هغه متلونه چې د ا په توري پيل شوي وي


 (ا)
اختيار ستا خولۍ دي خپله ، کې پر سر اېږدې کې پر کونه ( تله )
اسپکى نه يم ، اخيستى يې يم .
اسمان يې تلتک ، مځکه يې کراسته ده
اسل ختا نه لري ، کمسل وفا نه لري .
الا بلا، به ګردن ملا .
امنا ده ذاکره په هغه لويه لاښي
انا مړه سوه او تبه يې وشکيده .
انتظار تر قتل بتره دى .
انسان په کار نه کم اصل کېږي .
انسان ، تابع د احسان .
انسان تر کاڼي کلک تر ګل نازک دى .
انسان د کاله خوښ ښه دى نه د ميلمانه
انسان کله درياب ، کله کرياب وى
انګور خوره ، غنم راوړه باغ دي خپل دى .
اوبه په ډانګ نه بيلېږي .
اوبه چې تر سر لوړي سي څه يوه لويشت څه يو نيزه .
اوبه خړوي او ماهيان پکښي نيسي .
اوبه د لوړي خوا خړېږي .
اوبو اخيستى ځګ ته املې وهي .
اور يې په اوبو کې بل دى
اوږ د رنځ د مرګ کرول دي .
اوسپنه چې ټکېږي ، لا پخېږي.
او س نو ته ښه سوې که د خيرک مور .
اوس يې سر ته دوې ګوتي نه رسېږي .
اوښ ته يې ويل دا غاړه دي ولي کږه ده ؟ هغه ويل کم ځاى مې سم دى چې غاړه مې کږه بولې.
اوښ چې نه چو کېږي غڼ يې څوک پرې کوي .
او ګره په تلوار نه سړېږي .
اوګره مې درلېږل ، خو پاته نسوه .
اول ځان، پسې جهان .
اول ديوال ، پسې نهال .
اول سلام ، پسې کلام .
اول نوک ځاى پسې سوک ځاى.

Post a Comment

0 Comments