د ويليام شکسپير ادبي شخصيت


سريزه :
     نړۍ وال ادبيات په ټوله بشري نړۍ پورې اړه لري، په دې ادبياتو کې له بېلابېلو هېوادونو څخه مشهورې څېرې او د دوی اثار، سبکونه او ادبي مکتبونه څېړل کيږي، په تېره بيا هغه ليکوال او اثار چې نړۍ وال شهرت يې موندلی او د نړۍ په ډېرو ژبو ژباړل شوي دي، د خپلې ژبې او ادب ترڅنګه د نړۍ والو ادبياتو مطالعه هم اړينه ده، ځکه چې ادبيات سرحدونه نه پېژني او يو له بل نه اغېز او اخيستنې قبلوي، لکه څنګه چې څرګنده ده،نوې ادبي ژانرونه له نړۍ والو ادبياتوڅخه زمونږ ژبې او ادب ته راغلي دي، په پښتو ژبه کې هم د نړۍ والو ادبياتو ژباړې شوي دي، همدغه ژباړه ده چې د نورو ادبياتو سره زمونږ اړيکې پيدا کوي، خو څومره چې لازمه ده هغومره د نړۍ والو ادبياتو ژباړه په پښتو کې نه ده شوې، مونږ دې ته اړ يو چې د نړۍ له ادبياتو څخه خبر شو او د نړۍ والو ادبياتو له تجربو څخه ګټه واخلو چې د دې ګټه د ادب په غنيتوب کې بې اغېزې نه ده، نو په همدې اساس ما ته هم د خپل پياوړي، هڅاند او تکړه او استاد پوهنوال جانس خان زړن له خوا د ويليام شکسپير ادبي شخصيت سرليک لاندې موضوع راکړل شوه چې تر خپلې وسې پورې پرې کار وکړم، په دې موضوع کې مې هڅه کړې چې د شکسپير زوکړه، زده کړې، دندې، واده، تياتر، ليکوالۍ، ډرامې، شاعرۍ، ويناوو او د شکسپير د مړينې په اړه په لنډ ډول معلومات وړاندې کړم، تر هغې وروسته مې موضوع د پايلې او او ماخذونو په ترتيب سره پای ته رسولې ده.
   په پای کې بايد ووايم چې الله جل جلاله دې وکړي چې خپله موضوع مې ښه څېړلې وي، دلته غواړم د خپل لارښود استاد پوهنوال جانس خان زړن صاحب له لارښوونو مننه وکړم چې د موضوع د ليکلو او څېړلو جوګه يې کړم، که تېروتنې رانه شوي وي، هيله ده چې په بښنې مې ونازوئ.
په درنښت
عبيدالله اغېز











د ويليام شکسپير ادبي شخصيت :
زوکړه : د نړۍ (( نامتو ليکوال او شاعر شکسپير  د برتانيې د سترانفورد ښار کې په ۵۶۴  زېږديز کال د دوشنبې په ورځ د اپريل په ۲۳ مه نېټه سترګې وغړولې.)) (۴: ۵۰)
     دی د پلار مشر زوی و او پلار يې بيې لېف نومېده چې د سترانفورد ښار ښاروال و.
زده کړې : د شکسپير د زده کړو په اړه ډېء معلومات په لاس کې نشته، خو داسې ويل کيږي چې (( په خپل پلرني کلي کې ښوونځي ته لاړ او لاتيني او يوناني ژبې يې څه ناڅه زده کړې.)) (۱: ۱۱۴)
دندې : د شکسپير لومړنۍ دنده په خپل پلرني هېواد کې د ښوونکي په توګه وه، چې وروسته بيا په ۱۵۸۵ زېږديز کال لندن ته لاړ او په ۱۵۹۴ زېږديز کال د تياتر له يوې مشهورې ډلې سره يو ځای شو چې د (لردچمبرن) په نوم يادېده، زياتې پيسې لاسته ورغلې او په ۱۵۹۷ زېږديز کال يې د سترانفورد په ښار کې ډېرې ځمکې واخيستې.
