د خطا قتل



د خطا قتل :

د خطاقتل د غيرقصدي جرمونوله جملې څخه دى،غيرقصدي جرمونه عبارت له هغه جرمونو څخه دى چې مجرم نه غواړي ناروا کار وکړي ، خو د خطا له کبله ناروا کارترې واقع شي.
خطايي قتل دهغې وژنې څخه عبارت دى چې په هغې کې  دوژنې اويا دوهنې قصد وجود ونلري اوداخطا بيا په دوه ډوله ده

لومړي مطلب-دفاعل په قصد اويا گمان کې  خطا (تيروتنه):

اوهغه داده چې فاعل په يوڅه باندې د ښکار په ګمان ګوزار وکړي مگر دده دګمان پرخلاف هغه انسان وخيږي اويا دا چې فاعل پرې دحربي ګمان کړى وي خوهغه مسلمان وي ، دلته نوخطا دزړه فعل ته چې قصد ورڅخه مراد وي راجع کيږي .[1]
د حقوقي اصطلاحاتو په قاموس کې بياپه لاندې توګه تعريف شوى:
هغه خطا ده چې فاعل په خپل ذهن کې د خطا مرتکب کيږي سره له دي چې دهغه فعل په هدف باندې لګيږي .[2]

دويم مطلب - په خپله دفاعل په فعل کې  خطا:

اوهغه داسې چې څوک په کوم ښکارباندې وار وکړي اوهدف يې دښکار اويا کومي موخي وېشتل وي خوناببره هغه پرانسان ولگيږي ،په دي صورت کې  خطا دوار اراه اوعملي کولوته راجع کېږي.[3]
معنى دا چې پدې دواړو حالتونو کې  قتل پداسې بڼه رامنځته کيږي چې قصد پکې اعتداء  اوتيرى نه وي ،اونه دقتل انګېزه پکې وي ، په خطايې قتل کې  علت وي خو انګيزه نه وي ، فاعل نه دقتل اونه هم دوهلو کوم نيت لري.
د حقوقي اصطلاحاتو په قاموس کې بياپه لاندې توګه تعريف شوي:
هغه خطا چې فاعل په خپل فعل کې دخطا مرتکب شي اوکوم هدف يې چې درلود دهغې پر خلاف لاسته راشي .[4]
مگرجنايې تشريع کې  بيا دادواړه د(په شخص کې  خطا اوپه شخصيت کې  خطا) په نامه يادشوي دي چې مونږ  يې د دې قتل دلا پيژندلو لپاره په لاندې توگه ترينه يادونه کوو:

 

په شخص کې  خطا اوپه شخصيت کې  خطا:

