د عبدالحنان داعي شاعرانه اړخونه


د پيل خبرې
    د ماسټرۍ د کړنلارې او لايحې سره سم هر محصل دېته اړ وي چې د ماسټرۍ په تدريسي روان بهير کې په بېلابېلو موضوعاتو باندې څېړنې او شننې وکړي او يو څه وليکي او يا په هر اړوند مضمون کې پر يوې ټاکلې تحقيقي او څېړنيزې موضوع او يا په يوې پرتليزې موضوع باندې څېړنه او شننه ترسره کړي او هغه بيا په خپل ټولګي کې د خپل لارښود استاد او ټولګيوالو پروړاندې ارايه کړي.
    ما هم د ننګرهار پوهنتون، د ژبو او ادبياتو د پوهنځي، د پښتو ژبې او ادب د څانګې د ماسټرۍ پروګرام د پرېکړې او کړنلارې له مخې په اړوند مضمون کې( د عبدالحنان داعي او شاه ولي خان بې ريا د شاعرۍ پرتليز جاج ) سرليک لاندې موضوع خوښه او غوره کړه، لومړی مې د خپلې موضوع لپاره د دواړو شاعرانو شعري مجموعې د خپل کوچني کتابتون نه راواخيستلې او پر لوستنې مې پيل وکړ، ټول هغه بيتونه چې زما د موضوع سره يې تړاو درلود، هغه مې ترې وليکل او په دې ډول مې د خپلې موضوع لپاره خام مواد برابر کړل او له دې وروسته مې هڅه کړې چې د دواړو شاعرانو د شعرونو په منځپانګې باندې په لنډه لنډه توګه خبرې وکړم او هغه مې په ډېر ښه ډول سره پرتله کړي دي، دا دی د الله تعالی په مرسته په دې پرتليزې شننې او څېړنې لږ و ډېر بريمن ښکارم.
په درنښت
عبيدالله اغېز





سريزه
      وايي چې ادب د انسانانو د ښايسته وو او غوره خيالاتو د څرګندتيا نوم دی، ځکه چې د انسانانو خيالات، تصورات او احساسات ارومرو له يو ځانګړي چاپېريال نه رازېږي او د همدې چاپېريال په رنګ کې رنګين وي. ادب د ذهني يا داخلي ذوق او خارجي محرکاتو ګډه ښکارندويي کوي، زمونږ د پښتو ادب چې زيات برخه يې په شاعرۍ اړه لري او پښتنو پنځګرو له نثر نه زيات په شعر خپله خوا پخه او سړه کړې ده او د شعر په هر ډول قالب کې يې خپله طبع ازمايلې ده، پښتو شعر خپل پخواني قالبونه او دوديز رنګونه يو څه مات کړي اوس د وخت خبرې او انځورګري کوي او نننی شعر يې بې شمېره موضوعات، بېلابېل شاعرانه توکي او ترکيبونه په ځان کې لري، د نوو تجربو، د نوي خيال او فکر او نوو حالاتو او واقعاتو عکاسي او انځورګري کوي . په همدې اساس مې وپتېله چې د پښتو ژبې د معاصر شعر د دوهم يا درېم پړاو او اوسني بهير د دوو شاعرانو د شعرونو يو لنډ پرتليز جاج واخلم . دا دی اوس مې د عبدالحنان داعي او شاه ولي خان بې ريا د شاعرۍ پرتليز جاج سرليک لاندې موضوع سره پرتله کړې ، په دې موضوع  کې مې لومړی د دواړو شاعرانو لنډه پېژندنه راوړې او بيا مې د دواړو شاعرانو د شعرونو اړخونه جوت کړي دي، ورپسې مې د دوی شاعرانه بڼ ګډې ځانګړنې ښکاره کړي دي، له دې وروسته مې بېلابېلې ځانګړنې او توپيرونو باندې د خپلې وسې سره سم بېلابېلې ځانګړنې جوتې کړې دي، بيا مې د موضوع پايله راوړې ده.
     په پای کې بايد دا ووايم چې الله تعالی دې وکړي چې ياده موضوع کې يو څه بريالی واوسم، دلته غواړم د خپل لارښود استاد پوهندوی ډاکټر محمداجان حقپال له لارښوونې او سپارښتنې مننه وکړم، چې د موضوع ليکلو، څېړلو او پرتلنې جوګه يې کړم، هيله لرم چې د تېروتنو به راته بښنه وکړئ.
