پښتو، پښتانه او پښتونولي په کتابګوټي يو څو کرښې


سريزه
     که مونږ پښتونولۍ ته ځير شو، نو دا د پښتون ټبر او ولس د بېلابېلو خويونو، عادتونو، اخلاقو، تهذيب، کلتور، دودونو، معاملاتو او ټولنيزو قوانينو او ارونو هر رنګه اړخونه او ځانګړنې پکې پېيل شوې دي او يو په بل پسې نغښتې دي. د دا رنګه موضوعاتو هر اړخيزې څېړنې هم پراخه سينه او لويه حوصله غواړي، ځکه دا موضوعات له لرغونې اريايي ټولنې رانيولې او تر ننه پورې راغځېدلای شي، په هر حال د ننګرهار پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځي، د پښتو ژبې او ادب څانګې د ماسټرۍ د کړنلارې سره سم ماته د خپل درانه استاد سر محقق سيد محی الدين هاشمي له خوا د ده په خپل يو کتابګوټي ( پښتو، پښتانه او پښتونولي ) سرليک لاندې موضوع راکړل شوه او راته يې وويل چې نوموړی اثر بايد په سمه بڼه معرفي کړای شي، دا دی اوس مې ياد اثر په بشپړ ډول د خپلې لږې پوهې سره سم معرفي کړی دی، ښايي هغسې چې لازمه ده، هسې به نه وي معرفي شوی، خو بنده تر خپل وس پړ وي.
     په پای کې بايد د خپل لارښود استاد ښاغلي سر محقق سيد محی الدين هاشمي له لارښوونې او سپارښتنې خورا منندوی يم چې د يادې موضوع د ليکلو او څېړلو جوګه يې کړم، که تېروتنې رانه شوې وي، هيله ده چې په بښنې مې وپالئ.
په درنښت
عبيدالله اغېز





پښتو، پښتانه او پښتونولي په کتابګوټي يو څو کرښې
      د پښتو ژبې د پياوړي څېړونکي، کره کتونکي او ليکوال څېړنوال سيد محی الدين هاشمي څېړنيز اثر ( پښتو، پښتانه او پښتونولي ) د وحدت کتاب پلورنځي له خوا په ۱۳۸۹ ل کال کې د زرو ټوکو په شمېر په ښکلي صحافت او کاغذ سره په ۷۲ مخونو کې له جلال اباده خپور شوی دی.
     په دغه اثر کې په خپله درانه استاد څلور مخه سريزه ليکلې ده، ورپسې پښتو او د پښتو ژبې لرغوني تاريخي شاليد ته لنډه کتنه شوې ، په دې سرليک کې د ارين کليمې په اړه څېړنه شوې او په يوه برخه کې ښاغلي استاد ليکلي دي : (( ارين کلمه په سنسکرت کې ( آريا ) او په زند کې ( ايريا ) چې د شريف مانا لري، راغلې ده، دوی ځان له هغه چا نه چې د دوی له نسل څخه نه وو، ځان شريف او پاک ګاڼه، په رېګويديا او اوستا کې هم څو ځايه دا نوم راغلی دی...پښتو ژبه کې د ارين کليمې ريښه ( آر ) اوس هم د اصل او بنياد په مانا استعماليږي، همدارنګه د همدې سرليک يو ځای کې د لرغونو اريايانو د مذهبي کتاب ( رېګويديا ) کې د هغو لسو اريايي قبايلو نومونه هم راغلي دي چې په يوې جګړې کې ښکېلې وې، يانې دا هغه لس اريايي قبايل وو، چې د ( ويسو مترا ) په مشرۍ يې له ( سوداس ) سره جګړه کړې وه))، له دې ورسوته د پښتو او پښتون کليمې په ار او اصل په ډېر غور او ځيرتيا سره غږېدلی دی، په همدې سرليک کې پښتو ژبه او په اريايي ژبو کې د پښتو ژبې مقام باندې لنډه، خو کره او منلې څېړنه  شوې ده، په همدې اړه استاد ليکلي دي : (( پښتو که له يوې خوا د پښتون قام د ژبې نوم دی، نو له بلې خوا په عامه اصطلاحي مانا د ښو خويونو او درنو چارو نوم هم دی، په دغه خويونو کې د پت، عزت، ښېګڼه، توره، مېړانه، وفاد او داسې نور شامليږي، همدغه د پښتو کليمې لغوي او اساسي مانا ګانې دي.))
