خدمتګار



هلت يو ړوند بې لارې روان، هغه پر سمه لار برابر کړ، مګر ړوند پوه نه شو چې زما رهبر څوک دی.
يو بل په خواږه خوب ويده و، په خوا کې يې يو منګري ( مار ) سر رااچت کړ، هغه په بيړه وواژه او ويده هماغسې ناخبره پاتې شو.
د شپې په مسجد کې ناروغه مسافر زګېروي کول، هغه يې په خدمت کې شپه سبا کړه، مسافر سباوون خواته مړ شو او خپل زړه سواندی خدمتګار يې و نه پېژانده، هغه پر لاره روان و، يو ماشوم ته يې يو موټی مېوه ور کړه، مګر يوه هم ونه پېژانده، چې دی څوک دی.
له دې لويې لارې نه هغه ډېر اغزي او کاڼي لرې کړه، مګر څوک چې سبا ته پر دې لار راځي د هغه له خدمت څخه نه خبريږي او هغه نه پېژني.
په رېښتيا چې مونږ خپل خدمتګاران نه پېژنو او باداران ډېر ښه پېژنو.

کتاب : د استاد الفت هنري نثرونه
ليکوال : استاد ګل پاچا الفت
زيار : محمدزبير شفيقي

Post a Comment

0 Comments