په شخص کې  دخطا نه مراد دادى چې مجرم ديو معين شخص د وژلو قصد وکړي مگر بل څوک ووژني اوپه شخصيت کې  دخطاء نه مراد دادى چې دزيد په نوم بل عمر ووژني .
دا  دواړه دمتولدي خطاله انواعو څخه دي په شخص کې  خطا په فعل کې  ده مثلاً مجرم غواړي يومعين شخص په گولي وولي مگر په خپل فعل کې  خطا شي اوبل څوک تري اولگيږي اوهغه خطا چې دي په کې  واقع شوي دي دده فعل څخه کوم چې قصد يې کړي پيدا او متولده شوي ده او په شخصيت کې  خطا ، خطا دفاعل په قصد اوګومان کې  ده مثال داچې مجرم غواړي زيد په گولي وولي خوچې ويې ويشت څرګنده شوه چې هغه زيد نه بلکه عمر دي معلوميږي چې دي په خپل قصد اوګومان کې  خطا شوي او هغه خطا چې دي پکې لويدلي د ده دقصد اوګومان نه پيداشوي ده .
دشخص اوشخصيت دخطا په حکم فقها اختلاف لري دځينو رايه داده چې په دي خطاء کې  مجرم دمتعمد په حيث مسؤل دي اوځينې نور يې دمخطي په حيث مسؤل بولي دلومړي رايې طرفداران دامام مالک (رحمة الله عليه) په مذهب کې  اکثرو او دامام احمد بن حنبل (رحمة الله عليه) دمذهب ځينې فقهاؤ دي .
دوي واقع شوي فعل ته ګوري که هغه اصلاً ناروا وي نوپه فعل ياقصد کې  دمجرم خطايې د هغه په مسؤليت باندې هيڅ اغيزه ن اچوي ځکه جرم اصلاً دناروا کار دکولو قصد کړي دي نو دافعل يې عمدي فعل دي .
مثلاً که څوک قصد لري چې عامر ووژني خوهغه خطاشي او عمر تري ولگيږي يا دهغه په نوم دا ووژني نودي يې عمدي قاتل دي.
مگرکه مقصودي فعل اصلاً ناروانه وو نو په دي صورت کې  په فعل يا قصد کې  دمجرم خطا د ده په مسؤليت اثر لري ځکه چې د ده سره دمباح فعل قصد موجود وو نوکه په خپل فعل يا قصد کې  تيروت اوخطا شو نو خطايې مجرم دي نه عمدي
که څوک غرڅه ولي او هغه خطاشي بني آدم ولږيږي اومړشي نودي يې قاتل دي ، که څوک غواړي حربي يا مباح الدم شخص په گولي وولي مگر هغه خطاشي اومعصوم الدم شخص ولگيږي همدارنګه که څوک دمباح الدم زيد په نوم يوتن ووژني مگر هغه زبير وخيژي په دي ټولو صورتونو کې  داقتل خطايې قتل گڼل کېږي .
هغه ډله چې مجرم خطايې مجرم بولي هغه دحنفي اوشافعي مذهب اودحنبلي مذهب ځينې فقهادي ، دوي ټول وايې که څوک غواړي چې يوتن ووژني مگربل تري ولگيږي اومړشي ياد يوپه نوم اوګومان بل ووژني نوفاعل يې دمرګ ژوبلي خطايې مسؤل دي ،فرق نه لري که هغه مقصود فعل اصلاً مباح وي او که نه ، ځکه چې دمجرم سره دهغه چا دمرګ ژوبلي قصد نه دي موجود چې ويې وژلو او ويې ويشتلو که دي پوه وي چې خطا کېږي نو هغه فعل ته يې اقدام نه کولو دامام مالک (رحمة الله عليه) دمذهب ځينې فقهاء دشخص اوشخصيتدخطا گانو ترمنځ فرق کړي دي وايې چې مجرم دخطا في الشخص په حالت کې  دمخطي په حيث مسؤل دي دهغه فعل اصلاً رواوي اوکه ناروا مگر دخطا فى الشخصيت په حالت کې  که فعل اصلاً ناروا او دعمدي مجرم په حيث مسؤل دي ، دهغو فقهاؤرايه دمصري او اکثرو فرانسوي شراحو درايې سره موافقه ده چې وايې کې  فعل اصلاً ناروا وي نو فاعل يې عمدي مجرم په حيث مسؤل دي ، اودهغو فقهاؤ رايه دآلماني نظريې سره موافقه ده چې په ټولو حالاتو کې  مجرم دخطايې مجرم په حيث مسؤل بولي .
مگر دهغو فقهاؤ رايه ځينو فرانسوي شراحو دنظريې موافق ده چې دشخص اوشخصيت د خطا گانو ترمنځ فرق ته قائل دي .[5]

 

درېيمه فقره-دخطايې قتل سزا:

