ادبيات او ادبي څېړنې


د پيل خبرې
     د ماسټرۍ د کړنلارې او لايحې پر بنسټ هر محصل او زدکړيال اړوي چې د ماسټرۍ په روان بهير کې په بېلابېلو موضوعاتو باندې څېړنې وکړي او يو څه وليکي او يا د څېړنې لارې چارې او مېتودونه وپېژني او يا په هر مضمون کې پر يوې ټاکلې تحقيقي او څېړنيزې موضوع څېړنه ترسره کړي او هغه بيا په خپل ټولګي کې د خپل لارښود استاد او ټولګيوالو پر وړاندې ارايه کړي.
    ما هم د ننګرهار پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې د ماسټرۍ د پروګرام د پرېکړې او کړنلارې له مخې په اړوند مضمون کې د ( ادبيات او ادبي څېړنې ) سرليک لاندې موضوع خوښه او غوره کړه.
     لومړی مې د خپلې موضوع اړوند ( ادبيات او ادبي څېړنې) په باب ټول هغه کتابونه او اثار له خپل کوچني کتابتون څخه راواخيستل چې پکې ځای پرځای شوي وو او ځينې نور هغه اثار چې زما د موضوع لپاره اړين ، له خپلو ملګرو نه د امانت په ډول راوړل. د اثارو او کتابونو راټولولو او راپيداکولو وروسته مې د خپلې موضوع اړوند څوارلس بېلابېل اړين کتابونو کې اړوند عنوانونه او سرليکونه په ځيرتيا سره ولوستل او د خپلې موضوع لپاره مې خام مواد برابر کړل او له دې وروسته مې خپله موضوع و څېړله، په دې موضوع کې مې هڅه کړې چې د ادبياتو او څېړنو ترمنځ شته اړيکې او د بېلتون کرښې جوتې کړم، دالله تعالی په مرستې په دې چاره او څېړنه کې يو څه بريالی ښکارم.
په درنښت
عبيدا لله اغېز




سريزه
   الله تعالی د هر انسان په خټه ( خمير او ضمير ) کې د ادب او تحقيق صفت او ځانګړنې په يو ډول نه يو ډول ايښي دي، په ځانګړې ډول هوډمن، هڅاند او فکري خلک تل د ښو او اخلاقي سمون او برابرښت په لټون کې ګرځي او ګرځېدلي دي، هڅې يې کړي دي چې د اړتيا وړ توکي او وسايلو د موندلو لپاره د خپل ځان او نورو هوساينې او سوکالۍ په موخه شپه او ورځ لګيا دي. په هر حال ادبيات او څېړنې د بشري پوهې او زدکړې په وده او پرمختيا کې ستر ارزښت او ټاکونکی اهميت لري. د ادبياتو په برخه کې پنځونې او رازېږېدنې په چټکۍ سره روانې دي، علوم رامنځته کيږي او وده کوي. په پښتو ادبياتو کې هم وخت پروخت بېلابېلو موضوعاتو باندې معياري ليکنې شوې دي او لا ليکنې روانې دي او زمونږ ليکوالو او پنځګرو دا چاره ډېره ښه پرمخ وړې ده. په همدې اساس مې وپتېيله چې د ( ادبيات او ادبي څېړنې ) په اړه د يوې کوچنۍ مقالې هومره يو څه وليکلای شم، دا دی په دې علمي مقالې کې يو څه بريالی ښکارم. د (ادبيات او ادبي څېړنې) سرليک لاندې مقالې کې مې هڅه کړې ده چې لومړی د ادب د ريښې، پېژندنې، بېلابېل اندونه او څرګندونې راخيستې دي، ور پسې مې د ادبياتو پېژندنې اړخ يو څه جوت کړی. له دې وروسته مې د ادبڅېړنې پر پېژندنې او څرګندونې يو څه ناڅه رڼا اچولې ده. بيا مې د دواړو ترمنځ په نژدې اړيکې او ورسره د بېلتون کرښې او ليکې جوتې کړي دي، له دې وروسته پايله او نتيجه ګيري راغلې او په پای کې مې اخځليکونه په کرونولوژيک ډول راوړي دي.