په درنښت
عبيدالله اغېز
د مفتي عبدالحنان داعي پېژندنه
     مفتي عبدالحنان داعي د ملا عبدالرحمن اخندزاده زوی، په (۱۳۶۰ هـ ) کال د لغمان ولايت د مهترلام اړونده زيارت د غونډۍ په کلي کې سترګې رڼې کړې دي، ليک، لوست او نورې مروجه مذهبي زده کړې يې لومړی له خپل پلار او بيا له خپلو ترونو نه ترسره کړي دي او د نورو زده کړو لپاره پېښور ته تللی دی، نوموړي د صرف، نحوه، منطق، بيان، فقه، رياضيات، ميراث، تفسير، حديث او د فارسي او پښتو شعري دېوانونه لوستي وو، ده په ( ۱۲۹۰ هـ ) کال خپله لومړنۍ دنده د لغمان په محکمه کې د محرر په توګه پيل کړه، بيا د نادر خان د واکمنۍ په لومړيو وختونو کې د کونړ د مرافعې محکمې مفتي شو، بيا د سردار هاشم خان له خوا په عظمي صدارت کې د کاتب په توګه وټاکل شو، له دې وروسته يې  د کندهار او اقچې په محکمو کې د مفتي په توګه دنده ترسره کړه، نوموړي خپله وروستۍ دنده د ننګرهار په شينوارو کې د مفتي په توګه ترسره کړې ده، چې له دې وروسته نوموړی د ( ۶۳ ) کالو په عُمر په ( ۱۳۲۳ هـ ش ) کال کې ومړ او د مهترلام بابا په بڼ کې خاورو ته وسپارل شو.
د عبدالحنان داعي شاعرانه اړخونه
    عبدالحنان داعي يو ويښ، پر ځان ويسا او د باريک احساس خاوند شاعر و او د شاعرۍ په هر لور يې خپل ژور نظر ځغلولی دی، دده شعرونه د منځپانګې او فورم له مخې ډېرې زياتې ښکلاوې، رنګونه او اړخونه لري، نومړي په خپلو شعرونو کې بېلابېل مسايل او مضمونونه راوړي دي، شاعري يې تر ډېره ولسي رنګونه شيندي،د فارسي او عربي ژبو اغېز پرې خور دی، همدارنګه د اردو او پشه يي ژبو له اغېز پرې ډېر خور دی، همدارنګه د اردو او پشه يي ژبو له اغېز هم خوندي نه برېښې يانې په شاعرۍ کې يې د عربي او فارسي ژبو کلمې او لغتونه کارولي دي او ځای ځای يې د اردو او پشه يي ژبو کلمې او لغتونه هم ورځای کړي دي چې د بېلګې په توګه يې دا لاندې بيت وړاندې کولای شو :
مېرا نام هی، تېرا جان هی قربان، اوی بهت ايک زمان
تيره قنــــد و عســـــــل هی لعــــــــــــــــــــاب کو چـــــــــــــــــــا
                                                                                                               (د داعي دېوان، ۲۴ مخ )
فارسي بېلګه يې :
دُر دندان، سره لبان، تور چشمان د صنم
کج مژګان په چمان غمنګيــــــــن دي روان
                                                                                                  ( د داعي دېوان، ۹۵ مخ )
     د ارواښاد داعي په شاعرانه باغ او بڼ کې خوږلني، صميميت، خواخوږي، زړه سوي او همدري په څپو څپو غورځنګونه وهي، همدارنګه په منځپانګيز اړخ کې پندونه، عقيدت، توحيد، مينه، وطنپالنه او ځينې ټولنيز او اخلاقي درسونه څپڅپاند دي، ده له خپل وطن او ټاټوبي سره ډېره لېونۍ مينه درلوده او نه يې غوښتل چې له خپل کور، کلي او وطن نه بېل شي، د خپل وطن نه بېلېدل ورته يو پېغور او بې ننګي ښکارېده، څه ښه يې ويلي دي :
خپل وطن کشمير دی، ما پردي وطن ته چېرې وړې
زړه مې شو ذرې، ذرې......ترپايه
     ملا عبدالحنان داعي په خپل شعر کې خپلو خلکو او خپل ولس ته نصيحتونه کړي دي او بدې لارې نه يې ښې لارې ته رابللي دي او په خوږه شاعرانه ژبه يې له کږې لارې نه نېغې او سمې لارې ته رابللي دي، څه ښه وايي :
اخر به لاړ شې ته له دې دنيا
وکړه ســـــودا په بازار د دنيا
                                                                                            ( د داعي دېوان، ۱۵ مخ )
يادا چې :
پاڅېږه! غافله صبحدم دی استغفار کا
که هوښيــــــــــــــــار يې طلب د ديدار کا
                                                                                             ( د داعي دېوان، ۱۷ مخ )
    د مفتي عبدالحنان له شعر و شاعرۍ څرګنديږي چې د لوړ احساس او ژورې عاطفې خاوند و، خواخوږی او زړه سواندی شخص و، د نوموړي شاعري ډېره خوږه ده او په هر چا خوږه لګي او هم ورته خوند ور کوي.