په اسلامي شريعت کې  دخطايې قتل لپاره قصاص نشته ، اوفقط دوه سزاوي لري چې اصلي سزايې ديت اوکفاره ده ، او تبعي سزاء يې دميراث اووصيت څخه محرومتيا ده .[6]
په خطايې قتل کې  ديت اخماساً يعنې په پنځه ډوله اخيستل کېږي داسې چې په اوښانوکې  به شل بنت مخاض  ، شل ابن مخاض ، شل بن لبون ، شل حقي او شل جذعي ورکوي اوداداحنافو اوحنابله وو مذهب دي ، مالکېان اوشوافع بيا دبني مخاض پرځاي شل بني لبون لازم ،بولي ،همدارنګه پدې قتل کې  هم ديت پرعاقله وو دي .[7]
اوداځکه چې دخطاء جنايات ډير او دانسان ديت هم کم ندي نوحکمت د دې ايجاب کوي چې بايد د بسني په توگه دعاقله ووڅخه ديت واخيستل شي .
دخطاء قتل لپاره کفاره لکه چې په قرآن کريم کې  يې يادونه شوي(($tBur šc%x. ?`ÏB÷sßJÏ9 br& Ÿ@çFø)tƒ $·ZÏB÷sãB žwÎ) $\«sÜyz 4 `tBur Ÿ@tFs% $·YÏB÷sãB $\«sÜyz ㍃̍óstGsù 7pt7s%u 7poYÏB÷sB ×ptƒÏŠur îpyJ¯=|¡B #n<Î) ÿ¾Ï&Î#÷dr& HwÎ) br& (#qè%£¢Átƒ 4 bÎ*sù šc%x. `ÏB BQöqs% 5irßtã öNä3©9 uqèdur ÑÆÏB÷sãB ㍃̍óstGsù 7pt6s%u 7poYÏB÷sB ( bÎ)ur šc%Ÿ2 `ÏB ¤Qöqs% öNà6oY÷t/ OßgoY÷t/ur ×,»sVÏiB ×ptƒÏsù îpyJ¯=|¡B #n<Î) ¾Ï&Î#÷dr& ㍃̍øtrBur 7pt6s%u 7poYÏB÷sB ( `yJsù öN©9 ôÉftƒ ãP$uÅÁsù Èûøïtôgx© Èû÷üyèÎ/$tFtFãB Zpt/öqs? z`ÏiB «!$# 3 šc%x.ur ª!$# $¸JŠÎ=tã $VJŠÅ6ym ÇÒËÈ  
ژباړه: ژباړه: دادىو مؤمن کار ندي چې بل مؤمن ووژني ، مګر داچې خطايې ورڅخه وشي اوڅوک چې کوم مؤمن په خطايې سره ووژني نودهغه کفاره داده چې يو مؤمن له غلامي نه آزاد کړي اود وژل شوي وارثانوته دوينو بيه ورکړي ،مگر داچې هغوي خوني وبښي خوکه هغه وژل شوي مسلمان له کوم داسې قوم څخه ؤ چې له هغه سره ستاسي دښمني وي نودهغه کفاره ديومؤمن غلام آزادول دي اوکه هغه دکوم يوداسې نامسلمان قوم وګړي ؤ چې له هغه سره ستاسي تړون ؤ نودهغه وارثانو ته به دوينو بيه ورکول اوديومؤمن غلام به آزادول وي نوکه څوک غلام ونه مومي پرله پسي دي دوه مياشتي روژه ونيسي داپدې گناه باندې الله (جل جلاله) ته دتوبي ايستلو طريقه ده اوالله (جل جلاله) دعلم اوپوهي خاوند دې.
يعنې دمؤمن مريې آزادول اوکنه نودوه مياشتي پرله پسي دروژي نيول دي اوکفاره به دقاتل دخپل مال څخه ورکول کېږي او داځکه چې کفاره عبادت دي اودجاني دگناه د رژوني لپاره لازم شوي اودبل چافعل په هغې کې  نه معاوضه کېږي ،همداراز دمړي ميراث اووصيت څخه محرومتيا دليل يې لکه چې مخکې مودعمد قتل په تبعي سزاکې  يادونه وکړه ، دادى چې قتل من حيث المبداء دټولو فقهاوو په اتفاق دميراث مانع گرځي اواختلاف يې يواځې دقتل دصفت دتحديد پوري اړه پيداکوي.
دخطاقتل لپاره د فقهاوو په اتفاق تعزير نشته خودا چې  دافغانستان دوضعي سزا ء قانون په څلورسومه ماده اودواټ دترافيکودقانون په ٧٣مه ماده کې  کومه تعزيري سزا چې ذکر شوي زه فکر کوم دابه دهغه اهمال، غفلت ،بي احتياطي ،دقانون او مقرراتو دنه رعايت کولوپوري اړه پيداکوي ، ځکه دافغانستان داساسي قانون د درېيمي مادي مطابق هيڅ قانون داسلامي شريعت مخالف نشي واقع کېدلاي . دلته داخبره سمه ده چې څوک ووايې چې په خطايې قتل کې  قانون په غير ارادي عمل باندې کوم چې دمسؤليت اساس اوبنسټ نه جوړولي سزاء ورکوي ،ځکه دلته قانون په حقيقت کې  په هغو ارادي اعمالو باندې سزامرتبه کړي ده کوم چې هغو پايلوته يې سر ووځي چې فاعل يې په مستقيم اوغير مستقيم ډول اراده نه وي کړي ، خودايې په توان کې  وه چې لازم احتياط اوحذر يې کړي واي نو دهغې څخه به اجتناب رامنځته شوي واي.[8]