واده : شکسپير په ۱۵۸۲ زېږديز کال عمر يې هغه مهال اتلس کاله و(( له انني هيتوي سره واده وکړ او ي، کال وروسته يې لومړنی ماشوم سوزانته وزېږېده، په ۱۵۸۵ زېږديز کال يې غبرګوني وزېږېدل چې هيمنت او يوديف يې ونومول چې له دې غبرګوونو څخه يې هيمنت په ۱۱ کلنۍ کې مړ شو.)) ( ۶ : ۸۷ )
په تياتر کې ونډه : شکسپير په ۱۵۹۹ زېږديز کال د نوي جوړ شوي کلوپ برخه وال شو چې د لرد چمبرلين په نوم يادېده، دغه تياتر د خپل وخت مشهور تياتر و، په همدې تياتر کې د شکسپير ډېرې ډرامې وښودل شوې او ډېره ګټه يې ترلاسه کړه.
ليکوال او ډرامه ليکوونکی : شکسپير په انګليسي ادبياتو کې يو لوی ليکوال او ډرامه ليکوونکی پېژندل کيږي، يوازې انګليسي ادبيات نه بلکې د نړۍ په ادبياتو کې هم په ډرامه ليکوونکي پېژندل شوی دی، نوموړی په ۱۵۹۲ زېږديز کال کې مشهور ډرامه ليکونکی  لوبغاړی شو، داسې اټکل کيږي چې نوموړي ټولې له ۳۷ ۳۸ ډرامې ليکلي دي چې په دې کې څلور ډرامې تراژيدي دي او نورې ټولې کوميډي رنګه دي، د دغه ډرامې او نندارې د يو ځانګړي شاعرانه او فيلسوفانه رنګ لري او په لمن کې يې بشردوستي، تواضع، عبرت او نصيحت نغښتی دی، همدا لامل دی چې د ده له اکثرو اثارو څخه اوس فلمونه جوړ شوي دي.)) ( ۳ : ۱۱۹ )
څلور ډرامې : دلته يې د بېلګې په توګه په ځينو ډرامو باندې بحث کوو :
1.   روميو ژوليت : دا لومړنۍ مشهوره تراژيدي ډرامه روميو او ژوليت وه، دغه داستان چې د يوې غمجنې مينې بيان شوی دا په ټوله نړۍ کې مشهوره شوې، په داستان کې له دوه دښمنو کورنيو څخه د دوو مينانو ميڼه شودل شوې چې د دوی په مړينه پای ته رسيږي.
2.   هملت : دا دوهمه کوميډي ډرامه چې هملت نوميږي، په دې ډرامه کې هملت ډنمارک شهزاده د خپل پلار له مرګ وروسته د سودا  په ناروغۍ اخته کيږي، هغه ګومان کوي چې کاکا يې د ده له مور سره واده کړی او پاچا شوی او دده د پلار قاتل دی، هملت د انتقام په فکر کې لويېږي، ددې ډرامې راز د ده په عجيبه طبيعت او اندېښه کې دی او څنګه او ولې پوښتنې دي چې سره مخامخوي يې.
3.   اتللو : په دې ډرامه کې د اتللو د ژوند داستان ښکاره شوی چې يو پوځي قوماندان دی او ښځه يې (دزدمونا ) نوميږي، اتللو يو عسکر ( کاسير ) ته يوه رتبه ور کوي، يو بل سپاهي ( ياګو) چې ډېر شرير انسان دی، کينه اخلي، اتللو ته په دروغو وايي چې ( کاسيو ) او ستا مېرمن نامشروع اړيکې لري، اتللو په غوسه کيږي او خپله مېرمن (دزدمونا ) وژني، کله چې په خپله تېروتنه پوهيږي، نو له خلکو نه غوښتنه کوي چې د بې پامه سخت مين په نوم دې ياد شي.
4.   مکبث : دا ډرامه په ۱۶۰۶ زېږديز کال کې وليکله د ډرامې اصلي شخصيت ( مکبث ) دی چې درې جادوګرې ورته په مرموزه توګه وړاندوينه کوي چې ته به په راتلونکي کې سکاټلنډ پاچا شې، مبکث د پاجاهۍ د لاسته راوړلو لپاره هلې ځلې پيلوي، د خپلې ښځې په مرسته پاچا په ناځوانه توګه وژني، خو په هيڅ وجه د وينې رنګ د ده او د دده د ښځې له لاسونو څخه نه ځي، په پای کې همدغه وينه د دوی ګرېوان نيسي او سزا مومي.
