د
خوشحال خان خټک ژوند
د
پښتو کلاسيکې دورې دويم پړاو او خوځښت زيات د خوشحال خټک کورنۍ ته منسوب دی ،
خوشحال خان خټک د پښتو ادب يو غښتلی ، ملي ، قومي ، اجتماعي او حماسي بنسټګر بلل
کيږي . ښايي يادونه وشي چې په دغه وخت کې په نظم او نثر کې ډېر کتابونه ليکل شوي
او د فورم موضوع له پلوه ډېر بډای او غني دي ، دلته مونږ لومړی د همدې کورنۍ
بنسټګر پر ژوند او ادبي هڅو بحث کوو:
خوشحال
خان خټک
د خوشحال
د اثارو او ژوندانه لپاره اوږده څېړنه په کار ده ،ځکه توره او غيرت ، فکر
او سياست ،ورکړه او سخاوت ، ليکوالي او کتابت دا ټول د خوشحال خان خټک په وجود کې
يوځای شوي ، خوشحال خټک د خپلې زېږدنې او د خپل پلار او نيکه ګانو د پېژندګلوۍ په
باب داسې وايي:
د
هجرت زر دوه ويشت سن و
چې
زه راغلــــــــم په جـــهـــــــان
زه
خوشحال د شهبـــاز خان يم
چــې
تورزن يم کان پــــــه کان
شهبـــــاز
خان د يحيی خــــان و
چې
بل نـــه و هســــــې ځوان
يحيی
خــــــــــــان د اکـــــوړي و
چې په توره شو سلطـــــــــــــــــان
هو !
خوشحال خان د شهباز خان زوی ، د يحيی خان لمسی ، د ملک اکوړي کړوسی او د ملک دروېش
محمد (چې په چنجو مشهوردی ) کودی و. نوموړی د هندي مغلو د جلال الدين اکبر (۹۶۳-۱۰۱۴هجري ) په وخت کې د خټکو د ټبر لوی مشر او د کابل د لارې
ساتندوی و او د خوشحال د کورنۍ ټاټوبی ((سرای)) هم ده ودان کړی دی چې ((اکوړه ))
يې هم بولي او د پېښور لمر خاته په (۳۵ )ميلۍ کې اباده شوې ده ، خوشحال خان هم په همدې ( د خټکو اکوړي) سرای کې (۱۰۲۲) سپوږميز کال د ربيع الثاني په مياشت کې زېږېدلی دی.
خوشحال
خان خټک په کوچنيوالي کې د ډېرو سختو پېښو سره مخامخ شوی دی هغه د شپږو کالو و ، چې په لنډي سيند کې ولوېد او نژدې و ، چې
مړ شي ، خو د سيند نه ژوندی راووت ، په اته کلنۍ کې د څپر نه پرې يو کاڼۍ راوليد
او دی يې په تندي زخمي کړ ، تر اوو ورځو پورې يې حال خراب و، بيا وروسته له څه
مودې روغ شو.
په
ديارلس کلنۍ کې د خپل پلار شهباز خان سره د يوسفزيو د باکوخان په مقابل کې په جګړه
کې برخه واخيسته او په جګړه کې يې ډېره ميړان وکړه ، خوشحال خان په اتلس کلنۍ کې
واده کړی دی ، خوشحال خان په شل کلنۍ کې په شعر ويلو پيل کړی دی:
((په
شل کاله کې ديګ زما د شعر په اور بار شو
په
دا دور يې پوخ چې شپېتــــــــه کاله مې تللي ))
په (۱۶۴۰-۱۶۴۱ز) کلونو کې کمال زيو (د يوسفزيو يوه پښه ده ) خټکو ته د ماليې ورکولو
نه انکار وکړ،خو شهباز خان په يوسفزو باندې حمله وکړه او خوشحال خان چې په دغه وخت
کې اته ويشت کلن زلمی و ، هم ورسره په دې جګړه کې ملګری و .
شهباز خان
سخت ټپي شو او خوشحال هم په پښه په غشي ولګېد، شهباز خان له دې ټپ څخه پنځه ورځې
وروسته په (۱۰۵۰هجري – ۱۶۴۱ز) کال مړ شو او خوشحال خان خټک (۴۰)ورځې وروسته جوړ شو ، خوشحال خټک د خپل پلار د مړينې
نېټه داډول ښودلې ده :
سن
د هجر زر پنځـــوس و
چې
شهيد شو شهباز خان
د
شهباز خان د مرګ نه وروسته خوشحال خان د شاه جهان له خوا د سردار په توګه د پلار
پرځای وټاکل شو ،خوشحال خان په دې وخت کې اته ويشت کلن و ، چې مشري ورپه غاړه شوه
او تر ډېره عمره پورې يې دا کار کړی دی . مغلو د خپل مقصد لپاره خټک او يوسفزي يو
له بل سره په جنګ جګړو اخته کړي وو، ځکه شاه جهان په دې خبره پوهېده چې پرته د خټکو
له دوستۍ او ملګرتيا په پښتنو باندې حکومت نشي کولای ، نو په دې اساس د هغه له
خټکو سره ظاهري وضع ډېره ښه وه ،مګر په باطن کې يې هيڅ کوم لوی منصب خټکو ته نه و،
ورکړی .