د استاد شاه ولي خان بې ريا پېژندنه
   الحاج شاه ولي خان بې ريا د نور محمد خان زوی په ( ۱۳۳۲ هـ ل ) کال د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ د ميرانو په کلي کې زېږېدلی دی.
    استاد شاه ولي خان بې ريا لومړی د خپل کلي جومات کې زده کړو ته کېناست، وروسته د نورو زده کړو لپاره پېښور ته لاړ، هلته يې د بېلابېلو علماوو نه حديث، فقه، عقايد، اصول او نور ديني او مذهبي کتابونه ولوستل او بېرته خپل کلي ته راستون شو، نوموړی په ( ۱۳۵۱ ل ) کال په زابل ( کلات ) کې د محاسبې د مدير په توګه په دنده وګومارل شو، بيا په ( ۱۳۵۷ ل ) کال په ننګرهار کې د تخنيک مامور وټاکل شو، په ( ۱۳۵۸ ل ) کال کوزې پښتونخوا ته کډوال شو، هلته يې د ښوونکي په توګه د خپلو مهاجرو بچيانو په روزنه پيل وکړ، په ( ۱۳۷۰ ل ) کال بېرته خپل کلي ته راستون شو او په جلال اباد کې د شهيد مولوي حبيب الرحمن د يتيمانو لېسه کې د ښوونکي په توګه وګومارل شو، وروسته بيا په ( ۱۳۸۶ ل ) کال د محمدي صاحبزاده عالي لېسې ته رابدل شو چې تر اوسه هم خپله دنده په محمدي صاحبزاده عالي لېسې کې د ښوونکي په توګه پر مخ وړي.
د استاد شاه ولي خان بې ريا شاعرانه اړخونه
    ښاغلی بې ريا يو معلم، حساس، دردمن، زړه سواند او مهربان شاعر دی. دده شاعري په بېلابېلو موضوعاتو او مسايلو راڅرخي يانې د عقيدت، توحيد، مينې، نصايحو، وطن پالنې او د هېواد د بچيانو د روزنې له سپېڅلو احساساتو نه ډکه شاعري لري، د نصايحو، هېواد پالنې او د معارف د بچيانو د روزنې پله يې ډېره درنه ښکاري، لکه چې وايي :
دا ګران هېواد غواړي له تاسې خدمتونـه
د معارف بچو! وشکوئ د جهل زنځيرونه

پر تاسې وياړي د وطن دښتـــــې او غرونه
د معارف بچو وشکوئ د جهل زنځيرونــه
                                                                    ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۵۰ مخ )
     بې ريا صيب ډېر وخت د خپل هېواد د بې وزلو بچيانو په روزنه بوخت وي او تل يې په لار کې ستړي ستړي مزلونه وهي، خو تر دې دمه يې هيڅ ډول ستړيا نه ده حس کړې او له دې مزلونو او کړاوونو نه يې لاهم خوند اخيستی، هغه وايي :
بې ريا سترګې لګــــــوه دا ګـــــران بچــــــــــي وروزه
چې ګران وطن زمونږ د فقره له ناکامه خلاص شي
                                                                       ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم ، ۳۸ مخ )
    استاد نه يوازې دا چې د خپل وطن پر زخمونو او ټپونو ژړېدلی او دغو ټپونو ته يې د پټيو او ملهم موندلو لپاره ډېر زيار او کړاو ګاللی دی، بلکې له دې سره په څنګ کې د خپل وطن د ابادۍ او سوکالۍ په لار کې د هيڅ راز قربانۍ نه دی په شا شوی، تل يې په خلکو ناره کې چې :
تش په خبرو نه جوړيږي وطن کار غواړي
په زور د مټــــو اباديږي وطن کار غواړي
                                                                     ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۴۷ مخ )
    د ښاغلي بې ريا شاعري که په غور او ځيرتيا سره ولوستل شي، نو جوته به شي د خپل ولس او ټولنې په نبض پوه او د خپلو خلکو رېښتينی خواخوږی، هېوادپال، خدمتګار او غمشريک دی.


