په ټاپو کې ماڼۍ



و، نه و تر دې شنه اسمان لاندې يو کوچنی هېواد و، چې مهربانه پاچا او ډېر ښه وګړي يې درلودل، خو له بده مرغه ې د دې هېواد پاچا بچيان نه درلودل، پاچا د خپل هېواد له وګړو څخه وغوښتل چې هغه ته دې دوعا وکړي، هغوی دومره دوعاګانې وکړې چې خدای پاچا ته يوه ښکلې لور ور کړه.
همدا چې پاچا خپله ښکلې لور وليده، نو دومره مينه يې ورسره پيدا شوه چې حريص شو او تصميم يې ونيو چې خپله لور هيڅ واده نه کړي.
پاچا خپل دا تصميم له درباريانو او د هېواد له مشرانو سره شريک کړ او ټول دې نتيجې ته ورسېدل چې د نجلۍ د نه ودولو لپاره هغه دې يو داسې ځای ته ولېږي چې له هيڅ نارينه سره اړيکې ونشي نيولای، وروسته بيا پاچا دستور ور کړ تر څو په يو داسې ښکلي ټاپو کې چې څلور خواوو ته يې اوبه وي يوه ستره زرينه ماڼۍ جوړه کړي، چې هر څه پکې وي خو کړکۍ و نه لري، ماڼۍ له دستور سره سمه جوړه شوه.
کله چې نجلۍ اووه کلنه شوه، پاچا هغه د ډېرو خدمتګارانو سره او يوې ډېرې هوښيارې ښوونکې سره ماڼۍ ته واستوله،  ټاپو ته  په بشپړه توګه د نارينه و تګ راتګ بند کړای شو او په شاه په اڼۍ باندې د څارنې کار په خپله غاړه واخيسته.
يوازېنی څوک چې کولی يې شول ټاپو ته نږدې شي په خپله پاچا و، چې د نجلۍ د ليدلو لپاره په اوونۍ کې يو ځل هلته ورته.
کلونه په دې توګه تېر شول او د پاچا لور لږ لږ په يوه لوړه او ښکلې ملکه واوښته چې د هغې زمانې له ټولو علومو څخه برخمنه وه او په ښکلا کې يې ساری نه درلود.
د شاه په دستور نجلۍ ته داسې ښوول شوي و، چې نړۍ يوازې له ښځو نه جوړه شوې ده او بس!
څرنګه چې ملکه هوښياره نجلۍ وه، يوه ورځ يې په ذهن کې يوه پوښتنه پيدا شوه چې که دونيا يوازې له ښځو نه جوړه شوې وي، نو پلار يې ولې د ښځو په شان نه دی او که چېرې پلار يې ښځه نه دی، نو څه دی او له کومه راغلی دی؟
هغې چې هرڅومره سوچ وکړ د دې ستونزې لپاره يې قانع کوونکی ځواب ونه موند او له ناچارۍ يې دا پوښتنه له خپلې هوښيارې ښوونکې سره شريکه کړه، ښوونکې کله چې دا ستونزه واورېده، ډېره پرېښانه شوه او ملکې ته يې خبرداری ور کړ چې که چېرې په دې مسئلې باندې پلار يې پوه شو، نو ټول به ووژني او دا به ښه وي چې داسې پوښتنې دې نور نه کوي.
د ښووکې خبردارۍ ملکه ډېره غمجنه کړه ولې ناهيلې نه شوه او تصميم يې ونيوه چې له خپلو کتابونو څخه خپلې دې پوښتنې ته ځواب ومومي او څرنګه چې ټول کتابونه د شاه تر نظر لاندې ماڼۍ ته استول کېده ملکې ونشو کړای چې ددې پوښتنې ځواب له کوم کتاب څخه پيدا کړي، سره له دې هم هغې خپلو هڅو ته ادامه ور کړه او بالاخره يوه ورځ يې د ښوونکې له سترګو څخه لېرې له خميرې نه د پلار په شان کوچنۍ مجسمه جوړه او د خدای نه يې وغوښتل چې په دې مجسمه کې دې ساه ننباسي، هغې شپه او ورځ دوعا او زارۍ کولې ترڅو چې خدای د هغې دوعا قبوله کړه او په مجسمه کې يې ساه ننويسته او هغه کوچنۍ مجسمه د خدای په قدرت په يو بشپړ نارينه بدل شو او د ملکې ټولو پوښتنو ته يې ځواب ور کړ.
