مټتی



د الفت په پښتو قاموس کې نشته ښايي چې تر اوسه يې د جرايدو مخ هم نه وي ليدلی، مګر په محاوره کې شته
دې لغت ته عاميانه هم نه شو ويلی ځکه چې خواص يې د نورو لپاره استعمالوي
که غواړئ چې د دې لغت په مانا او مفهوم پوه شئ دې قصې ته غوږ کېږدئ
يو سړی نااشنا ځای ته تلونکی و، چې هلته خلکو ته ځان صاحب معرفي کړي ځکه يې يوه داسې خدمتګار ته ضرورت درلود چې علاوه په جسماني خدمت په نفسياتي ډول هم د ده حيثيت او اعتبار د ځان په تذليل خوندي وساتي يانې په خپل تحقير د هغه توقير وپالي
نو يوه سړي ته يې وويل راشه! زما مټتي شه ! زه به دې په نس موړ او په تن پټ ساتم او ښه تنخواه به هم در کوم
هغه وويل : مټتي يانې څه ؟
صاحب وويل : زه چې له خلکو سره خبر کوم ته به هم يو څه وايې زه به تا ته په قهر وايم ډېر مه ټتېږه يانې بېهوده او بې مانا خبرې مه کوه !
په دغه ډول به زما معتبري خلکو ته ثابته وي او ته به زما مټتی يې
معتبر سړی هر څوک چې وي ، خان وي که حاکم، ميا وي که پير و پېشوا مټتي خلکو ته ضرورت لري
د سرکار له کوره نيولې د خان او ملک تر حجرې پورې په هر ځای کې يو يا څو تنه مټتی موجود وي چې په دغه ډول د صاحباتو صاحبي ساتي او ځانته ډوډۍ پيدا کوي.

کتاب : د استاد الفت هنري نثرونه
ليکوال : استاد ګل پاچا الفت
زيار : محمدزبير شفيقي

Post a Comment

0 Comments