    په اريايي ژبو کې د پښتو ژبې مقام سرليک لاندې د څېړنې او شننې په يوې برخې کې داسې ليکل شوي دي : (( پښتو يوه زړه اريايي ژبه ده چې د نسبتي ( و ) په زياتوالي سره د ( پښت يا پکهت ) ټبر ته منسوبيږي او ( پښت يا پکهت ) هغه ستره اريايي قبيله ده، چې نږدې درې نيم زره کاله پخوا د رېګويديا په سندرو کې يې څو ځله يادونه راغلې ده.))
     دا اثر په ټوله کې دوه برخې په خپلې تنګې او لنډې، خو کره او پخې ځولۍ کې رانغاړي، په لومړۍ برخه کې پښتو او پښتونولي ترڅېړنې او شننې لاندې نيولې شوې او په يو ځای کې داسې ليکل شوي دي : (( پښتو کلمه په عام ټولنيز مفهوم له دوو ماناوو نه برخمنه ده، په لومړۍ مانا ( پښتو ) د پښتون ولس او ټبر د ژبې نوم دی...او دويمه مانا يې ( پښتو ) د پښتون قوم د ټولنيز قانون، اخلاقو او ژوندانه د تګ لارې نوم دی.)) يو بل ځای کې د پښتونولۍ د مفهوم د تحليل او تشرېح ليکل شوي دي چې : (( پښتو خواخوږي، صله رحمي او شفقت دی، مروت او ښېګڼه ده، پښتو ښه نيت دی، دروندوالی او وقار دی، ټيټال او تملق پکې نشته، په پښتو کې ظلم هم نشته او مظلوميت هم نه، خو د مظلوم حمايت پښتونولي ده، پښتو پاک زړه دی، پاکه او سپېڅلې عقيده  او پاکه ايمانداري ده، پښتو پرځان باور دی، سخاوت، همدردي او مېلمه پالنه ده، پښتو غنا ده، استغنا ده، پر حق درېدل او حق ويل دي، په پښتو کې ټګي او برګي، چل او دوکه نشته.))
     همدارنګه په دې څېړنيزه ليکنه کې د بېلابېلو ليکوالو او څېړونکو اندونه راوړل شوي دي، خو دا ټول اندونه د پښتو او پښتونولۍ په اړه تقريباً د الفاظو او کلماتو په لږ و ډېر توپير سره توپيريږي او بس.
     د دغه اثر په لومړي څپرکي کې دا لاندې پښتني خويونه او عادات په لنډه توګه، خو په ډېر دقت او ځيرتيا سره څېړل شوي دي. ( پت او عزت، رېښتينولي او صداقت، ننګ او غيرت، لوړ همت او زړورتيا، سخاوت او ښه ځواني، وفا او ژمنه، انصاف او عدالت، شرم او حياء) که په دغو پښتني خويونو او عاداتو يو پښتون سمبال نه وي، ښايي پښتني ټولنيز ژوند او چاپېريال کې د ټيټې کچې، بې ننګه او بې غيرته سړی وګڼلای شي او هيڅوک ورته د يو اصيل او دروند، ننګي او غيرتي پښتون په سترګه ونه ګوري، ځکه چې د پښتني خويونو او عاداتو نه يې سرغړاوی کړی وي.
   په دوهم څپرکي کې يې پښتني دودونه او عنعنات څېړل شوي دي، که څه هم دا د پښتونولۍ د يوې سترې برخې په توګه ډېر پراخه موضوع ګڼلای شي او د څېړنې لپاره  ډېر پراخه ډګر ته اړتيا لري، خو ښاغلي درانه استاد په ډېر فني مهارت سره په لنډه توګه په منډه منډه څېړلي دي، په هر حال په دې څپرکي کې دا لاندې پښتني دودونه راخيستل شوي : ( جرګه او مرکه، ننواتې، مېلمه پالنه، هېواد ساتنه او پالنه، سوله، روغه او تيږه ايښودل، د ښځمنو درناوی، پنا ور کول، پېغور، اشر، بدل، او غچ اخيستل، اتفاق او يووالی.) دا د دودونه په پښتنو کې د يو ولسي او قامي قانون حکم لري، که څه هم دا دودونه ډېر زيات دي، خو د دې پښتني دودونو منل او پرځای کول يې د پښتنو د قومي تهذيب، ځانګړنو او پښتونولۍ يوه اړينه او لازمي برخه ګڼلای شي.