ډېر وخت نه و تېر شوی چې ملکه او مجسمه يو په بل مينان شول ، څرنګه چې دا ناممکنه وه چې يو نارينه دې د يوې اوږدې مودې لپاره په ماڼۍ کې پټ وساتل شي، نو ملکې د خپلې دوعا او مجمسې کيسه په بشپړه توګه خپلې ښوونکې ته واوروله چې دې مسئلې ښوونکې ډېره وارخطا کړه ، هغوی تصميم ونيو، هرکله چې پاچا ماڼۍ ته راځي، نو مجسمه ايز نارينه به پټوي.
په خواشينۍ سره يوه شپه چې ټول ويده ويده وو، پاچا يو ناڅاپه د خپلې لور د ليدلو لپاره ماڼۍ ته ور ننوت او په ډېره حيرانتيا يې وکتل چې په ماڼۍ کې يو نارينه ليدل کيږي!
هغه په بيړه دستور ور کړ چې د لور په شمول يې د ماڼۍ ټول کار کوونکي د هغه خيانت له کبله چې کړی يې دی په دار وځړول شي.
ملکه په ګونډو شوه په ژړا او ننواتو يې پيل وکړ او له پلاره څخه يې وغوښتل چې هغې ته د دفاع حق ور کړي، پاچا د خپلې لور له غوښتنې او ننواتې وروسته څرنګه چې هغه يې د زړه له کومې خوښېدله او همدا راز دا د هغه د لور لومړنۍ تېروتنه وه، هغې ته يې له ځانه د دفاع اجازه ور کړه.
ملکې د قاضيانو په مخکې د ماڼۍ په اړه او دا چې ولې د هغې ټولې اوسېدونکې ښځې وې، خبرې وکړې او ويې ويل چې يوازېنی څوک چې د ښځې په شان نه و، هه د هغې پلار و او کله چې هغې دا مسئله رامنځته کړه هيچا د د دې معما د حل او د شرحې جرئت ونکړ، نو ځکه هغې مجسمه جوړه کړه او له خدای نه يې وغوښتل چې په هغې کې ساه ننباسي او خدای هم د هغې دوعا قبوله کړه ، پاچا چې د خپلې لور خبرې واورېدې ډېر حيران شو او کله چې يې قضيه په دقيقه توګه وڅېړله باوري شو چې د هيڅ کوم سړي پښه ټاپو ته نه ده ننوتې او پوه شو چې لور يې رېښتيا وايي.
د هغې ورځې په سبا پاچا د خپلو وګړو په وړاندې له خپل هغه جنايته چې د خپلې لور په وړاندې يې کړی و، يادونه وکړه او ويې ويل : ما سوچ کاوه چې د يو بشپړ سوکاله ژود په جوړولو سره زه کولای شم تا له خپلې طبيعي غوښتنې څخه بې برخې کړم په داسې حال کې چې نه پوهېدم چې په دې کار سره مايوه لويه تېروتنه کړې ده ، ما په دې کارسره غوښتل د خدای د قانون  په ضد ګام پورته کړم او همدا ده چې خدای تاسره مرسته وکړه ترڅو مې خپلې تېروتنې ته پام شو.
بيا يې دستور ور کړ چې هغه بې کړکيو ماڼۍ ورانه کړي او پر ځای يې يوه نوې ماڼۍ چې تر هغې ډېره ښکلې وي جوړه کړي او د خپلې لور د واده لپاره يې يوه شانداره مېله جوړه کړه بيا يې له ځانه سره هوډ وکړ چې نور به هيڅکله د خدای د قانون پر ضد ګام نه پورته کوي.

کتاب : وحشي زاڼې
ليکوال : د مطبوعاتو څخه ټولګه
خپروونکی : CADA / Op Mercy Afghanistan

Post a Comment

0 Comments