د داعي او بې ريا د شاعرۍ پرتليز جاج
الف ګډې ځانګړنې :
     شاعر  انسانانو په انفرادي توګه او د ټولنې په ټولنيزه توګه ترجماني او عکاسي کوي او د ژوند د هلو ځلو انځور يې د ذهن په ګوټ ګوټ کې نقشونه جوړوي او دا انځوروۍنه بيا د قلم په څوکه د ټولنې د سمون، پرمختګ، ويښتابه، ورورګلوۍ، يووالي، مينې، مساوات، انصاف، د مظلوم مرسته، له ظالمه کرکه او نورو بېلابېلو موخو کاروي، ځکه خو شاعر په هر دور کې خپل حيثيتي مقام او لوړ اهميت ښکاره کړی دی او د وګړو، قوم، ټولنې، ولس، خاورې او وطن په کار راغلی دی چې د ادب د ټولنيز حيثيت او لوړ مقصد ښکاره ثبوت ګڼل کيږي.
     دا خو جوته ده چې شاعران د قوم او ټولنې هغه خواخوږي او زړه سواند وګړي دي چې تل يې د خپلو خلکو زړونه په جذبو او ولولو رواستي دي، نو ځکه د هر شاعر او پنځګر دا فريضه ده چې هغه د خپل ولس او خلکو په درد او غم، په خوښۍ او وير کې ځان ګډ وبولي او ځان د خپل چاپېريال، ټولنيز ژوند، عصري غوښتنې، ولسي غوښتنې، هيلې او ارمانونه، د سيمې او وطن په روانو او راروانو پېښو او واقعاتو د يوه ځيرک او پوه طبيب په څېر د ټولنې په نبض، لاس نيولو او د خپل ولس او ټولنې د ناروغيو داسې په زړه پورې تشخيص او درملنه وکړي چې د ټولنې هر وګړی د ده کردار او نېک عمل ته غاړه کېږدي، په همدې اساس مونږ دلته هڅه کړې ده چې د پښتو ژبې دوه شاعران چې د بېلابېلو واکمنيو پرمهال يې په بېلابېلو زمانو کې ژوند کړی دی او په بېلابېلو حالاتو کې يې هنر پنځولی، د دوی په شاعرۍ کې مو په پرتليز ډول شننه او څېړنه کړې، راشئ لومړی به د دوی دواړو د کلام مشترک اړخونه وګورو او له هغه وروسته به يې د دواړو د کلام ځانګړي او بېل خاصيتونه وڅېړو :

 ۱ ريا کاري :
      ارواښاد ملا عبدالحنان داعي د رياکار او رياکارۍ په اړه څه ښه ويلي دي :
د ريا تسبېح په لاس پګړۍ په سر کا
دام د مکـــــــر په عوامــــــــــــو برابر کا
                                                                                              ( د داعي دېوان، ۷ مخ )
بل ځای بيا وايي:
چرګه هسې په نارو دې کړ ځــــان ستړی
لکه ژرنده چې پارچاو کړي ژرنده ګړی
هيڅوک نه کوي عمل ستا په بانګونــو
لکه ته چې کړې دا کار نه دی چـــا کړی
                                                                                    ( د داعي دېوان، ۱۴۹ مخ )
    ښاغلی شاه ولي خان بې ريا د ځان پالنې او ريا په اړه بيا داسې وايي :
دا څو پندونه دې د ځان سره يادګار وساته
خودنمــــايۍ او د ريــــا نـــه ځان کنار وساته
                                                                        ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۸ مخ )
 ۲ اتفاق او بې اتفاقي :
     ارواښاد داعي د اتفاق او بې اتفاقۍ په اړه داسې ويلي دي :
دا زمونږ په کور کې بوی دی د نفاق
ځکــــــه لاړه خـــوشبـــــــــويي د اتفاق
                                                                                             ( د داعي دېوان، ۷۱ مخ )
