اباسين د خپلې شاعرۍ فکري ترجمان


اباسين د خپلې شاعرۍ فکري ترجمان
که زما د شخصيت حدونه ګورې
زما فن زما د فکر ترجمــــــان دی
      که د پښتو ژبې روان شعري بهير ته ځير شو، نو يوه غوره او جوته ځانګړنه يې دا ګڼلای شي چې د دغه بهير شاعران په خپل کلام کې ژور فکر او لوړ خيال ته ډېر پام کوي، يعنې فکري اړخ يې ځواکمن برېښيی او هم يې ښکلاييز او انځوريز اړخ ته پوره پوره ځير وي. هره خبره او هر انځور په خوږو، ښکلو، رنګينو او خوندورو لفظونو کې رانغاړي او په ډېر ښه انداز او مهارت سره د لوستونکو او اورېدونکو مړه او مړژواندي احساسات او عواطف راپارولای شي، د شعريت او هنريت تومنه هم پکې ځلي. دا هغه غوره او ښې ځانګړنې بللای شي چې يوازې د پياوړو او ښو شاعرانو پورې ځانګړې کېدای شي، په هر حال مونږ دلته د يوه همداسې نوموتي او پياوړي غزلبول او سندربول شاعر په شاعرۍ باندې په لنډه توګه څېړنه او شننه کوو، دا داسې يو شعر دی چې ډېر ځله خپل فکري، خپل ذهني او دروني احساسات او د خپل زړه خبره په خپل فن او هنر کې ځلوي، نوموړی د خپل فکر او د خپل زړه خبره کله په غزل کې، کله په نظم کې او کله په سندرو کې په اهنګينه او مترنمه ژبه په څپو راولي او دا مترنمه څپې داسې ياغي کوي چې هر څه تر خپل اغېز لاندې راولي،دی په  بيت په بيت کې د خپلې پښتونخوا، پښتو، پښتون، انسانيت او فطرت سره د خواخوږۍ، لېونۍ مينې، ژورې عاطفې، لوړ احساس، د څړيکه څړيکه درد او پرهر يو جوت او روڼ انځور وړاندې کوي، که دې خبرې ته ځير شو، چې پنځګر په پنځونې او فن کې راڅرګند کېدای شي، نو همداسې د هر فنکار او پنځګر فنچارې او پنځونې هم د خپلو ځانګړنو، لفظونو، کلمو، سمبولونو او ترکيبونو له مخې پېژندلای شي او هم يې فنچارې او پنځونې څرګندولای شو، په هر حال که د پښتو ژبې غزلګو او منظوم کيسه      پال شاعر دروېش درانی په خپل شاعرانه باغ او بڼ کې پښتو، پښتون، پښتانه، جنګ، ننګ، سرونه، وينه، توره، غشي، کمان، سپر، اس، خنجر،نېزه، وسله، ځنځير،  ډال ، ګل، اغزي، غم، وير، دار، يار، اغيار، تربور، قاتل، دښمن، شمله، څراغ، رڼا، تياره، لمر، سيوری، ستوري، سپوږمۍ ، غر، کاڼی، پرهر، څړيکه، مينه، رنګ، بلا،بوره، ګوزار، دوست، ملګری، پاچاه، غلام او دې ته ورته نورې کلمې او سمبولونه په ډېر لوړ او فني انداز سره کرلي دي، چې همدغو توکو او کلمو يې د شاعرۍ د ښکلا، عروج او د ابديت رنګينه ماڼۍ هسکه او دنګه کړې ده، همدارنګه د پښتو ژبې بل غزلګو او سندربول شاعر اباسين يوسفزی بيا په خپل شاعرانه باغ او بڼ کې لمر، سيوری، ستوري، سپوږمۍ، رڼا، جهالت، لېونی، لېونتوب، جنون، وسوسې، ګلونه، ګلاب، نرګس، وينې، لمبې، پسرلی، هوا، اوبه، سيند، غر، کاڼي، خوړ، شګې، غني، اغزي، صحرا، صحراني، درد، پرهر، څړيکه، وير، غم، غذاب، پولۍ، تږی، مينه، محبت، کرکه، علم، خاکساري، افغان، پښتو، پښتون، پښتانه، پښتونخوا، کليوالي رنګ او خوند او دې ته ورته نورې کلمې او سمبولونه يې په ډېر فني او ماهرانه ډول سره غاړه غړۍ کړي دي، په هر حال ښاغلی اباسين يوسفزی د پښتو ژبې يو داسې غزلګو او سندربول شاعر دی چې هغه د خپلې پښتونخوا د غرونو او درو ، سيندونو او خوړونو ، کاڼو او شګو، چينو او اوبو، ګلونو او رنګونو، پسرليو او ورشوګانو، د پښتون قام د جذباتو او احساساتو او د خوږې پښتونخوا د خوږو نغمو او وږمو د شور او ځوږ، ګودرونو او چاپېريال، فطرت او طبيعت نه يې رنګونه راټول کړي دي او هغه يې بيا د شعر په خوږه، مترنمه او پسته ژبه د مينې په سندريزه بڼه انځور کړي چې همدا د اباسين يوسفزي د شاعرۍ غوره او اړينه ځانګړنه ده چې له نورو نه يې رابېلوي او شاعرۍ ته يې يو بېل رنګ او خوند ور بښي، ځکه خپل شعر ته پښتني کليوالي خوندونه او رنګونه ور کوي او د طبيعت عکاسي داسې کوي :

