د حضرت عمر رضی الله عنه غوره ويناوې



1)    د چا په لمانځه او روژه مه تېروځئ، خبرو ته يې پام وکړئ چې رېښتيا وايي او که دروغ، په امانت کې خيانت کوي، که نه او له ګوناه نه ځان ايسارولای شي او که نه؟
2)    سوکالي او چاغښت دواړه د انسان د پرمختګ خنډونه دي.
3)    له هر چا نه چې کرکه کوئ له هماغه نه وېره ولرئ.
4)    څومره مو چې له دونيا سره مينه کمه وي، هماغومره به مو ژوند په ازادۍ تېريږي.
5)    الله تعالی دې هغه چاته خير ور کړي چې عيبونه او نيمګړتياوې مې د سوغات په توګه راليږي ( يانې راته څرګندوي يې ).
6)    څوک چې له مانه پوښتنه وکړي، نو ماته يې د عقل او پوهې اندازه څرګنديږي.
7)    هغه څوک چې په شر او ګوناه سره سوبه وکړي، هغه سوبمن ( فاتح ) نه دی، ( مغلوب ) دی.
8)    په کوم قوم کې چې زنا زياته شي، نو هلته نفاق هم زياتيږي.
9)    الهي احکام هغه څوک عملي کولای شي چې نه يې خېټه په حرامو ډکه وي او نه د نفس د غوښتنو مرييتوب کوي.
10)د خلکو بې ځايه ستاينې مه کوئ ځکه دا يو ډول ناروغي ده ، د الله حمد او ستاينه وکړئ چې د ټولو ناروغيو شفاء ده.
کتاب : د پند او خوند خبرې
ترتيب کوونکی  : مولانا مفتی عاسم عبدالله صاحب


Post a Comment

0 Comments