     الله تعالی دې وکړي چې په خپلې کوچنۍ علمي مقالې کې بريالی شوی اوسم. دلته غواړم د خپل لارښود استاد ښاغلي سرمحقق سيد محی الدين هاشمي صيب له لورېينې او لارښوونې نه مننه وکړم چې زه يې د دې مقالې د ليکلو وړ وبللم او جوګه يې کړم.
 په پای کې مې له هر لوستونکي دا هيله په زړه کې راټوکيږي او رازرغونيږي که زما تېروتنې راسمې او راته وښيي، نو منندوی به يې اوسم.
په درنښت
عبيدالله اغېز
ادبيات او ادبي څېړنې
   ادبيات او ادبي څېړنې دواړه داسې د پام وړ او جدي موضوعات دي چې په يوې ژبې کې خورا اړينه او بنسټيزه رول لري او د يوې ژبې اډانه بللای شي، دا ځکه د يوې ژبې پرمختګ او ودې پورې ټينګ تړلې دي.مونږ به دلته هڅه وکړو چې په دغو دواړو اړخونو يو څه رڼا واچوو. لومړی د ادب د کلمې په اړه ځينې څرګندونې به راواخلو. که څه هم ادب د نورو ټولنيزو علومو او هنرونو په څېر يو ټاکلی، ځانګړی او ټولمنلې پېژندنه نه لري چې هر چېرته او د هر چا لپاره د منلو وړ وبرېښي. په هر حال ادب که په هره انساني ټولنه او چاپېريال کې وي، نو د خپل سپېڅلتوب او رښتينتوب لري، دغه کلمه له درېو تورو او غږونو نه جوړه شوې ده او ادب عربي کلمه ده چې لغوی معنا يې بلنه، پوهه، ځيرکي، اخلاقي تهذيب او فضيلت ښودل شوی، همدارنګه ادب هغه پوهه ده چې انسان په خپله وينا او کلام کې له تېروتنې نه ساتي او په ګړنه کې هغه پوهه او رياضت چې انسان ته فضيلت ور په برخه کوي او په خپلو کړو وړو کې يې له تېروتنې نه ژغوري، يعنې يو حد او انداز يې ګڼلای شوو، د خپلې خبرې د پخلي او قوت لپاره د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت نظر رااخلو، نوموړی په ادبي بحثونه نومې کتاب کې ليکي: (( ادب هغه پوهه ده چې انسان په خپله وينا او بيان کې له خطا او غلطۍ څخه ساتي، ځکه ادبي علوم هماغه علوم بلل کيږي چې د وينا ښه والی او بد والی غلط او صحيح خوږوالی او پيکه توب ښيي او په منثور او منظوم کلام کې د فصاحت او بلاغت له خوا بحث کوي.))( ۱ : ۳مخ)
     په پښتو ژبه کې د ادب کلمې په اړه بېلابېل اندونه وړاندې شوي دي چې چايې اصل (هذب) ګڼلی چې (هذب) د بې عيبه معنی لري، د (هذب) کلمه به د هغې ونې لپاره کارېده چې څانګې او ښاخونه به يې پرې او غوڅ شول او صافه به شوه. وروسته بيا دا کلمه د هغه چا لپاره کارېدله چې عيبونه به يې ورک شول او مهذب به شو، په ورو ورو دغه کلمه (هذب) په ادب واوښته چې تر ننه پورې رايج ده. په اوسني وخت کې ادب يو ژبنی هنر دی چې واقعيتونه په انځورونو په ډېره ښه بڼه وړاندې کوي. ادب واقعيت ته مخامخ او نېغ په نېغه نه بيانوي، بلکې په ښکلي او احساس پاروونکي بڼه يې خپروي، پنځګر له واقعيت، ټولنې او چاپېريال نه خپله اخيستنه کوي او بيا يې په عاطفي بڼه انځوروي، همدلته ده چې ادب مخامخ نصيحت او لارښوونه نه کوي، خو يوه پېښه داسې بيانوي چې تر لوستلو وروسته د وګړي په کړو وړو او فکري اړخ مثبت بدلون راولي. بد ته به بد وايي او له ښو سره يې مينه پيدا کوي او خپله مينه او ذوق ور سره پالي.