لکه غوړاسکې مې د زړه په تيږه وټوکېـــــده
د محبت نه د خلاصون يې رو ګودر نه راځي
                                                                    ( غورځنګونه : ۳۱ مخ )
     اباسين يوسفزی د خپل پښتني چاپېريال او فطرت په رنګونو کې دومره ډوب دی چې په غزل، نظم او سندره کې د خپل پښتني قام د ژوند او کلتور ښکلې، رنګينه او ژوره عکاسي کوي او خپله مشاهده، تخيل، تصور او شعري کمال او فن يې په څومره ښه انداز يو د بل سره غاړه غړۍ کړي دي :
د غره لمن کې په کاړزنه لار د خــوړ په غـــاړه
چې زما زړه پرې اوبه څښلې، هغه کور نشته
                                                                                                       ( غورځنګونه : ۱۹۱ مخ )
     که د اباسين يوسفزي شاعرۍ ته لږ ښه ځير شو، نو دی کله ناکله ځينې سوليدلې خبرې او تکراري انځورونه هم په يو داسې انداز وړاندې کوي چې د ښکلو او رنګينو لفظونو اوډنه يې، د ژور فکر او خيال سره سره د نويو سمبولونو او ترکيبونو په مرسته يې په نوي او بکر شعر اړوي او بيا ترې يو ښکلی هنري انځور جوړوي، وګورئ چې د انسان د هر درد، پرهر او څړيکو علاج او درملنه ورته په مينه محبت کې ښکاري او ورسره د رقيب نه د غچ او انتقام چل ور ځي، خو نه يې اخلي :
زه محبت د هر انسان د زړه دارو ګڼمه
ګنې رقيبه ماته چل د انتقـــــــام راځي
                                                                                     ( غورځنګونه : ۱۸۷ مخ )
     ښاغلی يوسفزی د خپل پښتني چاپېريال او فطرت د ژونديو او ژورو جذباتو او احساساتو او د ويښو ارمانونو او هيلو يو ويښ او حساس شاعر دی، يعنې دده شاعري ټوله د پښتني چاپېريال، فطرت او طبيعت يوه رنګينه او ښکلې انځوريزه او فکري تابلو ګڼلای شي، خو ښايي کله کله يې دغه ښکلې او رنګينه تابلو تت او پيکه وبرېښي، په هر حال د ده د شاعر بل جوت مقام او غوره ځانګړنه د مينې او محبت لېونۍ او ياغي جذبه او ولوله واوسي او مينه هغه جذبه او ولوله ده چې د کايناتو اساس ګڼلای شي او پکې ذره ذره نغښتې ده او د انسانيت معراج او عروج هم په مينه او محبت رانغښتل شوی ، د مينې دغه سوز و ګذاز، د مينې دغه جذبه او ولوله، د مينې دغه عروج او معراج او د مينې دغه عاطفه د اباسين د غزل، نظم او سندرو لوړ معراج ګڼلای شي. دلته ده چې شاعر خپلې ذاتي تجربې او دروني حالت په ښه بڼه وړاندې کوي او د خپل چاپېريال انځور اخلي، چې هم پکې احساس نغښتی، هم پکې عاطفه نغښې او هم پکې د مينې نه ډکو شېبو ته د يوې سپېڅلې مينې د خپلولو لپاره بلنه ور کوي او د لېونو سمون او رغون هم په مينه کې ګوري :
ما له بې توله مينه راکړه اشنــــــــــا
زما په لږه مينـــــــــــــــه کار نه کيږي
لېوني تل په محبت سميـــــــــــــــږي
قاضي ته وايه چې په دار نه کيږي
                                                                                     ( غورځنګونه : ۹۴ مخ )
دا هم ولولئ :

