د کوم ځای دی ؟



يو کور يې دلته دی بل په کابل کې ، بل په يو بل ځای کې ،
څه ځمکه په کوهدامان کې لري، څه په بغلان کې څه په يو بل ځای کې
نغدې روپۍ يې به رشوتونو دلته پيدا کړې، مګر ګټه ور باندې نور بانکونه کوي په يو بل ځای کې .
ته ووايه چې دا د کوم ځای دی؟
مينه يې له دې خلکو سره نشته او د نورو ملکونو خلک ورته ډېر ګران دي.
د دې وطن له شعر او موسيقۍ نه خوند نه اخلي او دخارجي موزيک په صفت مړيږي نه، مونږ ته په نفرت ګوري او د پرديو مستخدمينو په مقابل کې ډېره تواضع کوي.
ته ووايه دا د کوم ځای دی؟
دی د هيڅ ځای نه دی، ځکه هر ځای د ده دی او سړی ورته هر ځايي ويلی شي.
هوْ دا هغه مرغان دي چې څلور فصلونه په څلورو مملکتونو کې تېروي او وطن نه لري، وطن نه پېژني، د يوه وطن په هوا کې الوځي او د وطن سړې او تودې نشي تېرولی ، دا هغه عياشان دي چې بې له عيش او راحت نه نور څه نه پېژني او له وطن سره هيڅ مينه او علاقه نه لري.
مونږ هغه کسان د دې وطن بللي وو چې د وطن په کاڼو کې او بوټو سر ور کوي او په سختو ورځو کې د وطن په کاريږي ، که څه هم پوله او پټی نه لری او په زړو کوډلو او جونګړو کې اوسي.
هو! زما په عقيده دا وطن د هغه چا نه دی چې د ډېرو ځمکو قبالې يې اخيتسې دي بلکې ده غه چا دی چې د وطن مينه يې په زړه کې ده او له وطن سره علاقه لري.

کتاب : د استاد الفت هنري نثرونه
ليکوال : استاد ګل پاچا الفت
زيار : محمدزبير شفيقي

Post a Comment

0 Comments