   اوس به دلته د ادب په اړوند د يو شمېر ادب پوهانو او څېړونکو اندونه راواخلو:
ادب څه دی؟ د کتاب ليکوال يو څه پېژندنې وړاندې کړي دي چې يوه مو په کې ټاکلې او غوره کړې ده، هغه ليکلي دي : (( ادب د اديب د خپل ځان يا جهان په هکله هغه اظهار دی چې پکې د هغه محسوسات، جذبات او تخيل ګډوي، هغه که په هر موضوع ليکي،ولې خالص د بهرني څيزونو او هم هغه شانتې په ساده ژبه نقشه نه پېش کوي، څنګه چې هغه په اصل کې وي، بلکې خپل تخيل او احساس ور سره په داسې رنګ ګډ کړي چې د هر چا د خوند څيز شي.)) ( ۱۴ : ۴۳مخ )
   اردو  ژبې ليکوال او څېړونکی اطهر پروېز د ادب په اړه داسې ليکلي دي : (( ادب هغه ليکنې ته وايي چې له ورځنيو خيالاتو غوره  خيالات او له ورځنۍ ژبې څخه د غوره ژبې اظهار کوي. )) ( ۲ : ۲۴مخ )
    همدارنګه د پښتو ادب پوهنې ليکوال هم د ادب په ادب خپل خوږ  نظر او ښکلې پېژندنه داسې وړاندې کړې ده. نوموړی ليکي : (( ادب هر سړی لولي،ولې چې ادب هغه خوږه سندره ده چې په علم کې هم څه چې ډېر خلک د ادب څه ښکاره او کوټلې معنا نشي کولای چې ادب څه دی؟ ځکه چې ادب نه خو څه مادي څيز دی چې مشاهده يې وکړي او نه د ساينس څه کوټلې فارموله ده چې سمدستي د سړي ذهن ته کوزه شي. )) ( ۵ : ۱ مخ )
   همدارنګه د تنقيدي ادب ليکوال هم د ادب په اړه د يو شمېر بهرنيو ادب پوهانو اندونه او پېژندنې راخيستي، موږ يې دلته يو څو پېژندنې د اړتيا له مخې راوړو:
    بروک وايي: (( د لايقو سړيو او ښځو ليکلي احساسات او خيالات په دې ډول څرګندول چې لوستونکي ترې خوند واخلي، ادبيات دي. ))
    نيومن ليکلي دي : (( ادبياتو نه مراد د ژبې په ذريعه د خيال څرګندول دي ، د خيال نه مراد د تخيل د احساساتو رايه ، استدلال او د انساني دماغ نورې کيسې دي.))
    د اردو  ژبې ليکوال پروفيسر محمد موسی کليم بيا داسې ليکلي دي: (( علم ادب د خيالاتو او افکارو د يو داسې اظهار نوم دی چې په هغې کې يو اديب د خپلې خارجي دنيا سره تړلي تاثرات د محسوساتو په پيمانه کې وړاندې کوي.)) ( ۴: ۳مخ )
له پورتنيو يادونو څخه دا پايله تر لاسه کېدای شي چې ووايو :
    ادبيات د ادب جمع شوې بڼه او کلمه ده چې د ټولنيزو علومو او فنونو د يوې سترې ارزښتمنې او اړينې څانګې په توګه هغه ژبنی هنر او فن دی چې ټولنيزو واقعيتونه او حقايق پکې د ژبې په مرسته د هني انځورونو له لارې څرګنديږي. په اړه يې د ادب او سياست ليکوال داسې ليکلي دي: (( ادبيات د نسبتي (ي) د درلودلو په سبب د ( ادبي ) جمع ده چې معنی يې (ادب علم) يا ادبي علوم دي او د ادبياتو د کلمې اصلي معنی ده، مګر مجازاً د يوې ژبې نظم او نثر ته هم ادبيات ويل کيږي. په دې شرط چې د ادبي علومو پر اساس برابر او خوندور وي.)) ( ۳ : ۴۸مخ )
    اوس به د دې څېړنې په اړه يو څه ناڅه رڼا واچوو چې څېړنه ( تحقيق ) څه ته وايي؟ او له دې وروسته به ادبيات او څېړنې ته راوګرځو او د دواړو ترمنځ له نژدې اړيکې سره سره به يې د بېلتون کرښې هم جوتې کړای شي.