خدايه ما په محبت کې لېونی کړې
بې جنونه به د مينې څه معراج وي
                                                                                               ( الوت : ۸۹ مخ )
دا بيت هم وګورئ :
انسانانو ته چې لار د مينـــــــــې ښايي
اباسين دې هم د هغې ډيوې تېل شي
                                                                                                       ( الوت : ۸۳ مخ )
يا دا چې :
د ژوند خوندونه ټول په مينه کې دي
چې محبت نه کوي خـــــوار شي سړی
                                                                                     ( غورځنګونه : ۱۳۹ مخ )
     د ښاغلي اباسين يوسفزي عمر او ژوند د پښتنو پر يوې داسې سندريزې، مترنمې، شوخې او سنګې سيمې تېريږي چې هر څه، غرونو، خوړونو، درو، کاڼو، شګو، ونو، بوټو، هوا، باد، طبيعت، فطرت، لارو، کوڅو، اوبو او چينو او دې ته ورته نورو څيزونو او توکو کې پښتو او پښتونواله داسې سره ګډ او غاړه غړۍ دي چې بېلوالی يې ناشونی بريښي، نو د ده د شاعرۍ يوه بله غوره او فکري ځانګړنه دا ده چې د پښتو او پښتنو سپېڅلي احساسات، جذبات او عواطف يې په پښتني رنګ رنګين کړي دي، دی په خپلې ټولنې او چاپېريال کې ځينې پښتانه مشران، رهبران او سياست وال ويني چې د پښتو پښتو او پښتنون پښتون نارې او چغې وهي، خو چې دوی په خپله بيا د پښتو او پښتون سره څه کوي، هغه له هيچا نه پټ نه دي، بلکې په پښتني جامه او رنګ کې د پښتو او پښتون اصلي دښمن او اغيار ګڼلای شي، اباسين وايي :

څوک چې د پښتو په نوم ښاغلي دي
هغـــــــــه د پښتو پـــــــه مرۍ غلي دي
                                                                                                       ( الوت : ۲۷ مخ )
يا دا چې :
هر څوک زما غوندې ساده نه وي چې زيار وباسي
خلک پښتو مښتو په تنـــــــــــدر ولي، کار وباسي
                                                                                                                ( الوت : ۶۸ مخ )
     ښاغلي اباسين د دين، پښتو، پښتون او انسانيت ټول عواطف او احساسات په خپلې شاعرۍ کې رانغاړلې دي، دا هغه غوره توکي دي چې له دې پرته د يو پښتون انځور او تصور ناشونی برېښي، هغه خپلې لپې پورته نيولې دي او داسې شکرونه وباسي :
ربه! ستا د دې کرم شکـــــــــــر ګذار يم
زما سوچ له دې افغان رنګونه ور کړه
                                                                                       ( غورځنګونه : ۵۰ مخ )
     زمونږ د پښتو ژبې دا غزلګو او سندربول شاعر په خپل قام او پښتني فطرت داسې مين دی چې بې اختياره يې شاعرانه تعلي زېږولې ده او په لوړ جرئت داسې وايي :

