نبوي مرغلرې



1)    له سړي سره درې شيان تر ګوره ملګرتيا کوي د کور خلک، مال او عمل ، له خښېدلو وروسته د کور خلک او مال بېرته راګرځي او يوازې عمل ورسره ملګری پاتې کيږي.
2)    د دين يو عالم د زرو عابدانو نه پر شيطان ډېر زورور دی.
3)    د عالم فضيلت او لوړ  والی په عابد دومره دی لکه څومره چې زما فضيلت ستاسې پر يوه ادنا سړي دی.
4)    رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل جبرائيل عليه السلام به ماته له ګاونډي سره په ښه سلوک دومره تاکيد کاوه چې ما سره دا خيال پيدا شو چې ګاونډي به له ګاونډي سره په ميراث کې شريک وي.
5)    حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمايي ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدلي دي هغه سړی مومن نه دی چې خپله موړ او څنګ ته ګاونډي يې وږی وي.
6)    رسول الله صلی الله عليه وسلم د ظلم په هکله فرمايي له ظلم نه به د ظالم لپاره د قيامت په ورځ سخته تياره جوړه شي.
7)    د مظلوم د اه په کله فرمايي چې د مظلوم د اه او فرياد څخه ځان وساتئ ځکه چې هغه له الله تعالی نه خپل حق غواړي او الله تعالی هيڅکله د حق خاوند له حق څخه نه بې برخې کوي.
8)    همېشه رېښيا وايه او له دروغو نه پرهېز وکړه.
9)    هيڅ مسلمان سره دا خبره مناسبه نه ده چې د خپل بل مسلمان ورور سره د درې ورځو نه زياتې خبرې بندې کړي.
10)ځواکمن هغه نه دی چې څوک راوپرځوي بلکې ځواکمن هغه دی چې د غوسې پرمهال خپله غوسه قابو کړي.

کتاب : د پند او خوند خبرې
ترتيب کوونکی  : مولانا مفتی عاسم عبدالله صاحب


Post a Comment

0 Comments