     څېړنه يوه ډېره سپېڅلې ، درنه، له ستونزو، کړاوونو او ربړونو نه ډکه چاره او کړنه بللای شو او هر څوک پرې برلاسی کېدای نشي او په دې لار ځغل بشپړې انرژۍ ته اړتيا لري. که په بله ژبه يې ووايو، نو د اغزيو په پوليو باندې پښې ايښودل او پر هغې بيا په ډېر پام باندې پلونه او ګامونه پورته کول دي، په هر حال تر هر څه دمخه به د څېړنې لغوي پېژندنې ته راوګرځو چې څه ته وايي؟
     تحقيق عربي کلمه ده چې په پښتو ژبه کې ور ته د څېړنې يا څېړنه نومونه شوې ده چې د حقيقت او واقعيت، پلټنې او سپړنې، شننې او سمون، اصليت ښکاره کولو، په څه پوهولو، رېښتياتوب او باور، د يو څيز د ثبوت وړاندې کولو ته ويل کيږي.په يوې بلې پېژندنې کې يې لولو: (( تحقيق (څېړنه) د حق له ريښې څخه جوړه کلمه ده چې لغوي معنی يې د حق  حقيقت او واقعيت پلټنه، موندنې او سپړنې ته وايي او په ادبي او علمي اصطلاح د ليکنې په يو خاص او ځانګړي روېش سره د يو نامعلوم او پټ حقيقت پلټنې او سپړنې ته د څېړنې او تحقيق فن وايي.)) ( ۷ : ۱۱۲ مخ)
   يوه بله پېژندنه يې داسې ده : ((څېړنه د تحقيق پښتو ژباړه ده. تحقيق عربي لفظ دی چې د تفعيل له بابه څخه مصدر دی، حقق، يحقق، تحققاً، محقق (  تحقيق کوونکی، څېړونکی) محقق ( تحقيق شوی، څېړل شوی) لکه چې وايي: ((حقق فلان)) چې معنی يې ده پلاني څېړنه وکړه، يعنې اصليت يې معلوم کړ، سپړنه او پلټنه يې وکړه او حقيقت يې جوت کړ، په دې ډول څېړنه (تحقيق) له اره د سپړنې او حقيقت او رېښتيا د تلاښ نوم دی.)) ( ۱۱ : ۱۶۶مخ )
    همداسې په يوې بلې پېژندنې کې يې داسې لولو: (( تحقيق د حقيقت او رېښتينوالي لټون ته تحقيق ويلی شي، تحقيق د وخت، حالاتو او شواهدو پابند وي...تحقيق يو نازک فن دی، د تحقيق لپاره مزاج خاص علمي پسمنظر او خاص علمي صلاحيت په کار دی.)) (۱۳: ۱۲۱مخ) 
    يوه بله پېژندنه يې په دې ډول شوې ده: (( څېړنه په مسايلو د ژورې پوهېدنې او رېښتيا د حقيقت موندلو لپاره يو پلان شوی، هوښيارانه، منظم او د باور وړ بهير دی.)) ( ۶ : ۵۲مخ)
   په يوې بلې پېژندنې کې يې بيا داسې لولو: (( پر يوه علمي موضوع باندې د لټونې او پلټنې پراخې او مفصلې، خوله پېيلې او اوډلې پانګې ته څېړنه او ريسرچ وايي د څېړنې ډګرونه بېل بېل وي. په هغوی کې هر ډول ديني، ادبي، ټولنيز، اقتصادي، روغتيايي، هنري، تاريخي، ساينسي، سياسي او داسې نور علوم داخل دي، څېړونکي د خپلو زدکړو، چاپېريال مزاج او ذهن او فکر سره له هغوی څخه کوم ډګر د خپل کار لپاره ټاکي.)) ( ۱۲ : ۱۷۳مخ))
