فدرېشن او کنفدرېشن دولتونه



ټول دولتونه د ساختمان له مخې په دوه برخو وېشل کيږي چې يوه برخه يې ساده دولتونه بولي او بله برخه يې مرکب دولتونه بولي، دا چې زمونږ د بحث موضوع ( فدرالي او کنفدرالي دولتونه ) د مرکب دولتونو له جملې څخه ده، نو مونږ هم دلته د ساده دولتونو له توضېح کولو څخه ډډه کوو او يوازې په مرکبو دولتونو غږيږو.
مرکب دولتونه:
مرکب دولتونه  هغه دولتونو ته وايي چې له نورو دولتونو سره يا د يووالي ( اتحاد) په  شکل يو ترکيب ولري يا دفدرال  يا کنفډرال  شکل ولري يا په عبارت مرکب دولتونه له  هغو دولتونو څخه عبارت دي چې يا له دولت سره د قدرت په اعمال کې يو بل  دولت برخه وال  وي اويا دا چې د دولت په د ننه کې دولت ته ورته د  دولت ځينې نور ارګانونه موجود وي.
د مرکب دولتونو ډولونه:
مرکب دولتونه په دوه ډوله دي:۱ د دولتونو يو والی يا اتحاد ۲ فدرال او کنفدرال دولتونه
چې دلته مونږ د دولتونو د لومړي ډول ( د دولتونو يووالي ) څخه صرف نظر کوو او يوازې د خپلې اصلي موضوع فدرالي دولتونو څخه يادونه کوو او په دوهمه برخه کې په لنډ ډول کنفدرال دولتونه در پېژنو او وروسته يې د فدرالي دولت سره په مشابهتونو او توپيرونو بحث کوو:
ددولتونو فدريشن   (federation)
       فدريشن دولتونه هغه دولتونو ته وايي چې په داخل کې ديوې خوا نه مرکزي مقتدر دولت موجود وي ولې د بلې خوا نه په داخل د همغه دولت کې ايالتونه هم موجود وي چې هر يو د ايالتونو څخه ځانته ځانګړې صلاحيتونه لري يعنې ځانته ځانګړې قضا ،پارلمان او حکومت لري ،او په داخلي عادي کارونو کې دوى مستقل وي ولې په داخلي مهمواو په ټولو خارجي موضوعاتو کې دوى مستقل نه وي او د مرکزي دولت تابع وي .
د فدرالي دولتونو د منځته راتللو شکلونه:
    معمولاً فدرالي دولتونه د اساسي قانون د حکم په واسطه په دوه شکلونو مينځته راځي
١-   دا چې څو مستقل دولتونه سره متحد کيږي او دا مني چې د اساسي قانون په اساس به دوى فدرال دولتونه جوړوي د بيلګې په توګه په (١٧٨٧) م کال کې د امريکا (١٣) عليحده دولتونو تعهد وکړ چې د اساسي قانون په واسطه به فدرال دولتونه جوړوي.
٢-   يا داچې په داخل د يو دولت کې خپل رژيم ته تغير ورکوي او فدرالي نظام پحيث د خپل نظام قبلوي لکه المان ،سويس ،پاکستان ،هند ...دولتونه فدرالي نظام لري . يعنې په لومړي ډول کې څو بهرني دولتونه سره يو ځاى کيږي او يو فدرال دولت مينځته راوړي پداسې حال کې په دوهــم ډول کې د يوموټي کورني دولت پـه داخل کــې دا سيستم منل کيږي .
      په فدرال طرز کې دقانون مطابق صلاحيتونه دمرکزاوايالتونوترمينځ تقسيميږي او مرکزي دولت نشي کولى چې دايالتونو صلاحيتونه پخپله خوښه لمنځه يوسي همدارنګه بايدذکر کړو چې د مرکز اوايالتونوترمينځ دواکونو ويش په دوه ډوله صورت نيولى شي :
  لومړى دا چې د ايالتونولپاره واکونه ټاکل کيږي پاتې نور واکونه له مرکز سره وي او دوهمه طريقه يې داسې ده چې لمړى د مـــرکز لپاره واکـــونه ټاکل کيږي او پــاتې نـــور واکـــونه ايــالتونه ته ورکـول کيږي .مګرپـه ځينې حالا توکې په ځينې واکــونــوبــاندې هم د مـرکزاوهم دايالتي حکومتونوګډکنتـــرول وي مثلاً دماليې وضع کول .
