هغه رښتيا چې د نورو د توبې سبب وګرځي



حضرت شيخ عبدالقادر جېلاني رح فرمايلي دي چې ما د خپل کار بنياد په صدق کېښود او د هغه صورت حال څه داسې وو، چې زه د علم د زده کړې لپاره بغداد ته لاړم زما مور ما ته څلوېښت دراهم راکړل او له ما نه يې د رښتيا ويلو وعده واخيسته بيا کله چې مونږ د همدان خاورې ته ورسېدو د عربو خلک زمونږ خوا ته راغلل او قافله يې محاصره کړه له هغو نه يو سړی زما خوا ته تېر شو له ما نه يې پوښتنه وکړ چې له تاسره څه دي ؟
ما ورته وويل چې څلوېښت ديناره
هغه فکر وکړ چې زه درواغ وايم هغه زه همداسې پرېښودم او رانه روان شو
دوهم سړی راغی او هغه رانه پوښتنه وکړ چې له تاسره څه دي؟
 ما وويل څلوېښت ديناره
هغه زه له لاسه ونيولم او خپل سردار ته يې بوتلم
د هغوی سردار هم له مانه پوښتنه وکړه له چې له تا سره څه دي؟
ما هغه ته هم صفا صاف وويل چې څلوېښت ديناره
هغه راته وويل چې تا ته چا د رېښتيا ويلو ويلي دي ؟
نل ړراع ړړيل چې زما مور له مانه د رېښتيا ويلو ژمنه اخيستې ده چې زه به هر وخت رېښتيا وايم ، نو ځکه ما له مور سره د کړې ژمنې له کبله چې چېرته ماته نشي، رېښتا وويل
هغه چې دا خبره واورېده نو يوه چېغه يې ووهله او خپلې جامې يې وشلولې او وې ويل دا له خپل مورسره د کړې ژمنې له ماتېدو وېريږي مګر زه له خدای سره د کړې ژمنې په ماتولو نه وېرېږم!
بيا هغه خپلو ملګرو ته وويل چې د قافلې له خلکو نه مو چې څه اخيستي دي هغه بېرته ور کړئ
او ويې ويل چې زه د خدای له وېرې ستا په لاسونو کې توبه کوم د هغه ملګرو چې د خپل سردار حالت وليد ويې ويل څنګه چې ته زمونږ د ډاکو لوی سردار وې اوس د توبې کولو نه پس هم زمونږ سردار يې او ټولو د رېښتيا ويلو ژمنه وکړه ، توبه يې وويسته او د غلا او ډاکو کار يې پرېښود.

کتاب : احسن الحکايات يعنې ښکلې قصّې
ليکوال : مولانا مفتی عاسم عبدالله صاحب
ژباړن : محمد خليل صاحب

که چېرته د پورته ليکنې په اړه کومه تبصره لرئ نو په Comment  کې وليکئ ترڅو نور لوستونکي هم ستاسې له نظره برخمن شي مننه

Post a Comment

0 Comments