    څېړنه او تحقيق په علمي او ادبي ګړنې کې په دوو بېلابېلو ماناو ياده کړای شوي، په اړه يې د ( علمي څېړنې لارښود) کتاب ليکوال داس ېليکلي دي: ((لومړی: د ليکنې په يوې ځانګړي علمي بڼې سره د يو ناڅرګند او پټ حقيقت پلټنې او راسپړنې ته د څېړنې او تحقيق فن وايي. دوهم: څېړنه د يوې ټاکلې ټاکلې موضوع په باب رېښتينې، ژوره او عالمانه پلټنه ده چې په هغې کې حقايق، واقعيتونه او مسايل تحليل او تفسير کيږي.)) ( ۱۰ : ۷۱مخ )
    د څېړنې په اړه دا او دې ته ورته نور ټول تعريفونه او پېژندنې د معنی له مخې تقريباً يو شان رنګونه شيندي، خو لفظونو کې لږ و ډېر توپير ليدل کيږي، همداسې يې موضوعي اړخونه او يا دعلومو ټاکنه او غوره کول هم ده. په همدې اساس څېړونکي وايي چې د څېړنې او تحقيق ارونه او اصول په ټولو علومو کې که هغه ټولنيز علوم دي، که ادبي علوم دي او که نور يو ډول ارونه د تطبيق وړ برېښي، خو يوازې په جزياتو او ځينو اړخونو کې يې توپير تر سترګو کيږي او د هر علم له اساساتو سره تړاو او تړښت لري.
    دلته دا خبره هم د يادونې وړ برېښي چې ووايو، ادبيات دوه اړينې او مهمې برخې او څانګې لري چې يوه يې تخليقي ادبيات او بله يې تحقيقي ادبيات دي، تخليقي يا هنري ادبيات هغو ادبي اثاروته وايي چې شاعر، ليکوال او پنځګر له واقعيت او حقيقت نه خپله راخيستنه کوي او د ټولنيز ژوند او چاپېريال رېښتينی انځور اخلي او بيا يې په عاطفي بڼه انځوروي او يو احساس کېږدوي، تحقيقي ادبيات د ادبي او هنري اثارو د ماهيت، منشاء، تکامل او څرنګوالي په باره کې څېړنې او پلټنې ته وايي. يا په بله ژبه تخليقي ادبيات هنري ادبي اثار دي او تحقيقي ادبيات د دغو اثارو په باره کې بحث شننه او څېړنه ده او تحقيقي ادبياتو ته ادب پوهنه هم ويلای شي.
    ادبيات د انسان ښکلاييز ذوق خړوبوي او هغه تسکينوي، سرکښه غرايز تعميروي، شډل ذوقونه يې تربيه کوي، د غمونو او اندېښنو په وخت کې انسان ته ډاډ او تسلي ور کوي او همدارنګه يې د کږې وږې لارې نه راګرځوي او په سمه نېغه لار يې ور برابروي چې په خپل خواږه ژوند کې مثبت بدلون راولي. د ادبياتو په اړه جان مورلي وايي: (( ادبيات د هغو ټولو کتابونو عبارت دی چې په هغه کې اخلاقي حقايق او انساني کړه وړه په زړه راښکون او ښکلاييز ډول څرګند شوي وي ادبيات يې بللای شو.))