  د فدرال دولتونو توپير له ساده دولتونو سره :
١-د واکونو لمخې : په ساده دولتونوکې ټول صلاحيتونه دمرکز پورې تړلي وي ولې د نظم ونسق پخاطر يې بعضې صلاحيتونه محلي ادارو ته ورکړي وي او په هغوى کې زياتوالى او کموالى راوستلى شي ولې په فدرالي دولتونو کې د مرکز او ايالتونو تر صلاحيتونه ويشل کيږي او مرکز د ايالتونو په صلاحيتونو کې مداخله نه کوي .
٢- د قانون لمخې : د فدرالي دولتونو قوانين عموماً ثابت او کم انعطاف پذيره وي ولې په ساده دولتونو کې قوانين انعطاف پذيره وي او که مرکزي دولت وغواړي په قانون کې تغير راوستلى شي .
٣- دهيوادونو د جغرافيايي مساحت له مخې : ساده دولتونه د هغو دولتونو لپاره ډير موزون دي چې د سيمې د پراختيا لمخې ډير کوچني وي او د هغه هيوادونو لپاره چې ډير پراخه وي فدرالي نظام ډير بهتراو موزون دى ځکه چې ايالتي حکومتونه سيمه ئيزې مسئلې په بهتر او موثر ډول د مرکز په پرتله حل او فصل کولى شي پداسې حال کې چې ســاده دولتـــونه ســيمه ئيزو چـارو تــه ځينې وخــت ډيره پاملرنه نکوي
ددولتونو کنفدريشن      (confederation)
      کنفدرال هغه دولتونو ته ويل کيږي چې دوه يا څو دولتونه د يو قرارداد په اساس يو بل سره تعهد کوي چې په بعضې مشخصو ساحو کې مثلاً تجارتي ،نظامي او يا فرهنګي برخو کې به ټولې چارې يوګډ کميسون ته سپاري بناءً دا ډول مملکتونه پخپلو نورو ټولو داخلي اموراتو کې کاملاً مستقل وي ولې په همغه مربوطه ساحو کې بيا هيڅ يو د نوموړو  دولتونو څخه مستقل صلاحيت نلري او همغه شوراد صلاحيت لرونکې وي.
        په کنفدريشن کې دفدريشن برعکس هر عضو ه دولت خپل هويت حفظ کړى وي اودپوره بين المللي حقوقي اهليت لرونکي وي .اودې دولتونو صرف دخپلو منافعــــو پخـــاطر دبـيـن المــللي روابطو په يوه شــعبه کـــې يــي ســره اتــحادکـړى وي
د کنفدرېشن دولت د رامنځته کېدو شرايط:
١- د څوازادو دولتونو موجوديت چې د خپلو امورو په يوه يا څو برخوکې د مشترک سرنوشت غوښتونکي وي ولې نه غواړي تر څوخپل اساسي حاکميت له لاسه ورکړي  
٢- دکنفدريشن ددولتونو ترمنځ يو بين المللي قرارداد يا معاهده موجوده وي ترڅو ددې کنفدريشن د تشکل موجوديت تائيد کړي او دا معاهده د کُلي او عمومي شکل لرونکي وي اوټول عضوه دولتونه بايد هغه تصويب اواطاعت يي وکړي .
٣-د کنفدريشن دامورو دتنظيم اوادارې لپاره دلا زمو نهادونو رامنځته کيدل چې پکې دعضوه دولتونونماينده ګان سره راجمع شوي وي .
٤- دعضودولتونو لخوا کنفدريشن ته  دحاکميت انتقال بايد جزيي وي نه داچې د  هغوي حاکميت دمرکزي حاکميت قربان شي.
     ٥- دکنفدريشن ټول تصميمات اوپريکړې دمشترک کميسون د نماينده ګانو درايو په اتفاق سره تر سره کيږي .
