هغه متلونه چې د س په توري پيل شوي وي


سپمولې ، سپو خوړلې
سپي ته يې ويل چغه ، د څښتن د رويه .
سپی چې هډوکى خوري د خپلې کونې سره سلاح کوي .
سپى د اوښ په سوري تلى ويل دا سورى زما دى .
سپى دې وي ، ژوندى دې وي .
ستا ده نو د مړې خوا سودا ده .
ستا وار سپي وخوړ .
ستا يې خپله ، زما يې خپله .
ستا يې قدم ، زما يې لېمه .
ستړو و ګټل ، هوساوو وخوړل .
ستړې ورځ دوست نه لري .
سر په مال ساته عزت په دواړو .
سر چې د شال لايق وي د ملتانه ورته راځي .
سر څه په يوه لوټه سپېره ، څه په سلو .
سره پينه غواړي ، مالګه څکي ؟ .
سلا دې غواړم په قول دې نه کوم .
سل خره په سويه کې ښه دي ، نه يو ... په دايره کې .
سل د زرګر ، يو د ګګر ( اهنګر )
سل دې ومره ، يو دې مه مره .
سل روپۍ پور کړه ، د ژمي شپه پر کور کړه .
سل سرونه خشتوي ، يو سر خريي
سل سرونه خشتوې ، يو هم خريلاى نسې .
سل سمنده ښنده ، دا بله سه (څخه ) ځان ساته .
سل واره يې ګز که ، يو وار يې يوسه .
سل يې غواړي ، يو يې وړي
سل يې مړه کړه ، لا يې بدي نه بولي .
سمه پوښتنه د هغې نيمايي ځواب دى .
سوداپه رضا ، خيښي په خوښۍ .
سيالي د نېکو ښه ده نه د بدو .
سيرلى پوست سوى ، په لکۍ مانده دى .

Post a Comment

0 Comments