هغه متلونه چې د د په توري پيل شوي وي

داسې وکه چې نه سيخ وسوځي نه کباب .
دا ګز ،دا ميدان .
داسې مه شه چې وايې خداى منم ، رسول منم ، امر يې نه منم .
دا لنډ واټن ، او دومره زياته ګټه ؟.
د انا دغونه اوګره وه چې په څټلو کې تمامه شوه .
د انسان لاس لکه سره زر دى .
د اور زور د نغري پر کومي وي .
دا نو دواړه د يوه خره غوږونه دي .
د اوښانو بېګار وو ، ګيدړو هم ځغاستل .
د اوښ پر شا داسې ډيرې ډمامې وهل شوي دي .
د اوښې يې پرې که ، په اوښ يې پورې که .
دا حرصنا کو ورکړه په کم کاڼي او څيري ترازو وي .
دا يې کواله (قباله ) په چا يې منې .
د بابا د غونه ږيره وه چې په تاويزو کې ولاړه .
د بارانه پټېدمه ، تر ناوې لاندې مې شپه شوه .
دباندي ښويکى، د لاندې غربينى .
د بخت ځای يې ، بې بختۍ نيولى .
د باچا باچاهي ځي ، د مزدور مزدوري نه ځي
د بخيل کاسه چپه ، لاس يې تور ، خوله يې سپېره .
د بدو پاى خراب دى .
د بدو پاى روغه جوړه ده . .
د بزې چې کونه کا  کوي د چو پان ډوډۍ دې وخوري .
د بسوګۍ واده مه ځينې جوړوه .
د بل پر کور سل مېلمانه څه دي ؟
دبل په جېب شرط مه تړه .
د بل په خبرو د شپېشتو درختې ته مه خيژه .
د بل په شکنې غوږونه مه سوځه .
د بل په کونه ځي په کادانه ځي .
د بل په وټ کې درې ، درې مه لره .
د بل تر  زوى خپله ړنده لور ښه ده .
د بل جنګ نيم اختر دى .
د بل د ښور وا په هيله ډوډۍ مه وړوه .
د بل ښې نيمه خوا دی ، که د ادې که د بابا دی .
د بل غم تر واورې سوړ وي .
دبل کار د ايمان په رڼا کيږي .
دبل کټ تر نيمو شپو وى .
د بنې د مې يو ، خو سور سمبه ور دى .
د بې دينه په ژبه لا مذهبه ښه پوهيږي .
د بېکاره ،خداى بيزاره .
د پخلا دښمنه ځان ساته .
د تورې ټپ رغيږي ، دخولې ټپ نه رغېږي .
د تيارې غم په رڼا خوره .
د ټګ په يوه لاس کې قران ، په بل لاس کې يې متار وي .
د ټګ سر دلته او کونه يې هلته وي
د ټګمار په خوله يوه په زړه يې بله وي .
د ټنډۍ زور پر خپله کونه وي .
د جنګ خوږې خبرې، ساعت يې تريخ دى .
د چا عيب مه وايه، څو عيب دې ونه ويل شي .
د چر سو مردار سنګ مه جوړوه .
د حقه ځغلو ، فتنې مو خوښې دي .
د خپل خپلوي ښه ده ، نژدېکت يې ښه نه دى .
د خپل کور پير چاته نه معلوميږي .
د خداى تر لعنت د بنده لعنت بد دى .
دخداى داده سره سيالي مه کوه .
د خره څخه د شخوند هيله مه کوه .
د خلکو زور ، دخداى زور دى .
دخوار په لاس کې غنمينه ډوډۍ عيب ده .
د خوار يا ژړا ده ، يا ښېرا .
د خوار کبرجن ، زاړه زناکار او زورور درواغجن څخه ځان ساته
د خوړو خوند په مالګه ښه کېږي که د مالګي خوند خراب وي په څه به ښه سي .
د خيرات په وخت کې د يتيم پزه ويني سي .
. د درانه پيټي پروامي نسته ، د خره په لکۍ پوري تړل مې زوروي .
د درواغو مزل لنډ دى.
د دښمن په قسمو مه تير وزه .
د دښمن کره ورځم ، دوست مې ګرو دى .
د ډاله ږغ دلري ښه اوريدل کېږي
د ډيري لرګى ، د يو ه غزى .
درواغجن د خداى د ښمن دى .
درواغجن دي درواغ وايي ، رښتيا ګوى دي قياس پرکوي .
درياب د سپي په خوله نه مردارېږي .
د ړندو په ښآر کې يک سترګى باچا دى .
د زرو قدر د زر ګر سره وي .
د زرو کاسه چې د کوچني په لاس ورسي ، دخاورو به يې ډکه کړي
د زورور مخ او د خره شاته مه تيرېږه .
د زورورهغې ول نه لري ،بخۍ دى .
د زورياري ، د خره سورلى .
د زوى مور مې کې ، محتاجه مې مه کې .
د ژرندي زه راځم ، د ميده وړو حال دى لري .
د سارا غم به راوړم کورته ، دکور غم به چې ري يو سم ؟.
د سپي سړي اورته ،په هر چا ده ملامته .
د سرنا چې د يو پودى .
د سلو کالو وږى ، په سل کاله نه مړېږي .
د شاليو تر لو وروسته يې ټولي اوبه ستا .
د شپې بند اوبه وړي .
د شرمښ چې چى نه خانګى کېږي .
د شرميدلي څخه اوګره چپه سوه ، ويل په نصيب مو نه وه
د شلو کارګانو يوه ډبره دواده .
د ښار دروازې تړل کېږي ، د خلکو خولې نه تړل کېږي .