نوځکه قانون جوړونکې نشي کولاي دهغه عمل څخه سترګې پټي کړي کوم چې دخطا په نتيجه کې  رامنځ ته شوي وي ، نودلته داسې حالات شته چې يواځې اويواځې په يوي خطاء سره ډيري خطرناکې  پايلي رامنځته کېږي چې په هغې کې  يواځې دتعويض حکم کفايت نه کوي بلکه داضرورت ده ترڅو سزاء هم  ورسره مله وي چې دداسې جرايمو دوقوع مخه ونيول شي .[9]
دخطايې قتل اونورو قتلونو ترمنځ تميز اوتوپير دادى چې طبيعتاً يوغير عمدي جرم دي چې پکې قتل دهغې خطاپه نتيجه کې  رامنځته کېږي چې هغه مقصودنه وي نو ځکه په خطايې قتل کې  دشروع تصورهم نشي رامنځته کېدلي .
په خطاء قتل کې  خوجاني يوفعل انجاموي مگر هغه پايلي چې دهغې فعل څخه راپيداکېږي دهغې تصور نه وي وکړي .
په خطاءقتل باندې هغه وخت سزاء مرتبيږي کله چې ضررته منجرشي،اوکه ضرر اويا وژني ته يې پايله ونه رسېږي نوبيا پري عقاب اوسزاهم نشي مرتب کېداي اوهمدا خطا اوضرر دوه اساسي عناصر دي ترڅو سزا رامنځ ته شي دخطايې قتل دجرم اساسي ارکان هم دري شيان دي :
لمړي: مادي فعل چې دقتل څخه عبارت دي .
دويم : دخطاء وقوع چې دايو مميز رکن دي .
درېيم : دخطاء اونتيجي ترمنځ دسببيت داړيکوشتون.
دافغانستان دسزا دقانون د ٤٠٠ مي مادي متن پدې ډول دي.
١- که څوک دخطاء په اثر چې داهمال ، غفلت بي ،احتياطي ، دبي مهارتي ، دقانون ،مقرراتو لايحو، اوامرونو دنه مراعات کولو څخه يې نشاءت کړي وي دبل شخص دقتل ارتکاب کوونکې وگرځي يابي له عمده دقتل سبب شي په حبس تردري کلونواونقدي سزاء چه دشپږديرش زروافغانيوڅخه زياته نه وي ياد دې دواړو سزاګانو څخه په يوي محکوميږي .
٢- که خطاء دداسې اصولو دجسيم تخلف په نتيجه کې  صورت ومومي چې وظيفي کسب يا کارپري لازم کړي وي ،يا خطا دنيشه يې اومخدره موادو داستعمال څخه راپيدا،اويا يې دپيښيدلو په وخت کې  دمجني عليه دمرستي څخه ، سره د دې چې پري قدرت لري ځان وژغوري ، ارتکاب کوونکې په متوسط حبس چې ددوه کلونو څخه کم نه وي اوپه نقدي سزاچې دپنځوس زره افغانيو څخه زياته نه وي محکوميږي .
٣-که دپورتنيو فقرو د درج شوي فعل دارتکاب په اثر ديو کس څخه زيات مړه شي مرتکب په متوسط حبس چې ددري کالونه کم نه وي اوپه هغه صورت کې  چې د٢ مي فقري دحالاتو څخه ورسره يو  يوځاي شي ارتکاب کوونکې  په حبس چې داوو کلونو څخه کم نه وي محکوميږي ديادولو وړ ده چې دواټ دترافيکو قانون په ٧٣ مه ماده کې  هم دهمدې مادي دمتن مطابق اومماثل عبارات ذکرشوي دي ، ځکه ترافيکې قتلونه هم عموماً خطايې قتلونه وي که دپورته مادو متن ته نظرواچول شي نودا جوته کېږي چې قانون جوړونکې څوشيان په نظرکې  نيولي چې هغه عبارت دي اهمال ، غفلت ، بي احتياطي ،بي مهارتي ، دقانون ، مقرراتو ، لوايحو او اوامرو په نظرکې  نه نيول چې په جوت نظر يوپه بل کې  تداخل هم لري .