    د ادب پوهنې څانګې ليکوال سر محقق سيد محی الدين هاشمي د ادبياتو په اړه داسې ليکلي دي: (( ادبيات د ټولنيزو علومو او فنونو د يوې سترې او مهمې څانګې په توګه د هغه ژبنی هنر او فن دی چې ټولنيز واقعيتونه او حقايق پکې د ژبې په وسيله د ذهني تصويرونو او انځورونو له لارې څرګنديږي. يا په بله وينا ادبيات د يوې  ژبې د ليکلو ( تحريري) او ناليکلو( شفاهي ) هنري اثارو مجموعې ته ويل کيږي.)) ( ۸ : ۱ مخ )
     پورتنيو پېژندنو او څرګندونو ته په کتنه داسې جوتيږي چې (ادبيات او څېړنې ) دوه سره بېل اړخونه او څيزونه دي يا په بله ژبه د پوهنو او علومو دوه ځانګړې څانګې او برخې ګڼلای شي. په ځينې برخو او اړخونو کې لږ وډېر نژدېوالی او ځينو کې بيا د جلاوالي او بېلتون کرښې لري، خو دواړه خپل منځ کې لږ و ډېر اړيکې لري او يوه د بلې لپاره لازمه او ملزومه ګڼلای شي.
   دلته به د ادبياتو او ادبي څېړنو ترمنځ په اړيکو او بېلتون باندې رڼا واچول شي، په هر حال اوس ځينې ادب پوهان د ادبياتو په اړه څېړنې او پلټنې په ادبياتو کې نه راولي، خو دا چې څېړنې او سپړنې د ادب ماهيت، منځپانګې او څرنګوالي ، تشرېح او توضېح تر بحث لاندې راولي، نو د ادب له چوکاټ او ځېل نه يې رابېلونه او راشکونه هم له ستونزو ډکه چاره ده او کړنه بللای شي، د خپلې لوستنې پر اساس ويلای شو چې ادبيات او ادبي څېړنې دوه بېل څيزونه او اړخونه دي او توپير يې دا ګڼلای شو چې ادبيات هنر او فن دی او تخليقي اړخ او رنګ لري، يعنې دا پنځي او رازېږي او پنځګر يې اديب بللای شي او ادبي څېړنې يو ډول پوهه او زدکړه ده، لوستوال د پنځګر پنځونې او يا د هغې په اړه څېړنه او سپړنه لولي او د تحليل وروسته پرې خپل ځان پوهوي. همدلته ده چې اديب تخليق ګر، پنځګر او هنرمند دی او هغه بل د ده پنځونې ګوري او لولي يې او خپل معلومات ترلاسه کوي. که په بله ژبه يې ووايو، نو هغه ټول اثار چې د وګړو د لوړو فکرونو، سپېڅلو احساساتو او عواطفو په اړه بحث او هغه وشنل شي، دا بيا څېړنې او سپړنې بللای شي. په اړه يې د سرمحقق سيدمحی الدين هاشمي څرګندونې رااخلو: (( ادبيات او د ادبياتو په هکله پوهه او معلومات سره بېل دي، اديب په خپل نوښت او ابتکار سره نوی فکر او مضمون راپيدا کوي. که موضوع زړه هم وي، نو د ادا او افادې طرز يې نوی وي.)) ( ۸ : ۷۰مخ))