د شاه
جهان په وخت کې د خټکو او يوسفزيو ترمنځ سخته دښمني وه ،ځکه د خوشحال خان پلار هم
د يوسفزيو له خوا مړ شوی و او خوشحال خان د خپل پلار انتقام د اخيستلو په غرض د
يوسفزيو سره ډېرې جګړې کړي اود هغوی ډېر کلي يې سېځلي دي . کله چې په (۱۶۵۷ز) کې شاه جهان په ناروغۍ اخته شو او زامن يې د پادشاهۍ
نيولو پر سر په خپلومنځونو کې سره ونښتل او نتيجه کې اورنګ زېب په (۱۶۵۹-۱۷۰۷ز) کې بريالی شو او خپل پلار او خپل ورونه يې بنديان کړل
او د او داراشکوه يې وواژه ، په دغو پېښو کې
خوشحال خان خټک د اورنګ زېب ملګری واو له ده سره يې ډېره مرسته وکړه .
کله چې
اورنګزېب خپل سياسي قدرت ټينګ کړو ، نو ځينو مسئلو ته يې رامخه شوه چې په دې کې يو
هم د خوشحال خان نيول او د پښتنو ځپل وو.
سيد مير
خوافي چې په کابل کې د اورنګزېب والي و، د پېښور نائب ميرزا عبدالرحيم ته يې د څو
تنو مشرانو نيولو او بندي کولو امر له پاچا ځنې اخيستی و، کله چې سيدمير خوافي
پېښور ته راغی او خوشحال خان يې د مشورې په پلمه راوغوښته او خوشحال خان هم په (۱۶۶۴ز) کال پېښور ته راغی ، نو په همدغه وخت کې خوشحال خان په
چل ونيول شو او بيا يې ډيلي ته بندي بوته ، له همدې وخته د خوشحال خان د کورنۍ(۵۸) کلنه دوستي او وفاداري چې له مغلو سره يې د ځينو
مجبوريتونو له کبله ساتلې وه ، په دښمنۍ بدله شوه او خوشحال خان د اورنګ زېب دښمن
شو ، خوشحال خان يونيم کال په بند کې تېر کړ او څه موده نور په هند کې نظر بند
پاتې شو . د ه خپل ډېر شعرونه په بند او نظر بندۍ کې ويلي دي ، همدغه بندي توب په
خوشحال خان ډېره سخته اغېزه وکړه او دده په روح کې يې د انتقام سوځنده جذبه راپيدا
کړه .
خوشحال
خان په دې راز ښه پوه شو چې شخصي اقتدار د شخصيت دښمن دی او ظالم ، مستبد او
فيوډالي حکومتونه خوشحال غوندې شخصيتونه نشي منلی ، دغه راز عواملو ده کې ډېر لوی انقلابي فکر راپيدا کړ او د ظالم حکومت
اصلي څېره ورته روښانه شوه .
خوشحال خان
په زندان کې په شپو شپو خپله اينده سنجوله او پس د ډېر فکر نه يې دا فيصله وکړه :
پس
له بنده دی دا عزم
د
خوشحال خاطر جزم
يا
نيولی مـخ کلــــې ته
يا
مغـــــلو ســــــره رزم
د همدې
عزم او پيمان په اثر کله چې په (۱۶۶۸-۱۶۶۹ز) کال کې خپل هېواد ته راغی ، نو فکر او احساس کې يې
داسې بدلون راغلی و ، چې بيا ترمرګه د فيوډالي مغلو سره جوړه ونکړه . خوشحال خان د
(۷۸)
کالو په عمر د (۱۱۰۰سپوږميز) کال د دويمې خور په (۲۸) له دې دنيا نه ولاړ او د هوړې د غره ترڅنګ د ابدي ارام
غېږې ته وسپارل شو .
د
خوشحال خان خټک اثار
سره
له دې چې د خوشحال خان سرګردانه ژوند يا
په جنګ جګړو کې يا په بنديتوب او په ښکار او ګرځېدو تېر شوی دی ، خو بيا هم هغه
ډېر اثار ليکلي دي او ډېر په دې خبره سره يو خوله دي ، چې خوشحال خان تر درې سوه
ډېر اثار دلودل .
د خوشحال
کوم اثار چې د زمانې له تاړاکه پاتې دي په لاندې ډول دي :
1)
دېوان :
د خوشحال خان
دېوان تر څلوېښتو زرو زيات بيتونه لري لکه چې په خپله وايي:
درست دېوان مې لکه باغ د علم ګنـج دی
پکې هر رنګه ګلونـــــــــــــه هـر نهـــــــــــــــال
د دېوان مې که بيت بيت سره حساب کړې
تر څلوېښت زره به تېر شي په ســـــــــږ کال
2)
فضل نامه :
فضل نامه ( دوړوکي بحر مثنوي
مذهبي مسايل) يو ديني کتاب دی.
3)
فرخنامه
: (د تورې او قلم بحث ) اثر دی.
4)
فراقنامه
5)
رياضي الحقيقت
6)
هدايه
: (له عربي نه پښتو ترجمه) ده .
7)
دستارنامه
8)
طب نامه
9)
سوات نامه
10)آئينه :
د (فقه کتاب)
11)بازنامه
: د ښکار بحث دی.
12)بياض
: ( په نثر کې د پښتو تاريخ ) دی.
13)د
پښتنو تاريخ :( ورک دی)
14)ځنځيرۍ : ( د لنډ ليک په باره کې يوه رساله ) ده .
15)د خوشحال رباعيات .
16)تفسير سورت يوسف
0 Comments