په ما مين دی په خپل قام او فطرت مين دی
دا خو زما د اباسيـــــــــــــن لالي غزل ښکاري
                                                                                                       ( غورځنګونه : ۴۶ مخ )
بل ځای بيا داسې وايي :
د جانان غمــــــــــه قلاری خو وکړه
چې د خپل قام د پاره سوچ وکړم
                                                                                  ( غورځنګونه : ۱۳۹ مخ )
     هو! پېړۍ او کلونه واوښتل او تېر شول، خو پښتنو خپل ځانونه په سمه بڼه ونه پېژندل، ټول عمر يې د بل لپاره تورې ووهلې او خپل سرونه يې ور نذرانه کړل او لا يې په تلي کې ايښي دي، خو د اباسين يوسفزي حساس او ويښ فطرت د پښتنو دا ډول حالات او کړنې نشي زغملای او د خپل قام د ويښتابه لپاره يې مټې رانغاړلې دي او ورته يې ځولۍ غوړولې چې د نورو قامونو سره پر يوې لارې اوږه په اوږه مزل وکړئ او د خپل عظمت او پرتم څلي دنګ وساتئ،نو په ډېر عاجزانه ډول خپل ويده او بې پروا قام ته په شعوري توګه د ويښتابه چغې او نارې په هسک او ځمکه کې کړنګوي :
د رب د پاره پښتنـــــــو ځانونـــــــــه وپېژنئ!
ستاسې لپاره خو به ځانله پېغمبر نه راځي
                                                                                            ( غورځنګونه : ۳۲ مخ )
بل ځای بيا داسې وايي :


د خپل منزل د رهبرانو په غږ نــــــــــه راپاڅي
دا پښتانه راته کاڼه ښکاري يا شل ښکاري
                                                                                             ( غورځنګونه : ۴۵ مخ )
     د پايلې په توګه ويلای شو چې د اباسين يوسفزي شاعري له ګڼو او بېلابېلو نويو ځانګړنو، سمبولونو او ترکيبونو ډکه برېښې چې د ده شاعرۍ ته يې يوه بېله او جلا لار ټاکلې او هم يې يو بېل رنګ او خوند ور بښلی، خو کله کله پرې د خيبري غزل ښاپېرۍ خپلې خيالي او تصوري، رنګينې ،ګلورينې او هنري وزرې غوړوي، په هر حال د ده په شاعرۍ کې د پښتني چاپېريال او طبيعت رنګونه، پښتني او وطني جذبات او احساسات څپې څپې غورځنګونه وهي، همدا څپې د ژورې عاطفې په مرسته هر لوستونکي او اورېدونکي باندې ډېر ژر اغېز کوي او د احساساتو او جذباتو په ياغي سيند يې ور ګډوي. بله ځانګړنه يې دا ده چې په خپلې شاعرۍ کې نوي نوي خيالات او تصورات، تشبېهات او استعارې، ترکيبونه او سمبولونه په ډېر فني انداز سره غاړه غړۍ کړي چې هغه بايد وخت په وخت راوسپړل شي، څېړنې او شننې پرې وشي، خو دلته پر همدې ځانګړنو او څرګندونو د بسنې تيږه ږدو او کله چې مو وخت بيا موند، نو د ده د شاعرۍ نورې نوې نوې خواوې، ځانګړنې او نور اړخونه به راجوت او راوسپړو، تر څېړنې او شننې لاندې به يې ونيسو.
په درنښت
عبيدالله اغېز



Post a Comment

0 Comments