درې ګوناهونه د حضرت عمر رضی الله عنه د وخت يوه مهمه واقعه


يوه شپه حضرت عمر رضی الله عنه په مدينه منوره کې ګشت کاوه، هغه مبارک د يوې دروازې په چاود کې وکتل، ګوري چې يو بوډا شراب څښي، هغه رضی الله عنه د کور په دېوال واوښت او هلته دننه شو. هغه بوډا د عمر رضی الله په ليدو وويل : ای امير المؤمنين مايوه ګوناه کړې وه او تا درې ګوناهونه وکړل. د خدای تعالی ارشاد دی ( ولاتجسَّسو ) تجسس مه کوئ لېکن تا زما د عيب تجسس وکړ. بل ارشاد دی ( و اتوالبيوت من ابوابها ) د دروازې له لارې ورته راځئ ليکن ته په دېوال راوختلې او راغلې . درېم ارشاد يې دی چې ( لا تدخلو بيوتاً غير بيوتکم حتی تستانسو و تسلمو علی اهلها ) له خپل کور نه علاوه د بل چا کورته تر هغه مه ننوځئ چې د انس خبرې مو نه وي کړي او کور والا ته سلام واچوئ مګر تا داسې و نکړل. عمر رضی الله عنه چې د هغه دا خبرې واورېدلې نو د هغه له کوره ووت او له خپل ځان سره يې وويل چې عمر لپاره تباهي ده که خدای يې معاف نکړي. دغه سړي له خپل ګاونډي نه خپله ګوناه پټوله مګر اوس به وايي چې زه عمر وليدلم. کتاب : احسن الحکايات يعنې ښکلې قصّې ليکوال : مولانا مفتی عاسم عبدالله صاحب ژباړن : محمد خليل صاحب

Post a Comment

0 Comments