   د ادبياتو او ادبي څېړنو ترمنځ نژدې اړيکو باندې د اوږدو خبرو او بحثونو په لړ کې راڅرګنده شوه چې د دواړو ترمنځ له نژدې اړيکو سره سره د بېلوالي کرښې جوتې دي. په اړه يې دا ادب څېړنه کتاب د سريزې په ( ز مخ ) کې ښاغلی استاد سر محقق سيدمحی الدين هاشمي داسې ليکلي دي: (( يو ډېر ستر توپير يې دا دی چې ادبيات تخليقي جنبه او اړخ لري، اديب يې پنځوونکی او رامنځته کوونکی دی او ادبي مطالعات ( څېړنې ) د ادب په اړه د يو ډول پوهې تر لاسه کول يا زدکړه ده. په دې مانا چې لوستونکی د نورو پنځولي ادبي اثار لولي او تر شننې وروسته پرې ځان پوهوي او هغه نورو ته ور پېژني.اديب په نوښت سره نوی فکر او مضمون راپيدا کوي، که موضوع زړه هم وي ، نو د ادا بيان او افادې طرز او انداز يې نوی وي، د پنځونې په دغه عمليه کې هغه له خپلو کتنو اورېدنو او انګېرنو څخه نوی فکر او مانا راباسي. د خپل خدایج ورکړي استعداد، ذوق او تخيلي ځواک په وسيله له ډېرو عادي پېښو څخه نوې پايلې اخلي، نوی خوند او رنګ ور کوي او نورو ته يې وړاندې کوي. خو (ادبي مطالعه) د تخليق شويو اثارو لوستنه ، شننه او ارزونه ده چې څېړونکی يا ادب مطالعه کوونکی يې د خپلې پوهې او بصيرت په رڼا کې کوي، د ارزښت، اهميت او ادبي پوړ يې ټاکي او نور ته يې بيانوي.)) ( ۹ : ز- مخ )
    د پايلې په توګه ويلای شو چې ادبياتو کې امتيازي ځانګړنې، پنځېدنې، رازېږونې او هنريت دی او په ادبي څېړنو کې پوهه، زدکړه او معلومات ترلاسه کول دي، په ادبياتو کې اسلوبي، تخليقي، فکري، عاطفي،هنري او مناييز رنګ ځلېږي،يانې په ادب کې د پنځونې اساسي توکي احساس، عاطفه، تخيل، فکر او پيغام ډېر اړين برېښي، خو د تخيل او هنريت رول پکې تر نورو ډېر مهم او اړين ښکاري، ځکه تخيل د ادب پنځونې روح ګڼلای شي او که دا خبره ور سره مل کړو چې په ادبياتو کې د تخيل، احساس، عاطفې او خلاقيت رنګ پوره پوره محسوسيږي او د پنځونې ښکلا او اډانه ګڼلای شي، خو ادبي څېړنې د پنځېدلي ادب لوستنې، شننې، پلټنې، سپړنې او ارزونې او د هې د ماهيت او منځپانګې د توضېح او تشرېح او پېژندنې لپاره لېچې او مټې رابډ وهي او بس.





پايله او نتيجه ګيري
   په پای کې په لنډه توګه دا په ډاګه کولای شو چې ( ادبيات او ادبي څېړنې ) دوه سره بېل مفاهيم دي يا په بله ژبه د پوهنو دوه ځانګړې څانګې او برخې دي او يو د بل لپاره لازم او ملزوم دي. همدارنګه داسې هم ويلای شو چې ( ادبيات او ادبي څېړنې ) ځانګړي ادبي اصطلاحات شمېرل کيږي، د کار لارې چارې يې هم سره جلا او بېلې دي، خو له ځينو توپيرونو سره سره يې تر يوه بريده سره نژدې اړيکې هم شته او د يو بل لپاره اړين دي.
    ادبيات د ادب جمع شوې بڼه او کلمه ده چې د ټولنيزو علومو او فنونو د يوې سترې، ارزښتمنې او اړينې څانګې په توګه هغه ژبنی هنر او فن دی چې ټولنيزو واقعيتونه او حقايق پکې د ژبې په مرسته د ذهني انځور له لارې څرګنديږي.
     څېړنه د حق، حقيقت او واقعيت پلټنې، موندنې او سپړنې ته وايي. يا د ليکنې په يو ځانګړي روش سره د يو ناڅرګند او پټ حقيقت پلټنې او راسپړنې ته څېړنې او تحقيق فن وايي.