    ښاغلی بې ريا بيا وايي :
بې اتفاقي يو بد مرض دی د انسان لپاره
خپل اتفاق لکه د زاڼو د قطــــــــار وساتئ
                                                                        ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۸ مخ )
 ۳ غافل او غفلت ګر :
      ملا عبدالحنان داعي په غافل سړي داسې ناره کوي :
پاڅېږه! غافله صبحدم دی استغفار کا
که هوښيـــــــــــــــــار يې طلب د ديدار کا
                                                                                             ( د داعي دېوان، ۶ مخ )
      ښاغلی شاه ولي بې ريا بيا داسې وايي :
شپه د خدای په يادو پورته شه سحر کړه
استغفار وايه بيـــــــــــا تمـــــــه د کوثر کړه
                                                                     ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۸۵ مخ )
 ۴ نېک عمل :
      مفتي داعي د نېک عمل په اړه داسې نظر لري :
نېک عمــــــــل د سړي بــل څراغ په مخ دی
زه به څـــــــــــه کړم په تياره کې روان تور مخ
خدای دې نه کا څوک تورمخی په عمل کې
چې ولاړ وي په قيامـــــــت کې حيران ور مخ
                                                                                            ( د داعي دېوان، ۳۸ مخ)
ښاغلی بې ريا بيا د نېک عمل په اړه داسې نظر لري :
تل حق وايه حق کوه بذدله نه شې
نېک عمل په ډاډ د الله اکبــر کړه
                                                                      ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۴۹ مخ )
    که پورتنيو بېلګو ته ځير شو، نو ترې څرګنديږي چې د دواړو شاعرانو موخه او پيغام يو ښکاري او د دواړو په ساده او روانه ژبه د خپل زړه غږ خپلو خلکو او ولس ته رسولی دی.
ب بېلابېلې ځانګړنې او توپيرونه :
    دا خو يو ښکاره خبره ده چې د وخت او مهال په تېرېدو سره د ټولنې اقدار او هيلې هم بدليږي، د حالاتو د غوښتنې او اړتياوو په توګه په ټولنيز ژوند او چاپېريال کې هم بدلون رامنځته کيږي، همداسې که مونږ ادب ته ځير شو، نو په دې کې هم د وخت او حالاتو په څېر بدلون راځي او د ولس او ټولنې غوښتنې، احساسات، عواطفو، خواخوږي، زړه سوی، هيلې او ارمانونه او نورې بېلابېلې ځانګړنې پکې د هغوی د غوښتنو سره سم انځوريږي او همدا پنځګر دی چې د خپلې ټولنې او چاپېريال ژوره عکاسي او ترجماني کوي، د پښتو ادب په نظمي او نثري خوا په منځپانګې، مضمون، فورمونو او نورو ځانګړنو کې وخت پروخت بدلون راغلی دی، دلته مونږ د پښتو ژبې د معاصر وخت د دوهم پړاو او اوسني وخت د دوو شاعرانو د شعرونو بېلابېلې خواوې مو په پرتليز ډول څېړلي او شنلي دي .
   که مونږ په غور سره وګورو، نو د مفتي عبدالحنان داعي او شاه ولي خان بې ريا شاعرانه باغ وبڼ کې ي، جوت توپير ښکاري، هغه دا چې د دواړو شاعرانه ذوق بېل بېل دی، ارواښاد داعي د پښتو ادب د کلاسيکې دورې شاعرۍ ته ډېر مايل دی او د هغه وخت شاعرانه روايتونه، توکي او ترکيبونه يې ډېر کارولي دي.