د ښو غوښو ، ښه ښو روا وي .
د ښو واښه زېږي ، د بدو ښه .
د صبر کوټي درنې وي .
د ظلم پاى خراب دى .
دعا دولي قبلېږي ، يا د ناولي .
د عالمه سره غم نه غم دى .
د عقل وږى، د دنيا موړ نسته .
د غړکي په څيرلو نه کېږي ، غوا يې ووژنه .
د غزه سکور ، دهرات سپور غيم .
د غله مور يا ويني خوري ، يا د لم سپيني .
د غنمو له رويه ، چغک ( ځوز ) هم او به سو.
دغولو منګى د نورو پر سر مه چپه کوه .
دقاضي خپل بد تر غوږو وه ، نورو ته يې نصيحت کاوه .
د کار ميرمن په وچه غوا شيدې کوي .
د کبر کاسې يا توري دي يا نسکوري دي .
د کراستي په کمربند ملا مه تړه .
د کمبلي پر يوه سر غم ، پر بل سر يې ښادي وي .
د کوټه له برکته ،چغاله په کور کې راته لنګه سوه .
د کوڅې غول پر ليونۍ تاوان دي.
د کور خاوندته وايي پام کوه ، او غله ته وايي پر ورځه .
د کور د خپګان او د کلي له بدۍ څخه ځان ساته .
د کور زمرى ، د سارا چغال .
د کور غل نه نيول کېږي .
د کور ګټه ، دلاهور ګټه .
د کونډي نه دين سو ، نه يې غڼ .
د کونډي يو ميړه دنيا ده .
د ګنګي په ژبه خپله مور ښه پوهېږي .
د لالا مې تر کور خواجه پاکسار خوښ دى .
د ليوني څخه يې مه غواړه ، مه يې ورکوه .
د ليوني ډول بې صرفي وي .
د مچ کونه ، د کاچوغي لاستى .
د مچه سره سيلاوه مه ګرځوه .
د مرور برخه ، کونه ور خوري .
د مسافر د ورځو مه پوښته ، د خير يې پوښته .
د مستۍ ميچن ده ، چپه ګرځي .
د ملا صاحب من يې پوره نه کړ .
د موزي د نيا، غازي خوري .
د مېږو چو پاني د شرمښ په لاس مه ورکوه .
د مېږي چې اجل پوره سي په الوتلو پيل وکړي .
د ميلمه جواب پاتى دى .
د نر ميړه ، پور وړى دى .
د نن کار سبا ته مه پرېږ ده .
د نه زويه مينه نه پاتېږي ، د سپي زويه پاتېږي .
دنيا په اميد خوړل کېږي .
دنيا چې ډيره سي ، و زړه ته تيره سي .
د نيا چې راتله ځاى ورکوه ، چې تله لار ورکوه .
د نيا د زړه سره ښه ده .
د نيا هيچا نده پاى کړې .
دنيا يو په بله ده .
دوران ، پر هر ګوروان .
د ورغوي تڼاکه ملغلره ده .
دوږخ که تود دى که سوړ ، زموږ ورته مخ دى .
د وږي سترګي ،په ديګ دان کې وي
د وږي سترګي په سترخوان کې وي .
دوست به دي و ژړوي ، د ښمن به دي و خندوي .
دوست په راحت او سختۍ کې تجربه کړه .
دوست ته حال وايه، د ښمن ته لاپي .
دوستي د سلو کالو لار ده.
د وطنه ووزه .، دنرخه يې مه وزه .
دوکان ،دوک دى يا کان .
د ولي ، د ميوې هيله مه کوه .
دومره ښه وکه ، چې د بدو توان يې درسره وي .
دونه يې هغه مړى نه وو ، لکه ژوندو چې پسي ژړل
دوه پک ، هغه هم سره ورک .
دوه که مچان سي ، د يوې بلا تمام سي .
دوه وروڼه ، دريم حساب .
دوه وږي چې ن په يوه وټ کې نه سره چلېږي .
دوې هندوانې په يوه لاس کې نه ځائېږي .
د هغه چا مه بيرېږه چې د خداىه بيرېږي ، د هغه چا و بيرېږه چې د خدايه نه بيرېږي .
دى چې ما ويني چاړه نه ويني ، چې چاړه ويني نو ما نه ويني .
دى خپله چاړه په اوبو کې ويني .
دى لا تر اوسه پر هغه پخواني خره سپور دى .
دى لکه د جنت مرغومى په هر کور کې ايله دى .
دى لکه د هندوانو مومن ( کوچنى )د دوږخ او جنت تر منځ پروت دى .
دى نو اول لري ، اخير نلري .
دى نو پر تړلي دوکان حواله ورکوي .
دى نو په جنګ کې نرخ معلوموي .
دى نو په ويښه خوب ويني .
دى نو خر د باره سره په ګڼده وهي . .
دى نو د مړه څخه کونه غواړي .
دى نو کونه او پرتوګ په جنګ ( شر ) سره اچوي .
دى نو وارى کوي ، او لاس تر شا نسي .
ديوال ته يې ويل څونه عمر لرې ؟ځواب يې ورکړ د کاګله پوښتنه وکړه .
ديوال چې د تاداوه کوږ سو ، بيا نه سمېږي .
ديوالونه هم غوږونه لري .
د يوه زيان ، د بل تکيه
د يوه زيان دبل تکيه سوه ، ځکه ورانه مو چاره سوه .
د يوه لاسه ټک نه خيژي .
د يوې شپږي لپاره ، ټول پوستين مه سوځه .
د ى يې تر شير په ښور وا خوشحاله دى .

Post a Comment

0 Comments