شاعري :شکسپير نه يوازې په ډرامه ليکوال پېژندوی و، بلکې د انګليسي ادبياتو په تاريخ کې دلوی غنايي شاعرانو له ډلې هم دی، دی ي، داسې شاعر و، چې په خپل رنګين شعر کې يې بېلابېل مطالب په داسې قوت سره بيان کړي دي چې تر ننه د ادب خوښوونکو د  حيرانتيا لامل دي، (( ده د شاعر په باب ويلي دي : شاعر هغه دی چې بې نومه څيزونو نوم او بې شکله څيزونو ته شکل وربښي، د شکسپير دغه وينا په حقيقت کې په خپله د ده د شاعرۍ د کمال او جمال روايت او حکايت کوي.
     دا هم د شکسپير د يو انګليسي شعر د څو بيتونو ژباړه چې ښاغلي عبدالباري جهاني راپښتو کړي دي :
چې خپل قسمت او دا وګړي مې په سپکه ګوري
په زوره ساندې کړم چې ځان داسې پردی ووينم
په سوو چيغو ور کاڼه کړم د اسمان غوږونـــــــه
لعنت پرې وايمه چې خپل نصيب ګوونګی ووينم
                                                                                          ((۳ : ۱۲۰ ))
 د شکسپير په اړه شکونه : کله چې د استر ډرامه ليکوونکي شاعر او د تياتر يو لوبغاړي لا ژوندی و، د ده په اړه بېلابېلو افسانو شتون درلود، دغو افسانو د ده څرګندتيا هم پراخوله او د ده د تر مړينې وروسته خبره دې ته ورسېده چې د ده په اړه ډېرو خلکو شک درلود چې ايا په خپله شکسپير شخصيت شتون درلود او که نه؟ خو د دې لپاره جوړه شوې پلمه هغه انځور و، چې نيمايي مخ يې لکه د نارينه او نيمايي مخ يې لکه د کومې ښځې  چې وي، د شکسپير د ارشيف برخليک هم ښه معلوم نه دی، په هر حال د دغه لوی ليکوال او شاعر د ژوند په اړه د کره معلوماتو پرځای ځينې ضد او نقيضې خبرې هم شوي دي چې په ځينو يې د سړي خندا راځي، ان تر دې چې يو مهال د ليبيا ولسمشر ( معمرالقزافي ) ويلي و، چې شکسپير اصلاً عرب دی او په وړکتوب کې چې انګريزان د هغه په نبوغ پوهېدلي، نو له ځان سره يې انګلستان ته وړی دی او اوس د هغه هېواد وياړ بلل کيږي. (۲ : ۶۲)
مړينه : داسې اټکل کيږي چې نوموړی په ۱۶۱۶ زېږديز کال ومړ او استرانفورد ښار په يوه کليسا کې ښخ کړای شو چې اوس هم له ډېرو لرې ځايونو څخه خلک د هغه د قبر ليدلو ته ورځي او ددغه لوی ډرامه ليکوونکي درناوی کوي او په قبر يې دا الفاظ ليکل شوي دي چې استاد سيد صميم هاشمي په خپل راژباړل شوي کتاب ( د نړۍ نوميالي بريالي شخصيتونه ) په ۲۱ مخ کې راوړي دي .
    (( ای ښو ملګرو! ستاسې دې د عيسی په نوم قسم وي.
زما د خاورې د ويستلو کوښښ مه کوئ!
ای درنو خلکو! زما په هډوکو رحم وکړئ، که چېرې تاسې دغه راوويستل، نو په تاسې به د خدای قهر او غضب نازل شي. )) (۵ : ۲۱ )
 اثار :
·       د عشق کوښښ بې ځايه دی.
·       تيتوس اندرونيکوس.
·       د خطا کوميډي.
·       جون شاه.
·       د سرکشې ښځې رام کول.
·       څلورم هانري.
·       د هيڅ لپاره غالمغال.
·       هرڅه چې غواړې.
·       دولسمه شپه.
·       ښه هغه دي چې پای يې ښه وي.