    د دې اثر په درېم څپرکي کې پښتني قوانين، حقوقي تعاملات او کوډونه څېړل شوي او شنل شوي دي، د يو لړ پښتني حقوقي تعاملاتو او د ولسي قوانينو يوه ګډه ټولګه ګڼلای شي، چې د پښتني ټبر او ولس د ژوند او ژواک سره يو ځای اوسي او سينه په سينه د يو نسل نه بل ته په ګړني ډول رالېږدېدلي او تر ننه ورته پښتانه لوړ ارزښت ور کوي، ښاغلي درانه استاد په دې برخه کې دغه لاندې قوانين او حقوقي ارونه جوت او څېړلې دي : ( د وژنو او ژوبلې سزاګانې، لکه قتل، ژوبلې، ټپونه او زخمونه، د کور سوځول، غلا او نورې مسئلې، د ننواتې، جرګې او مرکې او مرکه کوونکو د حقوقو او مېلمستياوو په هکله څرګندونې او څېړنې کړي دي ) که مونږ د پښتنو دغه او دې ته ورته نور پښتني قوانينو، کوډونو او نرخونو ته ځير شو، نو دا ډېر سخت او ګران برېښي، ځکه چې پښتني ټولنه کې هيڅوک دا جرئت نشي کولای چې د جرم د ترسراوي په صورت کې ترې سرغړونه وکړي.
    د دې اثر دوهمه برخه ( پښتني ننګ او پت په کيسو او خاطرو کې ) تر سرليک لاندې ليکنې ته ځانګړې  چې يوولس بېلابېلې د ننګ او پت خوږې، رنګينې او خوندورې کيسې پکې ځای پرځای شوي دي، دا هغه خوږې او په زړه پورې کيسې او خاطرې دي، چې هره کيسه او خاطره يې مونږ ته د پښتونولۍ د لوړو او غوره ځانګړنو څرګندونې او پېژندوی کولای شي، که مونږ د پښتنو ژوند او ژواک، مېړانې او اتلولۍ، سرښندنې او که په ټوله کې ووايو چې د پښتونولۍ ارونه او ځانګړنې تر څېړنې او کتنې لاندې ونيسو، نو داسې ډېر بې شمېره حکايتونه، کيسې، نکلونه، روايتونه او خاطرې مخې ته راتللای شي، خو درانه او منلي استاد پکې يوازې او يوازې د خپل انتخابي ذوق او خوښې له مخې همدا يوولس خوږې او خوندورې کيسې او خاطرې راخيستې  او راټولې کړې دي، ښاغلی استاد يې په اړه وايي : (( دلته د بېلګې په توګه د دغو بې شمېره حکايتونو او روايتونو له منځ څخه څو د ګوتو په شمېر رااخلم، خو د هغو په تاکنه ځکه ټکنی کېږم، چې يوه يې له بلې نه په زړه پورې، رېښتينې، د لوستنې او اورېدنې وړ ده او زما د ليکنې لمن لنډه تنګه ده، خو خدای جل جلاله دې وکړي چې زما انتخاب او ذوق ستاسې خوښ اود موضوع ليکنې موخه ترسره کړای شي.))
    په هر حال زما په خپل اند که ښاغلی او منلی استاد وخت ولري او  د دې اثر هرې برخې ته مټې راونغاړي، نو ښايي په پښتونو ولس او پښتو ادب به يې د نورو لورېينو ترڅنګ يوه بله لورېينه هم لورولې وي، په ځانګړي ډول ( پښتني ننګ او پت په کيسو او خاطرو کې ) برخې باندې خپلې څېړنيزې چارې روانې وساتي، نو دا به د پښتني ولس د پښتونولۍ د کيسو او خاطرو يو ژوندوی يادګار شي او يوه خوندوره او ارزښتمنه برخه به يې خوندي کړې وي.
   په پای کې بايد دا هم ووايم چې د دې اثر په ليکلو، څېړلو او ترتيبولو کې له دولسو بېلابېلو غوره اثارو او کتابونو نه ګټنه شوې ده او د کتاب پر وروستۍ پښتۍ د درانه استاد رنګين انځور او د ده د چاپ شوو اثارو نوملړ ښودل شوی دی.
د درانه استاد د اوږد او سوکله ژوند په هيله!
عبيدالله اغېز

Post a Comment

0 Comments