د حضرت رابعه بصري غوره ويناوې



1)    لکه شمعه چې ځان ويلي کوي او نورو ته رڼا وربښي تاسې هم ځان د هغې په څېر وسوځوئ چې نورو ته مو ګټه ورسيږي.
2)    ستنه که بربنډه هم ده د نورو جسمونه پټولی شي.
3)    په دې کې شک نشته چې يوه ښځه هم پېغمبره شوې نه ده، خو په ياد ولرئ چې د خدايۍ دعوه يې هم نه ده کړې او ټول پېغمبران، وليان، صديقين او شهيدان د همدوی په غېږ کې ستر او روزل شوي دي.
4)    خپل زړه په خپل لاس کې ساتل او د نفس له هوسونو ځان ژغورل په خپله يوه مېړانه ده.

کتاب : د پند او خوند خبرې
ترتيب کوونکی  : مولانا مفتی عاسم عبدالله صاحب


Post a Comment

0 Comments