       د ده په شاعرۍ کې د پندونو، اخلاقياتو او نورو ټولنيزو کړنو ترڅنګ ډېر د خط وحال، ګل و بلبل ‎، اهو چشمو او تورو زلفو ستاينه يې کړې يانې د محبوبې د بدن د بېلابېلو غړو ستاينه يې ډېره زياته کړې ده او هم يې د خپلې محبوبې نه ډېرې ګيلې کړي دي، د هجران له لاسه يې ډېر ژړلي دي، د رقيب او غماز زياتوب او نو رکلاسيک موضوعات يې سره غاړه غړۍ کړي دي، د رقيب او غماز په اړه يې دا بېلګې وګورئ :
راپسې ګرځي رقيب غماز
زړګی زمــــــــا شو د غم ګاز
                                                                                 ( د داعي دېوان، ۵۸ مخ )
يا دا چې :
د رقيب له شيطانته خلاصی نشته
له لغمـــــانــــــه که تــــر هنده شم جلا
                                                                                             ( د داعي دېوان، ۵ مخ )
    که مونږ د د اعي په شاعرانه باغ و بڼ کې وګرځو، نو دا به راته جوته شي چې نوموړی د خپل وخت او د خپل وخت نه وړاندې دوديز شاعرانه توکي او ترکيبونه ډېر پاللي دي لکه :
کږې وږې وروځې دُر دندان باڼه يې غشي
حاصل دا پري رُخسار دی يـــــــار زمــــــــــــا
                                                                                             ( د داعي دېوان، ۲ مخ )

يا دا چې :
زه خزان که اوس له عشقه ګرېزان يم
نه خلاصېږم پرې لتاړ يم الغيــــــــاث
                                                                                              ( د داعي دېوان، ۳۵ مخ )
    په پورته بېلګو کې ملا عبدالحنان د خپل وخت او د خپل وخت نه وړاندې شاعرانه توکي او ترکيبونه ( رقيب، غماز، د غم ګاز، شيطانت، کږې وږې وروځې، دُر دندان، باڼه غشي، له عشقه ګرېزان، لتاړ، پري رُخسار ) يې په ډېر فني انداز کارولي دي.
    ښاغلی بې ريا د پښتو ژبې د اوسني بهير او د نوې شاعرۍ د کاروان يو سپين ږيری غړی دی چې د خپلو شخصي وارداتو او مشاهداتو ښه ترجماني او ژوره عکاسي يې په بېلابېلو شعري فورمونو کې کړې ده، که څه هم ښاغلی بې ريا په خپل شاعرانه باغ و بڼ کې بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ عقيدت، توحيد، پندونه او خپلو سپېڅلو احساساتو انځورګري کړې، خو د خپل وخت حوادث، پېښې، ستونزې، کړاوونه، بې انصافۍ، ظلم و ستم، يرغلونو، ورانيو، خيانتونه، د پرديو کلتورونو دودولو، د پرديو غلامۍ غاړه ايښودلو، اسلام په نامه خپلو خلکو او ولس ته د لومو غوړولو، سرو او شنو ښکېلاکګرو، د نوې ټکنالوژۍ، د بمونو، مېزايلو، پيکپو او ډالرو انځورنه يې اخيستي دي، راځئ چې دا بېلابېل انځورونه د هغه په شاعرانه بڼ کې ولولو :
استعمارګرو دلته خاورې شول سرونه
نېست نابود شول ټول، وادې خلي د روس نه عبرتونه
دلته لمبه شول د ټانګونو قطارونه
                                                               ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۷ مخ )
چا وپلورلم زه پـــــه څو پيکپو او ډالرو
سودا مې په سر وکړه دغو واړو لروبرو
                                                               ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۱۳ مخ )
چا وويشتم په ټانګ او چا په بم او چا په کروز
هر يو تالا والا کړمه چا بر يوړم چــــــــــــــــــا کوز
                                                               ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۲۲ مخ )
***
دا ميزايل مو په هېواد څوک وروي؟
دا مو د تباهۍ څخـــــــــــه لذت اخلي
حقوق د ښځو يې پلمــــــــــــــــه نيولې
په پستـــــــــــــــه ژبـــــــــــه حريت اخلي
                                                               ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۲۷ مخ )
***
د دوستانې او د اسلام په نوم يې راواړوي دلته
درانه بمونـــــه مونږ پرې ولي مونږ د چا غم وکړو
ځينې د يو ځينې د بل جغ لاندې شپــــــــې تېروي
چا شنه، چا سره دي راوستلي مونږ د چا غم وکړو
                                                               ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۳۰ مخ )
***

هغه پېغلـــــــو چې حياء نه پټول بڼ کې مخونه
مجبوريت نه غځوي اوس نامحرمو ته لاسونه
                                                               ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۱۶ مخ )
***
چې د وطن حريم پلوري په غليمــــــــانــــو باندې
يو ځناور دی بوچی خر دی، څه افسر خو نه دی
                                                               ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۵۴ مخ )
***
مټې ونغـــــــــــــــاړي اکټــــــــونـــــــــــه کړي د فلم
مخور، سپين ږيری، ځوان ور ته ټيټ ښکاري
                                                               ( راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، ۹۲ مخ )
     ښاغلی بې ريا د خپل وخت د پېښو او حالاتو ښکلې او ژوره انځورګري کړې او هم يې اوسني توکي او ترکيبونه لکه د ( روس نه عبرتونه، د ټانګونو قطارونه، پيکپو، ډالرو، بمونو، کروز، ميزايل، د ښځو حقوق، شنه او سره ښکېلاکګر، د مجبوريت لاسونه، د وطن حريم، مټې نغاړل، فلمي اکټونه ) يې په ډېر ښه اندازه سره کارولي دي، اوس د پايلې په توګه ويلای شو چې مفتي حنان په خپل شاعرانه باغ و بڼ کې د خپل وخت او مهال کلمې، توکي او ترکيبونه په ښه انداز کرلي دي او ښاغلي شاه ولي خان بې ريا د خپل وخت او مهال پېښې او موضوعات انځور کړي دي او هم يې د اوسني وخت نوو کلمو، توکو او ترکيبونو نه استفاده کړې ده او خپلو اشعارو ته يې پرې شاعرانه خوند و رنګ ور کړی دی.


