هغه متلونه چې د خ په توري پيل شوي وي


خان ! کښينه که ونه خورو و خو به وينو .
خبره له خبري پيدا کېږي .
خبري ښې کوې ، لکۍ يې کږۍ کوې .
خبري ښې کوې ، مګر عمل يې خرو خوړلى .
خپل چنګول يې ګرو دى ، دى د بل په پايګاو پسي ګرځي .
خپل حق د زمرى له زامي وکاږه .
خپل د يې وجاړه ، دا د بل پر در ولاړه .
خپل عمل، د لاري مل .
خپل عيب د وږو منځ دى
خپل غوږ ناکتلى په سپي پسي مه ځغله .
خپل که دي مړ کړي ، لمر ته دي نه غورځوي .
خپلوان بۀ سره جوړ سي ، دو راباڼي به مخ تور سي .
خپله خوله هم کلا ده هم بلا .
خپله د خو مې خپله ده ، د بل د دي خداى راخپله کړي .
خپله لاسه ، ګله لاسه .
خپله نيک بختي د نورو په بد بختي کې مه غواړه .
خداى په رښتيا خوښېږي .
خدآى د کرآري مل دى .
خداى د کلۍ او ښکروري کسات هم کاږي .
خداى دي په هغه چا مه وهه چې وهل يې نوي کړي .
خداى دي داسي شر پيښ کړي ، چې زموږ خير پکښې وي .
خداى دي مو بې خپله کافره نه کړي .
خداى دي هغه پخوانى کفن کښ وبخښي .
خداى وايي: ته حرکت که ، زه به برکت کم .
خداىه ! آسان دي هغو ته ورکړي چې د ناليدو يې ندې .
خدايه ! ته مې بزې وهه ، زه به دي روژې وهم .
خدايه! ژوند دي د سپي راباندي تير کى ، اجر به د سړي راڅخه اخلې .
خدايه !لوى مې کې ، لويي رامه کې .
خر چې مکې ته بوزې ، هغه خر دى .
خر دي چابک کور دي نژدې دى ، که پاته کېږې خوښه دي خپله .
خر کاري هم هنر غواړي
خره ته دي خداى ښکر نه ور کوي ، که نه دغويو نسونه به څيري کړي .
خره ته يا سکوت دى يا متار .
خر يې اوله خپل پر مور زده کوي .
خړو مړه که ، خړو بيده که .
خزانې په خرابو کې دي
خوار تلتک نه وو ليدلى ، چې پيدا يې کى تر څاښته پکښي بيده وو .
خوار ته يې ويل څه دي کم دي ؟ هغه ويل اوبۀ او لرګي ، ويل دا مسکين که خداى کړې دا بېغيرته نو چا کړې ؟
خوار سړى ابلک يې سپى هغه هم خر وړى .
خواره سې مکاري ، هم جنګ کوې هم ژاړې .
خواړه د رنګه خوړل کېږي .
خوريي د ماما د ميني د ښمن دى .
خوښه ستا که ما کوې ، که لالا کوې ، که ما .
خو نه که مو وسوه ، ديوالونه يې پاخه سوه .
خير خلاص ، غاړه وتلې.

Post a Comment

0 Comments