړ خپل لاس ګاډۍ يې څو څو ځله کله يو خوا او کله بله خوا کوږ راکوږ کړ او بار کړې اوبه يې بېرته شاوخوا دانه وانه وشيندلې او هغه جذبه، ولوله او عزت يې چې زما په زړه کې راويښ کړی وو، بېرته يې له خاورو سره خاورې کړ او په خپله مخ لاړ.
پټان افغان

Post a Comment

0 Comments