د مزار لوحه



کور په کور او کلي په کلي به ګرڅېدمه او د خدای په نامه به مې څه غوښتل چا به يو  موټی ناپاکه غله راکړه او چا به سوې ډوډۍ راکوله.
ډېرو کورونو به ځواب راکاوه او ځينو به په دروازو کې هم نه پرېښودم.
څو ورځې د يوه او بل له درګاه نه وږی او بې نوا راغلم .
هيچا هيڅ را نکړه له ټولو خلکو نه مې زړه بد شو دونيا ته مې په کرکه وکتل، خدای ته مې رجوع وکړه او په دغې کوټنۍ ( قبر ) کې پرېوتم .
هغه چې زه به يې په دروازه کې چا نه پرېښودم اوس ماته لاس په نامه ولاړ وي او له مانه څه غواړي.
زما په نامه زما کوټنۍ ته هر څه راوړي او د خدای په نامه خوارانو او غريبانو ته سوې مړۍ هم نه ور کوي.

کتاب : د استاد الفت هنري نثرونه
ليکوال : استاد ګل پاچا الفت
زيار : محمدزبير شفيقي

Post a Comment

0 Comments