پايله
     د پايلې په توګه دا په ډاګه کولای شو چې مفتي عبدالحنان داعي د خپل وخت يو ويښ، پر ځان ويسا او د ژور احساس خاوند شاعر و، او د شاعرۍ په هر لور يې خپل ژور او پوخ نظر ځغلولی دی، د ده شعرونه د منځپانګې او فورم له مخې ډېرې زياتې ښکلاوې لري، په خپلو شعرونو کې بېلابېل مسايل بيان کړي دي او دغه بيان يې له ښکلا او کيفيت څخه ډک دی، د ده  په شاعرۍ باندې د عربي، فارسي، اردو او پشه يي ژبو ژور اغېز ښکاري، چې تر ټولو زيات اغېز پرې د عربي او فارسي ژبو پروت دی، شاعري يې روانه، خوږه او له خواخوږۍ ډکه ده، خو زياتره يې ديني، مذهبي، اخلاقي او پند لرونکي مسايل بيان کړي دي، يانې د عشق او مينې، خط وخال، بلبل و ګل او د محبوبې د بدن غړي يې ستايلي، رقيب او غماز يې غندلي او د دې ترڅنګ يې نصيحتي بڼه هم خپله کړې ده لکه :
اخر به لاړ شې تـــــه له دې دنيا
وکړه سودا په بازار د دې دنيا
     ښاغلی بې ريا هم ي، حساس، دردمن، زړه سواند او په هېواد مين شاعر دی، د ده شاعري هم په بېلابېلو موضوعاتو او مسايلو باندې راڅرخي، يانې د عقيدت، توحيد، اسلامپالنې، پندونو، د معارف بچيانو د روزنې او د سپېڅلو احساساتو نه ډکه برېښي، استاد تل د خپل وطن او خلکو ټپونو ته ژړېدلی  او دغو ټپونو ته يې د پټيو او ملهم موندلو لپاره ډېر کړاوونه او ستونزې ګاللې دي، د وطن د ابادېدو لپاره يې خپلې ذهني او جسمي قربانۍ ور کړې دي او تل يې په رسا غږ پر خپلو خلکو داسې ناره کړې ده :
تش په خبرو نه جوړيږي وطن کار غواړي
په زور د مټــــو اباديږي وطن کار غواړي
     که پورتنيو بيتونو ته ځير شو، مفتي داعي په خپلو خلکو په نصيحتي ډول غږ کوي، چې له دنيا څخه تګ حتمي دی او ښه سودا پکې وکړئ، خو ښاغلی بې ريا بيا په خپلو خلکو باندې د خپل وطن د جوړېدو او ابادۍ غږ کوي او د تشو خبرو څخه د عمل ډګر ته راکشوي.
ماخذونه
1.   بې ريا، شاه ولي خان ( حاجي ) : ( ۱۳۹۲ ل ) کال، راته حيا راځي چې نوم دې اخلم، شعري ټولګه، پېښور، الکتاب تخنيکي څانګه ( خپرندوی ).
2.   داعي، عبدالحنان ( مفتي ) : ( ۱۳۸۱ ل ) کال، د مفتي عبدالحنان داعي دېوان، ټولوونکی محمدحسين احمدي، پېښور، دانش تخنيکي څانګــــــــــــه ( خپرندوی ).

Post a Comment

0 Comments