    د ادبياتو او ادبي څېړنو يو ډېر ستر توپير دا دی چې ادبيات تخليقي جنبه او اړخ لري، اديب يې پنځوونکی او رامنځته کوونکی دی او ادبي څېړنې د ادب په اړه د يو ډول پوهې تر لاسه کول دي يا زدکړه ده، په دې مانا چې لوستونکی د نورو پنځولي ادبي اثار لولي او تر شننې وروسته پرې خپل ځان پوهنيو او هغه نورو ته ور پېژني.
    ادبيات ټولنيز واقعيتونه او حقايق په هنري ژبه انځوروي او د هنر، تخيل، احساس او عاطفې په رنګينه جامه کې راڅرګنديږي او د څېړنې وروستۍ موخه د ادب پوهېدنې او پېژندنې لپاره ګټوره ثابتېدلای شي.
    ادبيات له احساساتو، له هنري، تخيلي، عاطفي، فکري، پيغاميز اړخونه او رنګونه شيندي او ژبه يې ښکلاييز اړخ او هنري تومنه خپلوي او د ادبي څېړنې ژبه علمي او غير جذباتي او احساساتي رنګ لري اوس ويلای شو چې ادبيات څېړنې، پلټنې او راسپړنې ته جدي اړتيا لري او بې له څېړنې نه د ادبياتو پټ او ناڅرګند اړخونه، ځانګړنې او اسرار ته نشي جوتېدلای.
اخځليکونه
1)    الفت، ګل پاچا، ادبي بحثونه، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور، ۱۳۸۰ل کال.
2)     اطهر، پروېز، ( ليکوال ) عاقله سادات ( خپرندويه ) (ژباړه) ادب څېړنه، ميهن خپرندويه ټولنه، پېښور، ۱۳۹۳ ل کال.
3)    پنهان، فضل محمد ( حاجي ) ادب او سياست، کندهار، ۱۳۸۷ ل کال.
4)    خليل، خنيف ( ډاکټر) تنقيدي ادب، يونيورسټي پبلشرز، پېښور، ۲۰۱۱ ز کال.
5)    سحر کتوزی، سحر ګل، پښتو ادب پوهنه، يونېورسټي پبلشرز، پېښور( چاپ کال نه لري).
6)     صلاحي، محمدنبي ( څېړنوال ) په ادبي څېړنه کې د مېتود ارزښت، د ادبي څېړنې اصول او لارې، سر محقق سيدمحی الدين هاشمي په اهتمام، ژبو او ادبياتو مرکز، د علومي اکاډمۍ، کابل، ۱۳۹۳ ل کال.
7)    هاشمي، سيد محی الدين ( محقق ) د ليکوالۍ فن،دوهم چاپ، ميرويس کتاب پلورنځی، پېښور، ۱۳۸۳ ل کال.
8)    هاشمي، سيد محی الدين ( څېړنپوه) د ادبپوهنې څانګې، ميهن خپرندويه ټولنه، پېښور، ۱۳۸۳ ل کال.
9)     هاشمي ، سيد محی الدين (څېړنپوه)  سريزه، ادب څېړنه، څېړندويه عاقله سادات (ژباړه)، ميهن خپرندويه ټولنه، پېښور، ۱۳۹۳ ل کال.
10)هاشمي، سيف الرحمن ( مفتي) د علمي څېړنې لارښود، ګودر خپرندويه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۰ ل کال.
11)همت، عبدالمالک، ادبي او ادبي کره کتنه، صحاف نشراتي موسسه، کوېټه، ۱۳۸۵ ل کال.
12)همت، عبدالمالک، د مقالې ليکلو اصول او د مطالعې او څېړنې لارښود، دوهم چاپ، صحاف نشراتي موسسه، کوېټه، ۱۳۸۸ ل کال.
13)هېوادمل ، زلمی ( معاون سرمحقق ) د متن څېړنې ميتودولوژي، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبياتو مرکز( پښتو ټولنه ) کابل، ۱۳۶۹ ل کال.
14)يوسفزی، سحر، ادب څه دی؟ درېم چاپ، الکتاب پرنټرز، پېښور، ۱۳۶۹ل کال.

Post a Comment

0 Comments