·       ژول سزار.
·       هملت
·       اندازه په اندازه.
·       اتللو.
·       ليرشاه.
·       مکبث.
·       انتوني کليوپاتر.
·       توپان
·       وينيزي تاجر.
·       اتم هانري.
·       د ژمي کيسه.
·       کوريولانوس.
·       سميلاين.
·       تايمن انتي.
·       پريکليس
د شکسپير ويناوې :
     ای انسانه ! ای مغروره ! ته تر اسمان لاندې د لږ قدرت د پيدا کولو په خاطر داسې څه کوې چې پرېښتې ژړوي.
خدای تاته يو مخ درکړی، خو ته بل مخ غوره کوې.
ناوړه انسان ځي، خو د هغه شر پاتې کيږي.
ما وخت ضايع کړ او اوس هغ ما ضايع کوي.
کينه پټه نه پاتې کيږي.
لکه څنګه چې بې اختياره څپې د ساحل خواته شړل کيږي، زمونږ د عمر شپې هم د مرګ په لور منډې وهي، هره شېبه چې د پخوانۍ شېبې ځای نيسي، نو په دې سخت يون او زيار کې هيڅ کله ځنډ او پای نه قبلوي.(۷ : ۴۷ )







پايله
    د نړۍ له نامتو څېرو څخه يو هم ويليام شکسپير دی چې له ۱۵۶۴ زېږديز کال څخه تر ۱۶۱۶ زېږديز کال ژوندی و، دی د انګلستان د سترانفورد په ښار کې زېږېدلی و، په ښوونځي کې يې لاتيني او يوناني ژبې زده کړې.
    کله چې په ۱۵۸۵ زېږديز کال لندن ته لاړ، نو بيا د تياتر له يوې ډلې سره يو ځای شو او د نندارو په ليکلو يې پيل وکړ، د نړۍ لوی ډرامه ليکونکی شو او ډرامو يې نړۍ وال شهرت وګاټه.
    شکسپير ټولې ۳۸ نندارې وليکلې چې په دې ډرامو کې تاريخي، تراژيدي، کوميډي او طنزيه ډوله نندارې هم وې، د شکسپير ټولې نندارې مشهوري دي، خو ډېرې مشهورې يې روميو او ژوليت، هملت، اتللو، مکبثو انتوني او کلوپاترا او نورې دي.
     شکسپيء د انګريزي ژبې وتلی شاعر هم و، چې ډېرې نندارې يې منظومې دي، د ده غزلونه خورا زيات مشهور دي او په لوړو غنايي اشعارو کې حسابيږي.





ماخذونه
1)    باجوړی، بريالی (پوهنمل) : ( ۱۳۹۰ ل ) کال، پښتو، لسم ټولګي لپاره، کابل پوهنې وزارت ( خپرندوی ) .
2)   ساپی، مفتاح الدين : ( ۱۳۷۰ ل ) کال، نړۍ وال داستانونه، کابل، د ښوونې او وروزنې چاپخونه ( خپرندوی).
3)   صفا، مصطفی : ( ۱۳۹۵ ل ) کال، د نړۍ سل مشهورې څېرې، جلال اباد، مومند خپرندوی ټولنې تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).
4)   غوربندی، ميراجان ( پوهندوی ) : ( ۱۳۹۲ ل ) کال، د نړۍ ادبيات، کابل، مستقبل خپرندويه ټولنه ( خپرندوی ) .
5)   کارينګي، يدل ( ليکوال ) : ( ۱۳۹۵ ل ) کال، ژباړن هاشمي،سيد صميم، د نړۍ نوميالي بريالی شخصيتونه، جلال اباد، ميهن خپرندوی ټولنه ( خپرندوی ).
6)   کاڼی، محمد طاهر : ( ۱۳۹۴ ل ) کال، بهرني ليکوال، کابل، د افغانستان علومو اکاډمي ( خپروندوی).
7)   واجد، عبدالوجد ( څېړنپوه ) : ( ۱۳۸۸ل ) کال، د نړۍ ادبيات، تدريسي لکچر نوټ، د ښوونکو د روزنې لوی رياست ( خپرندوی ).


Post a Comment

0 Comments