٦- دکنفدريشن دعضو دولتونو نه هر يو کولي شي په خپل تصميم سره له دغه اتفاق نه خارج شي .
        اوس وخت د کنفدرېشن سيستم دولتونه نشته .د سويس دولت په لومړيو وختونو کي دکنفدريشن بڼه درلوده چې( ١٨١٣) م کال کې جوړ شو اوتر( ١٨٤٨)م کال پوري يې دوام وکړچې بيا وروسته په فدرالي دولت بدل شو
د فدرالي او کنفدرالي دولتونو ترمنځ مشابهتونه :
      دفدرال اوکنفدرال دولتونو ترمنځ مشابهتونه په لاندې ډول دي :
١- په فدرال اوکنفدرال دواړوکې ازاد او مستقل دولتونه ديــو يا څو ځانـــګړو مــــوخو لپاره نوموړي نظامونه مينځته را وړي .
٢- ددغه ګډو موخو دلا سته راوړلو لپا ره يو باصلاحيته مرکزي تشکيل رامنځته کوي تر څوهغه شريکې موخې ترسره کړي .
دويم : دفدرال او کنفدرال دولتونو ترمنځ توپيرونه:
    ١-  د عالي حاکميت لمخې : په کنفدريشن کې ګډ دولتونه دعالي حاکميت څخه نه محروميــږي پداســي حال کې چــې په فدرالي نظام کې ګــډدولتــونـه دخپل عالي حاکميت څخه محروميږي اويو نوي دولت منځته راوړي .
٢- درابطې لمخې : په کنفدريشن کې اړيکې يواځي په هماغه مشخصه  ساحه کي وي په کومه کې چې يې يووالې کړى وي مګر په فدرالي  نظامونوکې مرکزي دولتونه په  مستقيم ډول له خپلوخلکو سره په اړيکه کې وي اومستقيمًاپرې قوانين تطبيقوي
٣-  دقانون لمخې: که په کنفدرال نظام کي ګډ يووالي سره دقانون  دوضع کولو صلاحيت  نه وي نوموړى يووالي يواځې وړانديزونه وړاندې کوي اوقوانين داړونده دولتونو لخواوضع کيږي مګر په فدرالي نظامونوکې مر کزي دولت په هغه چارو کي چې ورته سپارل شوي په ازادانه ډول کولي شي چې قانون وضع کړي .  
٤- ددولت لمخې : فدرالي نظام دبين المللي اعتبارلمخې يودولت ګڼل کيږي اوپدي کې شامل دولتونه عموماً دکوم بين المللي سازمان غړيتوب  لاسته راوړلى نشي ځکه چې دوى مستقل ندي ولې په  کنفدرال نظام کې شامل دولتونه بيل بيل حقوقي شخصيت  شميرل کيږي.
٥-  انفصال لمخې : دکنفدرال يووالي موقتي او ديو ې معــاهدې په اساس شـــوي وي او هر وخت کولي شي سره بيل شي ولې په فدرالي دولتونو کې مرکزي دولت هيــڅ يو شامــــل شوي دولت ته کوم چـــې فدريشــن ته دشاملـــيدو وروستــه ايالتي شکل غوره کوي دانفصال صلاحيت نه ورکوي .
٦- د جنګ لمخې : که دفدرال دولت په داخل کې جنګ واقع شي هغه ته داخلي جنګ ويل کيږي ولې که دکنفدرال دولتونو ترمنځ جنګ واقع شي نو بين المللي جنګ ګڼل کيږي .
٧- دمقاصدو لمخې : په کنفدرال نظا مونو کې داهدافو ساحه محـــــــــــــدوده وي لکه يوازې دفاع ،بهرنۍچارې ، سوداګري... مګر په فدرال نظا م کې ټول ملي منافع او اهداف په نظر کې نيول کيږي
 په اخر کې بايد ووايو چې فدرالي دولتونه نن ورځ هم شته او پخواهم ؤ ولي کنفدرال دولتونه نن ورځ وجودنلري او پخوا موجود ؤ(٢)                             

Post a Comment

0 Comments