اهمال دسستي، رعونت اوسهل انګاري په معني دي ، پدې حالت کې  فاعل دهغه څه په کړنه اوماهيت نه پوهيږي اودانشي جوتولي چې دده په فعل او يادفعل په ترک کېداي شي چې يوه سمه اويا ناسمه پايله مرتبه شي ، مثﻻً : يوسړى دسرک ترغاړي يوه ونه کوندوي اوغټ ښاخونه يې پري کوي دده داهمال اوسوء تقدير په نتيجه کې  دهغې يوښاخ پرلاروي لويږي اوهغه وژني نوکه دده سستي ،اهمال او سوء تقدير نه واي کېداي شو د دې عمل مخه نيول  شوي واي .[10]
دغفلت هم سستي سره مترادف مفهوم دي مثلاً که يوداکترد يومريض په جراحي کولو کې  غفلت اوبي پروايې نه واي کړي کېداي شواي چې ناروغ نه وي وژل شوي .
په بي احتياطي کې  فاعل په حقيقت کې  دخپل عمل په طبيعت پوهيږي اوداورته جوته کېږي چې کېداي شي دده عمل په پايله کې  ناوړه عواقب رامنځته شي ،مگر دي يې دوقوع توقع نلري پدې حالت کې  دجرم سبب حادثي ته نظرنه اچول وي .
مثلاً: يوموټروان په لوي واټ کې  په ډير سرعت سره موټر چلوي دي پوهيږي چې کېداي شي ټکر وکړي خودي يې توقع نه کوي پدې حالت کې  دي د دې خپل ارادي عمل څخه هرومرومسؤل دي .
بي مهارتي هم پخپله دبي احتياطي مفهوم لرلي شي مثلاً:يوڅوک په طبابت کې  پوره بلدتياونلري اوپدې پوهيږي چې لا زمه اوسمه جراحي کولي نشي مگربيا هم جراحي کوي اويو کس د دې دبي مهارتي په نتيجه کې  مري ، دي هم دخپل عمل څخه مسؤل دي .
دقوانينو يا لوايحو اومقرراتو نه رعايت ، پخپل ذات کې  دمسؤليت زيږوونکې دي ،اوهره پايله چې دهغې دنه رعايت په سبب رامنځته شي مسؤليت رامنځته کوي معني داچې داپخپل ذات کې  يوه خطاء ده اومسؤليت رامنځته کوي خوکه ورسره قتل هم يوځاي شي نوپه حقيقت کې  دوه جرمه رامنځته کوي يوداچې دقانون اومقرراتو رعايت ندي شوي او داپخپله يوجرم دي ، قتل رامنځته کول چې دهمدې قوانينو اومقرراتو دعدم رعايت په نتيجه کې  رامنځته کېږي دابيا بل جرم دي مثلاً:يوڅوک  د ډريوري لايسنس نلري او ډريوري کوي حادثه کوي اويو څوک وژني ،دبي لايسنسه ډريوري دجرم له کبله د واټ دترافيکو دقانون ٦٦ مي مادي مطابق سزا ورکول کيږي ، دقتل اوشديدي حادثي په سبب ورته دهمدې قانون ٧٣ مي مادي مطابق جنحوي سزاء تجويز کېږي اوڅرنګه چې د دوه جرمونو مرتکب شوي دي دايو مشدده حالت هم دي ډريورته دهمدې قانون د٧٧ مي مادي مطابق د٧٣ مي مادي داعظمي حد سزا ورکول کېږي.
دلته بايد يوټکې ته پاملرنه وشي کېداي شي چې مجني عليه هم په خطاء کې  گډون لرلي وي څرنګه چې اکثره په ترافيکي پيښوکې  داحالت وجودلري ، خودمجني عليه دغه گډون دفاعل څخه مسؤليت نه شي دفع کولي ځکه دمجني عليه خطاء لزوماً دفاعل دخطاء سبب نه ګرځي اگرچې دغه حالت په مدني مسؤليت باندې تاثير غورځولي شي اوپه حق العبدي دعوي کې  په تعويض تاثير اچولي شي خودغه تاثير دجنايې مسؤليت مبداء اوبنسټ باندې کوم اثر نه غورځوي .
البته داخبره هم ضروري ده چې په فيصله کې  د دې جرم دارکانو يادونه وشي دقتل دفعل يادونه ، دخطاء اودهغې  د ډول ذکر او دهغه حالا تو يادونه چې دهغې څخه محکمي دانتيجه اخيستي وي چې اهمال بي احتياطي اوياغفلت صورت نيولي دي اودسببيت درابطي يادونه دحکم دضرورياتوڅخه شميرل کېږي .[11]




