رشوت خوره ته راپه ياد شوې



چا وويل : ټنديږی ، مګر مړيږي نه، ماته سمدلاسه ته راپه ياد شوې
بل وويل : ګېده خو يې مړه ده، مګر سترګې يې وږې دي.
بيا ته را په ياد شوې
يوه وويل : قصاب نه دی، مګر ډېر خلک يې بې تېغه حلال کړې دي، دلته هم ته را په ياد شوې.
هغه بل وويل منګولې او پنجې يې د لېوانو نه دي او بې ګوناه خلک مې په زندان کې وليدل، ته را په ياد شوې.
هغه ورځ چا پوښتنه وکړه، چې په غلو زهير، د مجرمينو طرفدار د مظلومانو دوښمن، د ناحقې ملګری، د قاتلانو حامي څوک دی؟
ماته ته را په ياد شوې.

کتاب : د استاد الفت هنري نثرونه
ليکوال : استاد ګل پاچا الفت
زيار : محمدزبير شفيقي

Post a Comment

1 Comments

  1. ډېر جالبه او په زړه پورې هنري نثر دی
    واقعاَ الفت صيب ډېرې پرمفهومه خبرې په دې نثر کې ځای پرځای کړي دي

    ReplyDelete