د حضرت عثمان رضی الله عنه غوره ويناوې



1)    الله جل جلاله تاسې ته دونيا يوازې د دې لپاره در کړې ده چې اخرت پرې وغواړئ.
2)    زه خو د ځان لپاره دا ډېره بده او سپکه ګڼم چې ورځ دې راباندې تېره شي او د قران کريم تلاوت پکې ونکړم.
3)    ټيټه وينا، ښکته کتل او منځنۍ راشه درشه د ايمان نښې دي.
4)    خپل پېټی پر بل مه اچوئ، ګويا که لږ وي يا ډېر.
5)    توره بدن ټپي کوي او بده وينا روح.
6)    له الله جل جلاله نه پرته له هيچا تمه او وېره مه کوئ، يوازې له خپلو ګوناهونو وډار شئ.
7)    که چېرې مو ګوناه ته زړه وي، نو داسې ځای ولټوئ چې الله جل جلاله هلته نه وي.
8)    بده وينا درې تنو ته زيان رسوي، وينا کوونکي ته، د چا بد چې وايي او څوک چې ورته غوږ نيسي.
9)    د قهر او غضب په وخت کې ښه دوا چوپ پاتې کېدل دي.
10)څوک چې د انسان حق نه پېژني ګويا هغه د الله پاک حق هم نه دی پېژندلی.

کتاب : د پند او خوند خبرې
ترتيب کوونکی  : مولانا مفتی عاسم عبدالله صاحب


Post a Comment

0 Comments