[1] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ، (کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، عقرب) مخ  ١٦.
[2] پوهندوي، نصرالله ، ستانکزى ، د حقوقي اصطلاحاتو قاموس، (دافغانستان عدلي اوقضايې امور، کال،١٣٨٧هـ ش) مخ،٤٤.
[3] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ، (کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، عقرب) مخ  ١٦.
[4] پوهندوي، نصرالله ، ستانکزى ، د حقوقي اصطلاحاتو قاموس، (دافغانستان عدلي اوقضايې امور، کال،١٣٨٧هـ ش) مخ، ٤٤.
[5] - عبدالقادر ، عوده ، داسلام جنائي تشريع او وضعي قوانين،ژباړن، عبدالهادي ،هدايت (کابل،  ټوک، دوهم، خپرندوي،پيغام نشراتي مرکز ، کال ١٣٨٤) مخ  ٣٩٦- ٣٩٨.
[6] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ، (کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، عقرب) مخ  ١٦.
[7] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ، (کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، عقرب) مخ  ١٧.
[8] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ، (کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، عقرب) مخ  ١٧.
[9] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ، (کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، عقرب) مخ  ١٨.
[10] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ، مجله (کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، تله) مخ ١٩
[11] - سيد مراد، شريفي ، قضاء ، مجله(کابل ، کال ، ١٣٨٨هـ ش ، تله) مخ ١٩-٢٠.

Post a Comment

0 Comments