د شاعر تحفه



زه چې ورغلم هغه په کوټنۍ کې ناست و، سر يې په ګرېوانه کې ښکته کړی و، فکري عبادت يې کاوه
کله چې هغه سر راپورته کړ او پر ما يې نظر ولوېده، ما خپله تحفه يو د پړانګ پوستکی او يو غزنيچی پوستين د هغه په مخ کې کېښوده.
هغه وويل : دا د يو ظالم پوټکی دی، ځکه له پښو لاندې لوېږي، دا بل د ضعيفانو له پوستکو نه جوړ دی او پر غاړې پورې تعلق نيسي.
د شاعر تحفه بايد همدغسې او همدغه مانا ولري.
دی بايد دا دوه منظرې همدغه راز وښيي او خلک په دغه رمز ښه پوه کړي.
په دغو خبرو زه له خوبه راويښ شوم او په خوب کې د خپل خوب په تعبير ښه پوهېدلی وم.

کتاب : د استاد الفت هنري نثرونه
ليکوال : استاد ګل پاچا الفت
زيار : محمدزبير شفيقي

Post a Comment

0 Comments