لکه دغره مرغه چې نه مومي په غره کې اوبه


لکه دغره مرغه چې نه مومي په غره کې اوبه
د چيغو چيغو نه يې وچې شي په خوله کې اوبه
زړه او ځيګر مې چاودې چاودې شي له ډېره درده
لکه يو کال چې هيڅ رانشي په وياله کې اوبه
چې ته راځې نو د وجود اور مې شي داسې  خاموش
لکه چپه شي د منګي نه تناره کې اوبه
داوښکو سيل مې په ريښې ريښې ګرېوان کې روان
لکه په خوړ کې وي روانې بارانه کې  اوبه
راتلې  مې زړه ته د وجود په نامالومو لارو
لکه له بامـــــــــه چې  راځي پــه دېوالـــــه کې اوبه
اسما لمر 

Post a Comment

0 Comments